سیمه ییز خبرونه
د پاکستان د ګوادر بندر په اړوند سیمه کې وسلوال برید مرګ او ژوبله اړولې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د چارشنبې پر ورځ ( د وري لومړۍ ) د پاکستان امنیتي ځواکونو د ګوادر له ستراتیژیک بندر څخه بهر پر یوه کمپلیکس وسلهوال برید پر شا وتمباوه، چې په کې ټول اته وسلهوال او دوه سرتېري وژل شوي دي.
د رویټرز په راپور کې راغلي، چې چین د بلوچستان په دې شتمن معدني ښارګوټي کې له لسیزو راپدیخوا د بېلتونپالو له مخالفتونو سره – سره ډېره پانګونه کړې ده.
یوه حکومتي کمیشنر سعید احمد عمراني ویلي؛ پر وسلو او بمونو سمبالو وسلهوالو له ګوادر بندر بهر پر هغه کمپلکس برید وکړ، چې د حکومتي ادارو، استخباراتي ادارو او نیمه پوځي ځواکونو دفترونه په کې دي.
نوموړي رویټرز ته څرګنده کړې؛ وسلوالو د ډزو له پیلولو مخکې یو شمېر بمونه وچول او هڅه یې کوله، چې پر کمپلکس برید وکړي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې امنیتي ځواکونو د اته وسلهوالو برید شنډ کړ.
هغه زیاته کړې: پیغام مو پوره روښانه دی؛ هر هغه څوک، چې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي د حکومت لهخوا به هیڅ رحم ونهویني.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې هم راغلي، چې دغه برید په مرکز کې د میشتو امنیتي ځواکونو له لوري شنډ شو، چې په کې دوه پوځیان هم ووژل شول.
په بلوچستان کې د څو بېلتون غوښتونکیو ډلو تر ټولو مخکښې ډلې د بلوڅ ازادي غوښتونکی پوځ په خبرپاڼه کې د دې برید مسوولیت منلی او څرګندوي، چې وسلوالو یې د پاکستان د استخباراتي ادارو پر دفترونو بریدونه کړي دي.
د رویټرز د راپور له مخې دې ډلې پخوا هم په سیمه او نورو ځایونو کې د پاکستان او چین پر ګټو بریدونه کړي دي.
دا د چین- پاکستان د اقتصادي دهلیز (CPEC) لپاره ارزښتمن بندر دی، چې سړکونه او د انرژۍ پروژې هم په کې دي او د چین د ولسمشر شي جین پینګ د یوه کمربند او یوې لارې د نوښت یوه برخه هم ده.
چینايي اهداف له دې مخکې هم په پاکستان کې د څو بلوڅو وسلهوالو ډلو لهخوا تر بریدونو لاندې راغلي او وایي؛ دوی له لسیزو راپدیخوا د کانونو او معدنونو په شتمنۍ کې د پراخې ونډې لپاره جګړه کوي، چې دا غوښتنه یې په اسلامآباد کې د مرکزي حکومت لهخوا رد شوې ده.
سیمه ییز خبرونه
په سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
دوه امریکایي سرتېري او یو ملکي ژباړونکی د شنبې پر ورځ د داعش ډلې لهخوا په یوه برید کې ووژل شول. دا برید هغه وخت ترسره شو، چې یو وسلوال کس په پالمیرا ښار کې د امریکایي او سوري ځواکونو پر کاروان برید وکړ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (CENTCOM) ویلي، چې په دې پېښه کې درې نور سرتېري هم ټپیان شوي او بریدګر د همکارو ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
امریکایي چارواکو ویلي؛ د لومړنيو ارزونو له مخې؛ شونې ده، چې د برید تر شا د داعش ډلې لاس وي. که څه هم دې ډلې تر اوسه د دې برید مسوولیت ندی منلی.
د سوریې چارواکو ویلي، چې بریدګر د سوریې د امنیتي ځواکونو غړی و؛ خو د مشرتابه رول یې نهدرلود. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا برید “وحشتناک” وباله او د “ډېر سخت غچ” ژمنه یې وکړه.
په سوریه کې د امریکا پر مشرۍ ائتلاف له وروستیو میاشتو راپدېخوا د داعش د شکمنو غړو پر وړاندې هوایي بریدونه او ځمکني عملیات ترسره کړي، چې ډېر یې د سوریې د امنیتي ځواکونو په ګډون تر سره شوي دي.
سوریې تېره میاشت هم په ټول هېواد کې عملیات ترسره کړل، چې له ۷۰ ډېر کسان له دې ډلې سره د اړیکو په شک ونیول شول.
امریکا د سوریې په شمال ختیځ کې د کردانو پر مشرۍ له ځواکونو سره د مرستې لپاره د یوې لسیزې هڅې د یوې برخې په توګه پوځي شتون لري.
سیمه ییز خبرونه
د آیاسآی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور محکوم شو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.
د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې لهخوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.
سیمه ییز خبرونه
په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.
د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.
پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټيټيپي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.
پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمهییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.
اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.
-
تازه خبرونه3 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
تازه خبرونه11 hours agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه1 day agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی2 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
