سیمه ییز خبرونه

د ځوانانو انرژۍ او ځواكمنۍ ته دې پاملرنه وشي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسي جرگې رييس وايې:

د ځوانانو راتلونكې ته نه پاملرنه د دې لامل گرزي، چې د ځوانانو انرژي او ځواك د خلكو د دښمنانو او د هېواد  د ملي گټو خلاف وكارول شي.

عبدالروف ابراهيمي، چې په كابل كې د افغانستان د ځوانانو د عالي شورا په درېيمه ناسته كې وينا كوله، له دولتي چارواكو وغوښتل، چې:

دولت بايد ځوانانو ته د قانون پر جوړولو او ژمنو وركولو اكتفا ونه كړي، بلكې د هغوي د پياوړتيا لپاره دې زمينه برابره كړي.

په همدې حال كې د اطلاعاتو او فرهنگ وزير له ځوانانو وغوښتل، چې په خپلو سيمو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پرضد تبليغات وكړي او له نشه يې توكو څخه د ځوانانو د ژغورنې لپاره دې كاري كميسيونونه جوړكړي.

د ناستې ځينو برخه والو دا ناسته سمبوليكه وبلله او له ولسمشر يې وغوښتل، چې د ځوانانو خپلواكه شورا دې جوړه كړي، چې د افرادو او ډلو له سياسي گټو خوندي وي.

د ځوانانو د عالي شورا درېيمه ناسته د شنبې په ورځ(د لړم۲۷) په كابل كې د ولسمشرحامد كرزي په پيغام پيل شوه، چې په كې راغلي:

د افغانستان د راتلونكې په ټاكلو كې ځوانان خوځنده او متحرك ځواك دى.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي په دې ناسته كې وويل:

دولت مسوول دى، چې د هغو ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره د زده كړو زمينه برابره كړي، چې له بېلا بېلو ستونزو مخ دي.

د افغانستان اطلاعاتو او فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين وايي:

ځوانان بايد د نورو ورسپارل شويو مسووليتونو ترڅنگ په كليوالي سيمو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پرضد خلكو ته معلومات وركړي او له نشه يې توكو څخه د ځوانانو د خلاصون لپاره گټور فعاليتونه تر سره كړي.

د دې ناستې ځينو گډون والو د ځوانانو د عالي شورا د مشرتابه له فعاليت ناخوښي وښوده او په خپلواكه توگه يې  د يوه وزارت په بڼه د ځوانانو د عالي شورا د جوړېدو غوښتنه وكړه.

د ځوانانو عالي شورا، چې درې كاله وړاندې جوړه شوې، د هېواد په ټولو ولايتونو كې څانگې لري او مشري يې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د ځوانانو معينيت په غاړه لري. دا شورا هركال د خپلو ولايتي استازيو په شتون كې كلنۍ عمومي غونډه جوړوي.

Trending

Exit mobile version