نړۍ
د پاکستان ولسي جرګې عمران خان بېواکه کړ
د پاکستان ولسي جرګې غړیو تېره شپه له اوږده بحث وروسته عمران خان بېواکه او د نوي لومړي وزیر د نومولو پرېکړه وکړه.
دغې جرګې څرګنده کړې، چې له ۳۴۲ استازیو څخه ۱۷۴ غړیو عمران خان ته د نه باور رایه وکاروله.
د رایې ورکولو معنا دا ده، چې خان به نور دنده او دفتر ونلري او د هېواد ولسي جرګه به سبا دوشنبه نوی لومړی وزیر او حکومت ټاکي.
عمران خان ته د نه باور رایې هغه مهال عملي بڼه خپله کړه، چې د ولسي جرګې مشر اسد قیصر له دندې استعفا ورکړه.
د هغه له استعفاء وروسته د مسلم لیګ (ن) ګوند غړي ایاز صادق د اسمبلۍ مشري پر غاړه واخیسته.
عمران خان د پاکستان دوه ویشتم لومړی وزیر و. هغه درې کاله او ۸ میاشتې حکومت وکړ.
۶۹ کلن عمران خان له کرونا ویروس څخه د رامنځته شوي اقتصادي زوال په مخنیوي کې پاتې راغی؛ خو د فساد پر وړاندې یې بریالۍ مبارزه تر سره کړه.
د کرېکټ دغه پخواني لوبغاړي په ۱۹۹۶ کال کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټ کېښود، د ۲۰۱۳ کال تر ټاکنو وروسته یې په خیبر پښتونخوا کې خپل ایالتي حکومت جوړ کړ او پر ۲۰۱۸ کال یې د ټولټاکنو له لارې د مرکزي حکومت واک ترلاسه کړ.
دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان ولسي جرګې د يوه لومړي وزير پر ضد د نه باور رايه بریالۍ ترسره کړه.
د عمران خان د تحریک انصاف ګوند یوه مشر علي محمد خان رسنیو ته څرګنده کړې؛ خوښ یم، چې عمران خان خپل حکومت قرباني کړ؛ خو غلامۍ ته یې غاړه کېنښوده.
عمران خان تېره ورځ ولس ته په خطاب کې ویلي؛ که د باور له رایې برخمن نشو، د اپوزیسیون وارد شوی حکومت به ونه مني.
دا د سیاسي کړکیچ وروستی پړاو دی، چې پر اټومي وسلې سمبال حکومت ورسره مخ دی.
عمران خان، چې په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د مداخلې مخالف و او د لومړي وزیر په توګه یې له روسیې سره اړیکې جوړې کړې او امریکا یې تورنه کړه، چې پر وړاندې یې دسیسه جوړه کړې؛ خو واشنګټن دغه تورونه رد کړي دي.
د پخواني لومړي وزیر نواز شریف کوچنی ورور شهباز شریف د څرګندونو له مخې؛ د عمران خان مخالفو ګوندونو د واک د اخیستو لپاره نومولی دی.
د مخالفو ګوندونو د ائتلاف مشر میا شهباز شریف د عمران خان له بېواکه کېدو وروسته ټویټ کړی، چې: پاک الله دې د روژې په مبارکه میاشت کې پر دغه قوم خپل ځانګړی رحمت نازل کړ.
دغه راز مخالفو سیاسي ګوندونو له وخت مخکې ټاکنې غوښتي؛ خو د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، چې د ژر ټاکنو لپاره مناسب وخت د اکتوبر میاشت ده.
د یادونې ده، چې د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره د دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته به په ولسي جرګه کې د نوي مشرتابه د ټاکلو پرېکړه کېږي.
نړۍ
امریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د چارشنبې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا به د هوکړې د هلو ځلو په چوکاټ کې له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي.
په سپینهماڼۍ کې له یوې غونډې څخه د وتلو پر مهال خبریالانو ته وویل: « مونږ به هغه ترلاسه کړو.» دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې دواړه هېوادونه اوس هم په سیمه کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د وروستۍ هوکړې په لټه کې دي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د فشارونو یو مهم هدف دا دی، چې ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځوي.
