تازه خبرونه
د پاکستان د جنګ ګواښونه خطرناکه بې پروايي ده
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې خبرداری ورکړ، چې د افرادو شخصي احساسات باید پر ملي پرېکړو سیوری ونهکړي؛ ځکه، چې دا کولی شي افغانستان او پاکستان دواړه ویجاړونکې او غیر ضروري جګړې ته راکاږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستۍ څرګندونې، چې افغانستان یې پر جګړې ګواښلی؛ “خطرناکه بې پروايي” وبلله.
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې خبرداری ورکړ، چې د افرادو شخصي احساسات باید پر ملي پرېکړو سیوری ونهکړي؛ ځکه، چې دا کولی شي افغانستان او پاکستان دواړه ویجاړونکې او غیر ضروري جګړې ته راکاږي.
هغه لیکلي: “د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف په ښکاره ډول افغانستان ته د جګړې ګواښ کړی دی. دا د خطرناکه بې پروايي ده. هغه د افغانانو او ان د پاکستان د پښتنو پر وړاندې له دښمنۍ ډکه څېره ده. آیا دا سمه ده، چې د یو کس احساسات پاکستان یوې ویجاړونکې جګړې ته بوځي؟!”
د امریکا پخواني استازي دا ټینګار هم کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه به د دواړو هېوادونو پر زیان پای ته ورسیږي او باید مخنیوی یې وشي.
هغه لیکلي: “د پاکستان او افغانستان ترمنځ جګړه د بایللو لوبه ده او باید ترې ډډه وشي.”
خلیلزاد زیاته کړې، چې د سیمې د ثبات لپاره یوازنۍ منطقي لار د خبرو اترو، همکارۍ او رغنده ډیپلوماسۍ لار ده. هغه یادونه کړې: “ډیپلوماسي، خبرې اترې، دوه اړخیز تړونونه او رغنده ګاونډیتوب ښه غوراوي دي.”
د خلیلزاد څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې یوې باخبرې سرچینې آریانا نیوز ته تائید کړې، چې په ترکیه کې له پاکستاني پلاوي سره په خبرو اترو کې د افغان مذاکراتي پلاوي د ۱۵ ساعتونو پرلهپسې بحثونو وروسته تېره شپه ۲ بجې خپله وروستۍ مسوده پاکستاني لوري ته وړاندې کړې ده. په مسوده کې د پاکستان پر ژمنې ټینګار شوی، چې د افغانستان له ځمکني او هوايي حریم څخه سرغړونه نهکوي او د ډلو یا مخالفانو مخه نیسي.
سرچینې زیاته کړې، چې د اوربند له هوکړې د څارنې او د سرغړونو په اړه د معلوماتو د تبادلې لپاره څلور اړخیز کانال جوړولو ته هم لېواله دی. دا مسوده د منځګړو لهخوا (پاکستان) ته او د سهار پر ۶ بجو دوی (افغانستان) ته د پاکستان مسوده وړاندې شوه.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د پلان له مخې نن د غرمې پر ۱۲ بجو به دواړه مذاکره کوونکي ډلې بیا له منځګړو سره وګوري، چې وروستۍ پایلې ته د رسېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د تړون د پلي کولو لپاره لار اواره کړي.