Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د پو هني وزارت د كاركوونكيو د تلفاتو كچه لوړه شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پوهنې وزارت چارواكي وايي،:

د تېر كال په پرتله سږ كال په يو شمېر ولایتونو کې د ناپېژاندو  وسله والو له لوري وژنې ډېرې شوي او د يوشمېر مد یرانو له وژل کيدو وروسته د دې وزارت د معارف د منسوبینو د امنیت په اړه اندېښنې مخ په ډېريدو دي.

د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان وايي:

د روان هجری لمریز کال له پيله د پوهنې وزارت له ۱۰۰ ډېر کارکوونکي د جگړو او هد في وژنو ښكار شوي دي.

نوموړى له امنیتي ارگانونو غواړي، چې د کارکوونکيو امنیت ته يې جدي پاملرنه وکړي.

په نوې رامنڅته شوې  پېښه كې د پروان ، روزگان او هرات ولايتونو د پوهنې درې مديران وژل شوي دي.

د پوهنې وزارت وياند وايي: مخالفينو د ښوونځيو له سوزونې او د ښوونځيو د زده كوونكيو له مسمومولو كومه گټوره پايله تر لاسه نه كړه اوس يې د پوهنې د منسبينو وژلو او گواښلو ته مخه كړې ده.

په هېواد كې ناامني د پوهنې په وړاندې ستر گواښ دى، چې پر لامل يې  دوه نيم ميليون ماشومان له زده كړې بې برخې پاتې دي.

د پوهنې وزارت چارواكو په ډاگه كړې ده، چې د هېواد په جنوبي او شرقي سيمو كې څه نا څه ۴۳۰ ښوونځي د ناامنيو پر لامل تړل شوي دي.

په تېرو دولس كلونو كې د پوهنې وزارت غوره لاسته راوړنې لري او اوسمهال څه نا څه لس ميليون  ماشومان په زده كړو اخته دي.

د پوهنې وزارت له خلكو څخه د همكارۍ غوښتنه كوي او وايي، چې ټولو ماشومانو ته دې د زده كړې خوندي چاپېريال برابر كړاى شي.

كه څه هم د وژنو او گواښونو پړه چا او يا كومې ډلې په غاړه نه ده اخيستې؛ خو تل گوته وسلوالو مخالفينو او د سيمې استخباراتي كړيو ته نيول كيږي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!