سیمه ییز خبرونه
د پوهنې وزارت اړوند ادارې به په كمپيوتري وسايلو سمبال شي
د پوهنې وزارت وايي:
په ټولو ولايتونو كې به خپلې اړوندې ادارې په كمپيوټري وسايلو سمبال كړو، چې د دولسمو ټولگيو فارغانو ته د شهادت نامو وېش ساده، چټك او غيرمركزي شي.
اوس دا چاره يوازې په كابل كې تر سره كيږي.
د پوهنې وزارت غواړي له دې وروسته په ټولو ولايتونو كې په خپلو اړوند ادارو كې د دولسمو ټولگيو پر فارغانو شهادت نامې ووېشي.
چارواكي وايې:
دا مهال د شهادت نامو د وېش په وړاندې كاغذ پراني او بيروكراسي دوه عمده ستونزې دي.
د پوهنې وزارت د چارواكو په وينا:
په ولايتونو كې به د دولسمو ټولگيو فارغانو ته د شهادت نامو وېش د درغليو مخه ونيسي او اداري چارې به هم په ښه توگه ترسره شي.
دوى په ټول هېواد كې د پوهنې وزارت له چارواكو وغوښتل، چې په صداقت او رښتينولۍ دې د پوهنې په وده كې همكاري وكړي.
د پوهنې وزارت تدريسي مرستيال صديق پتمن وايي:
په كابل كې مو له كاغذ پرانۍ او درغليو څخه د مخنيوي په موخه د هېواد د پوهنې رياستونو د نتايجواو شهادتنامو د مسوولينو لپاره د كاري وړتياوو د لوړولو په خاطر دوه ورځنى وركشاپ جوړكړ.
د كندهارد پوهني رياست د نتايجو اومتعليمينو مديرامان الله رحيمي هم شته ستونزې مني او وايې:
د وزارت له خوا د امكاناتو په برابرولو تر يوه بريده دا ستونزې حل شوې دي.
د پنجشير د پوهنې رياست د نتايجواو متعليمينو مديرنذير احمد د مسلكي ښوونكو نشتوالى او امنيتي ستونزې لويې ننگونې بولي او وايې:
په ليريو پرتو سيمو كې له ښوونځيو سمه څارنه نه شو كولى.
د پوهنې وزارت په پام كې لري، چې په ټول هېواد كې د ښوونځيو په تدريسي او اداري چارو كې ښه والى راشي او د ولايتي څانگو له مسوولينو يې وغوښتل، چې د پوهنې په وده كې په صداقت او رښتينولۍ خپله همكاري ونه سپموي.
سیمه ییز خبرونه
پوتين د ستراتيژيکو همکاريو د پراختيا لپاره بېجينګ ته رسېدلی
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن (پنجشنبه د غویی اووهویشتمه ) بېجينګ ته پر دوه ورځني سفر رسېدلی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ پوتین به چین ته په خپل سفر کې له خپل چینايي سیال شي جینپینګ سره د ستراتیژیکو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.
مسکو د دوه ځواکمنو هېوادونو ترمنځ، چې د امریکا “ژیوپولیټیک” سیالان دي؛ “ستراتیژیکه ملګرتیا” پراخه کړي.
پوتين له شينهوا خبري اژانس سره په مرکه کې له شي جينپينګ څخه مننه وکړه، چې له روسيې سره يې د ملي ګټو او متقابل باور پر بنسټ د همکارۍ په جوړولو کې مرسته کړې ده.
د روسیې ولسمشر زیاته کړې: مونږ به هڅه وکړو، چې د صنعت او پرمختللې ټکنالوژۍ، فضا او سوله ییزې اټومي انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا، د نوي کیدونکي انرژۍ د سرچینو او نورو نوښتګرو برخو کې نږدې همکارۍ رامنځته کړو.
پوتین د شپږ کلنې دورې له لوړې وروسته د خپل لومړي بهرني سفر لپاره چین وټاکه او غواړي، چې نړۍ ته د خپلو لومړيتوبونو پیغام په ځانګړي توګه له شي جينپينګ سره د لیدنې له لارې وړاندې کړي.
٧١ کلن پوتين او ٧٠ کلن شي جينپينګ به د پخواني شوروي اتحاد د چين د ولسي جمهوريت د پېنځهاویایمې کليزې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون وکړي، چې په ١٩٤٩ ز.کال کې د مائو تسهتونګ لخوا اعلان شوی و.
چین او روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې بیجینګ ته د پوتین د سفر پر مهال “غیر محدوده ملګرتیا” اعلان کړه.
