Connect with us

نړۍ

د چین ولسمشر یو دیکتاتور دی – بایدن

خپور شوی

د

بیجینګ ته په دوه اړخیزو اړیکو کې د ثبات رامنځته کولو لپاره د امریکا د لوړ پوړي دیپلومات انتوني بلینکن له سفر یوه ورځ وروسته، د دې هېواد ولسمشر جو بایدن د سې‌شنبې پر ورځ خپل چینایي سیال شي جینپینګ یو دیکتاتور وباله.

بایدن دا هم ویلي؛ شي جینپینګ هغه وخت خپل بشپړ شرم پوره احساس کړ، چې د روان کال په پیل کې امریکا د چین جاسوسي بالون ته چاودنه ورکړه.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ دا اوس څرګنده نده، چې د چین له ماوتستونګ وروسته د تر ټولو د ځواکمن مشر او د ولسمشرۍ د درې پړاوونو د ګټونکي شي په اړه جو بایدن دا څرګندونې ولې وکړې.

بایدن په کالیفورنیا کې یوه لاریون ته ویلي: شي جینپینګ له هغې وروسته، چې ما پر دوه توغندیو د ده د جاسوسۍ له تجهیزاتو ډک بالون وویشت؛ ډېر خفه شو او نه پوهیده، چې هلته دی.

بایدن زیاته کړې: دا د دیکتاتورانو لپاره لوی شرم دی. کله، چې دوی ونه پوهیږي؛ څه پېښ شوي او بالون یې خپل ټاکلي ځای ته ولې نه ځي، ځکه چاودېدلی دی.

بایدن دا هم ویلي، چې چین رښتینې اقتصادي ستونزې لري.

شي، چې د دوشنبې پر ورځ له بلینکن سره ولیدل؛ په ښکاره یې د بایدن څرګندونو ته ځواب نه‌دی ورکړی؛ خو دا څرګندونې کولی شي د بالون له پېښې وروسته د دوی د اړیکو ثبات له خطر سره مخ کړي.

چین او امریکا د دوشنبې پر ورځ بېجینګ ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په بېساري سفر کې د اړیکو پر ثبات هوکړه وکړه، چې روانه سیالي یې د جګړې لامل نه‌شي؛ خو د ستر پرمختګ په برخه کې پاتې راغلل.

دوی هوکړه وکړه، چې په راتلونکیو اوونیو او میاشتو کې د امریکایي چارواکو له نورو لیدنو سره دیپلوماتیکې اړیکې روانې وساتل شي.

بایدن د سې شنبې پر ورځ څرګنده کړه، چې چین ته د امریکا د اقلیمي استازي جان کیري سفر به ډېر ژر ترسره شي.

دا په داسې حجال کې ده، چې بایدن د دوشنبې پر ورځ ویلي وه؛ هغه فکر کوي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر سمه لار روانې دي او د بلینکن په سفر کې پرمختګ رامنځته شوی دی.

نړۍ

د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

Published

on

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.

زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»

نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.

زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «ان‌بي‌سي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.

Continue Reading

د هوا حالات

په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

Published

on

جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بې‌سارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.

د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سې‌شنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.

Continue Reading

نړۍ

پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.

په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.

هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.

ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!