سوداگري

د چین- افغانستان د نوي اقتصادي دهلیز له لارې پر کانتینرونو بار ریل حیرتان ته راروان شوی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۹, ۱۴۰۱)

د چین، کرغزستان، ازبکستان او افغانستان د نوي جوړ شوي ازمایښتي دهلیز له لارې پر کانتینرونو بار ریال ګاډی د حیرتانو ریل تمځي ته راروان شوی دی.

د افغانستان د ریل پټلۍ ادارې ويلي؛ د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین هېوادونو تر منځ د نوي جوړ شوي اقتصادي دهلیز له لارې به پر چینايي توکو بار ریل کرغزستان ته له رسیدو وروسته په راتلونکیو څو ورځو کې د حیرتان بندر ته راورسیږي.

د باروړونکي ریلي ادارې د څرګندونو له مخې؛ د سپتمبر پر دیارلسمه نېټه دوه لومړنیو کانتینرونو د چين له کاشغر ښاره  وتلی دی.

دغه د لېږد رالېږد ازمایښتي پړاو به تر ۳ میاشتو روان وساتل شي.

دا راپور د کرغزستان ملي ریل چلوونکي تیمیر ژولو هم تائید کړی دی.

دغه نوی دهلیز د زمري / اګست په میاشت کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ریل پټلۍ د شرکتونو او د چین د ژی جیانګ د ریل پټلۍ نړیوال لوژستیک اتحادیې لخوا اعلان شوی دی.

Trending

Exit mobile version