امریکا چین د خپل لوی سیال په توګه او روسیه د خپل حکومت او خلکو لپاره تر ټولو لوی ګواښ ګڼي.
په دغه سفر کې پوتین به د چین په شمال ختیځ کې د هاربین ښار ته هم ولاړ شي، چې له روسیې سره ژورې اړیکې لري.
دا سفر په داسې حال کې کېږي، چې چین په وروستیو کلونو کې د امریکا او متحدینو لهخوا یې پر دغو دوه هېوادونو د لګول شویو بندیزونو له کبله له روسیې سره خپلې سوداګریزې او پوځي اړیکې زیاتې کړې دي.
د یادولو ده، چې د لویدیځو هېوادونو مشرانو په ځانګړي توګه امریکا له روسیې سره د بندیزونو په معامله کې د چین رول مهم بللی دی.
سیمه ییز خبرونه
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
د ملګرو ملتونو د عدالت نړیواله محکمه به د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د جنوبي افریقا پر غوښتنه د غزې د جګړې پر مهال پر رفح د اسرائیلو د بریدونو په اړه بحث وکړي.
د نړیوالې محکمې د څرګندونو له مخې؛ د جنوبی افریقا پر غوښتنه به د غویی پر اووه ویشتمه او اتهویشتمه / د می پر شپاړلسمه او اووهلسمه پر رفح د اسرائیلو پر بریدونو ناستې تر سره شي.
دا غوښتنه د هغو دوسیو یوه اړینه برخه ده، چې سویلي افریقا د جنوري په میاشت کې د اسرائیلو پر وړاندې ثبت شوې او دا هېواد یې په غزه کې د فلسطینیانو پر نسلي وژنې تورن کړی دی.
د یکشنبې پر ورځ مصر له ترکیې او کولمبیا سره د اسرائیلو پر ضد د درېدو غوښتنه وکړه.
د مصر حکومت په نړیواله محکمه کې د اسرائیلو پر ضد له درېدو وروسته اوس له دې رژیم سره د سیاسی اړیکو د کچې پر کمولو غور کوي.
د سکای نیوز د راپور له مخې؛ د مصر حکومت له اسرائیلو سره د سیاسي اړیکو د کمولو په اړه هڅې پیل کړې دي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې هېواد یې په رسمي توګه د جزا په نړیواله محکمه کې د اسرائیلي رژیم پر ضد د جنوبي افریقا له غوښتنې ملاتړ کوي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت ویلي: مونږ یو ځل بیا د ملګرو ملتو له امنیت شورا او نفوذ لرونکیو خواوو غواړو، چې د غزې په تړانګه کې د اوربند د ټینګولو او پر رفح د پوځی عملیاتو د بندولو لپاره بېړنۍ هڅې وکړي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د تېرې میاشتې په پیل کې پر غزه د صهیونیسټ رژیم لهخوا د ډلهییزې وژنې د ترسره کولو په اړه د جنوبی افریقا پر غوښتنه بیا کتنه وکړه.
دې محکمې له صهيونیسټ رژيم څخه وغوښتل، چې په غزه کې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره ټولې اړینې هڅې ترسره کړي.
دې محکمې امر وکړ، چې په يوه مياشت کې دننه د ټولو هغو اقداماتو راپور نړيوال عدالت ته وړاندې کړي، چې د نسلي وژنې د مخنيوي لپاره يې کړي دي. همداشان د دغې محکمې قاضي ویلي، چې د جزا حکم د صهیونیسټي رژیم لپاره نړیوال مکلفیتونه رامنځته کوي .
د دې ترڅنګ نړیوالې محکمې صهیونیسټ رژیم ته امر وکړ، چې په غزه کې د بېړنیو خدماتو او بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره بېړني اقدامات وکړي؛ خو د اوربند رامنځته کولو حکم یې صادر نکړ.
سیمه ییز خبرونه
پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.
پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.
ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.
۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.
د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.
د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.
امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.
د آلمان خبري آژانس او د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.
ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.
-
تازه خبرونه4 days ago
الله ګل مجاهد د قتل پر تور ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days ago
په بغلان کې سېلابونو ۱۹۴۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه3 days ago
د اسلامي هېوادونو همکاریو ټولنې د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د مرستې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
د یوناما استازې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره وکتل
-
لوبی2 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
سوداگري4 days ago
افغانستان او پاکستان د بار وړونکیو موټرو پر نوي ټرانسپورټي میکانیزم هوکړه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
څو ایراني شرکتونو د افغانستان په کانونو کې د پانګونې پرېکړه وکړه – قدیر قیافه
-
تازه خبرونه2 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه