Connect with us

تازه خبرونه

د چین هېواد د مرستو لومړنۍ جوپه افغانستان ته راورسیده

خپور شوی

د

د کرونا ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره د چین هېواد د مرستو لومړنۍ جوپه کابل ته راورسده.

د مرستو په دې جوپه کې ماسکونه، د ژغورنې کالي او تنفسي ماشینونه شته، چې په کابل هوایي ډګر کې د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش ته وسپارل شول.

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې د مرستو دغه جوپه کولی شي په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي په اړه د دغه هېواد اړتیاوې پوره کړي.

د چین سفیر همدارنګه د افغانستان له سیاسیونو وغوښتل، چې د افغانستان ګټې په پام کې ونیسي او په ګډه د کرونا ویروس مخنیوي ته راودانګي.

سروردانش د کرونا ویروس په اړه وایي، چې حکومت د دغه ویروس د خوریدو د مخنیوي لپاره لازم چمتووالی لري او د نورو هېوادونو مرستې به هم راورسیږي.

چین لومړنی هېواد دی، چې کرونا ویروس په کې سر راپورته کړ او له سلګونه کسانو یې ژوند واخیست؛ خو راپورونه ښیي، چې اوس یې دا ګواښ کنترول شوی. له همدې کبله د دې هېواد تجربې له نورو هېوادونو سره  د کرونا په وړاندې مبارزه کې اغېزناکې ګڼل کیږي.

مخکې له دې امریکا له کرونا سره د مبارزې په برخه کې افغانستان سره د ۱۵ میلیون ډالرو او نړیوال بانک د سل میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

تازه خبرونه

قوش‌تېپې ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

دغه تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې، چې شاوخوا یو میلیارډ او ۸۸۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي؛ لاسلیک شوی دی.

Published

on

نن( سې‌شنبه د مرغومي دوه‌یمه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اوبو او انرژۍ وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو.

دغه تړون د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې، چې شاوخوا یو میلیارډ او ۸۸۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي؛ لاسلیک شوی دی.

د دې پروژې چارې به په درې کلونو کې بشپړې شي.

ویل کیږي، چې په دې پروژه کې د ۸۵.۲۴ کیلومټرو پر اوږدوالي د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي غځول، په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د دوه سب سټېشنونو او دوه توزیعي شبکو جوړول هم شامل دي، چې د چارو له بشپړېدا سره به یې  زرګونه کورنۍ له برښنا برخمنې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی

اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲, ۱۴۰۴

د ترکیې دولتي خبري سرچینې د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي لومړۍ ) راپور ورکړی؛ د دې هېواد استخباراتي کارکوونکو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو لوړپوړی غړی نیولی، چې له کبله یې د ترکیې په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځانمرګو بریدونو مخه ونیول شوه.

اناتولي خبري سرچینې ویلي: دغه شکمن، چې مهمت ګورن نومېږي؛ د پټو عملیاتو په لړ کې نیولی او ترکیې ته لېږدول شوی دی.

د عملیاتو د ترسره کېدو وخت او دا، چې په دې عملیاتو کې افغان او پاکستاني چارواکي ښکېل ول او که نه تر دې دمه یې په اړه څه ندي ویلي.

په راپور کې راغلي، چې دې ترکي وګړی ظاهراً په ترکیه، پاکستان، افغانستان او اروپا کې د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو مسوولیت درلود.

داعش په ترکیه کې هم خونړي بریدونه ترسره کړي، چې یو یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه په استانبول کې پر یوه شپني کلوپ ډزې وې، چې له کبله یې ۳۹ کسان وژل شوي وه.

د سرچینې په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د ګورن نیول کېدا د داعش د جلب او جذب طریقې هم افشا کړي او د دې ډلې د پلان شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت څو ځله ادعا کړې، چې داعش د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته پټنځایونه لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

کابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

Published

on

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د خصوصي او عامه مشارکت پروژې په چوکاټ کې یې د څه باندې یو میلیارډ او ۹۰۴ میلیون افغانیو پر ارزښت د شهرنو پارک د جوړولو چارې پیل کړې دي.

کابل ښاروالۍ د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ دېرشمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي: پا ۹۰ زره ۶۶۳ مټر مربع ځمکه کې جوړ دا پارک د کابل یو پخوانی تفریحي ښاري پارک دی، چې اوس په کې د بیارغونې بېخبنایي او بنسټیزې چارې پیل شوې دي.

د ښاروالۍ د څرګندونو له مخې؛ د شهرنو پارک پر ۱۴،۳۲ سلنه برخه د لوړپوړیز سوداګریز مارکیټ، تر ځمکې لاندې مارکیټ، د ښځو لپاره ځانګړي مارکیټ، تفریحي ځایونو، رسټورانټونو، جومات، د لامبو وهلو حوض، پارکینک، ورزشي او فرهنګي سیمو او د فاتحې سالون د جوړولو چارې پیل کړې، چې د درې کلونو په موده کې به بشپړې شي.

کابل ښاروالۍ ویلي، چې د دې پارک یوه برخه یې د نیالګیو کېنولو، زرغونو سیمو، د چاپېریال ساتنې سیسټم، پوښلو او آزادو تفریحي امکاناتو جوړولو لپاره ځانګړې کړې ده.

همدارنګه کابل ښاروالۍ ښاریانو ته د یادې پروژې له بشپړېدا سره عمومي برخو ته په وړیا توګه له لاسر سی هم ډاډ څرګند کړی دی.

ویل کیږي، چې د یادې پروژې عواید د ۳۰ کلونو لپاره تنظیم شوي، چې د پارک له سوداګریزو تاسیساتو څخه به ۳۰ سلنه عواید د کابل ښاروالۍ بانکي حساب ته ورځي او قراردادي شرکت د یاد پارک د تاسیساتو د پلورلو، ګروۍ، سرقلفۍ او انتفاعي ګټې اخیستنې حق نلري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!