ویل کېږي، چې ایران تر اوسه ۹۰۰ پونډه (۴۰۸ کیلوګرامه) غني شويو یورانیم نهدي سپارلي.
نړۍ
ایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د ایران پوځي بېوسۍ ته ګوته نېولې او څرګندوي؛ تهران باید «د ماتې منلو سپین بیرغ» پورته کړي، خو «د غرور له کبله دا کار نهکوي».
ترمپ په سپینهماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي: د ایران پوځي ځواک تر دې حده کم شوی، چې یوازې د «کمزورو وسلو» د کارولو وس لري.
هغه ټینګار کړی، چې تهران ښکاره سخت دریځ ښيي؛ خو د پردې ترشاه د هوکړې غوښتونکی دی.
نوموړي همداراز په سیمه کې د ایران پر بندرونو د امریکا سمندري محاصره او فشارونه ستایي او وایي، چې دا ګامونه پایله ورکوونکې دي.
ترمپ د اوربند د ماتېدا د شرایطو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: مقابل لوری «پوهېږي، چې کوم کار باید ونهکړي» او که سرغړونه وشي؛ د امریکا غبرګون به څرګند وي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوس هم روان دی او د بحران د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
نړۍ
سپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د امریکا امنیتي چارواکو ویلي، چې سپینې ماڼۍ ته نږدې د ډزو په یوه پېښه کې یو کس د امنیتي ځواکونو له لوري پر نښه او روغتون ته ولېږدول شو.
د راپورونو له مخې؛ دا پېښه د دوشنبې پر ماسپښین د واشنګټن ښار د پېنځلسم سړک او اینډيپنډنس سړک ته نږدې رامنځته شوې ده. د پټو چوپړتیاوو ځواکونو له هغې وروسته، چې یو مشکوک وسلوال کس وپېژاندل شو؛ نو د هغه د درولو هڅه وشوه، خو نوموړی تېښتې ته چمتو شو او بیا یې پر ځواکونو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هغه وویشتل شو.
د خپرو شویو څرګندونو له مخې؛ د یاد کس روغتیايي حالت تر اوسه ناڅرګند دی او په دې پېښه کې یو ملکي وګړی هم ټپي شوی، چې ټپونه یې د اندېښنې وړ نهدي.
له دې پېښې وروسته د سپینې ماڼۍ ځینې برخې لنډمهالې قرنطین شوې او خبریالان د لنډ وخت لپاره خوندي خونو ته ولېږدول شول. د وضعیت له ارزونې وروسته، بېړنی حالت پای ته ورسېد او وضعیت بېرته عادي اعلان شو.
دغه راز راپور ورکړ شوی، چې ډونالډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپینه ماڼۍ کې دننه و؛ خو هغه ته زیان نهدی رسېدلی او خپلې چارې یې پرته له ځنډه روانې ساتلې دي.
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له اوونیو راپدېخوا د امریکا په پلازمېنه کې څو امنیتي پېښې ثبت او د ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
-
سوداگري3 days agoد منځنۍ آسیا له لارې د چین– افغانستان نوې ټرانزیټي لاره پرانیستل شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بېجینګ کې لوړپوړې خبرې؛ په هرمز تنګي کې د امریکا او ایران پر کړکېچ ټینګار
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoامریکا او ایران د جګړې د پای ته رسولو او د اټومي خبرو د پیل لپاره سره نږدې شوي – راپور
-
نړۍ4 days agoسپینې ماڼۍ ته نږدې نښته؛ یو وسلهوال ټپي او روغتون ته ولېږدول شو
-
نړۍ2 days agoامریکا به له ایران څخه غني شوي یورانیم ترلاسه کړي – ټرمپ
-
روغتيا4 days agoد قابلو نړیواله ورځ؛ د م.م وګړو صندوق د میندو د ژغورنې لپاره د قابلو پر زیاتېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه4 days agoد ۲۰۲۵ کلنی راپور؛ یونیسف اړینو چوپدتیاوو ته د میلیونونو افغان ماشومان له لاسرسي خبر ورکړ
-
نړۍ3 days agoایران باید د ماتې منلو سپین بیرغ پورته کړي – ترمپ
