سیمه ییز خبرونه
د ډیپلوماټیکو هڅو له چټکېدا سره امریکا پر ایران پوځي بریدونه ودرول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ واشنګټن له تهران سره خبرې روانې ساتي او هیلهمن ښيي، چې ایراني چارواکي د څو اوونیو له زیاتېدونکو نښتو وروسته د خبرو اترو په اړه «جدي» دي.
امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه ودرول؛ ځکه د سیمې د پراخې شخړې د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکې هڅې چټکې شوي، خو په منځني ختیځ کې اوس هم حالت ترینګلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ واشنګټن له تهران سره خبرې روانې ساتي او هیلهمن ښيي، چې ایراني چارواکي د څو اوونیو له زیاتېدونکو نښتو وروسته د خبرو اترو په اړه «جدي» دي.
د پوځي عملیاتو دغه ځنډ له نږدې دوه اوونیو سختو جګړو وروسته رامنځته شوی، چې د پراخې سیمهییزې جګړې اندېښنې یې زیاتې کړې وې.
د راپورونو له مخې، سپینې ماڼۍ ډیپلوماسي ته لومړیتوب ورکړی؛ خو په سیمه کې یې د امریکا د سمندري ځواکونو د حضور له لارې پوځي فشار هم ساتلی دی.
سره له دې، چې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي؛ خو تاوتریخوالی له خلیج څخه بهر هم خپور شوی دی.
په یمن کې د حوثیانو غورځنګ د سرې بحیرې پر غاړه د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې له کبله یې د انرژۍ مهم بنسټونه له ګواښ سره مخ شوي او د نړیوالو اوبلارو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. دغو بریدونو د نړۍ د تېلو د زېرمو د لېږد د ګډوډېدا وېره هم زیاته کړې ده.
بل لور ته ایران اوکراین تورن شوي، چې په کسپین بحیره کې یې د دغه هېواد پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید کړی او د اعتراض لپاره یې اوکرایني ډیپلوماټان احضار کړي دي. دې پېښې د سیمې په ترینګلي وضعیت کې نوی کړکېچ رامنځته کړی دی.
د سیمې د منځګړو هېوادونو له لارې ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي، چې واشنګټن او تهران دواړه د پراخې جګړې د بیا پیل مخه ونیسي.
شنونکي خبرداری ورکوي، چې وضعیت اوس هم نازک دی او هره نوې پوځي پېښه د خبرو بهیر له خنډ سره مخ کولی شي.
دې شخړې اوس هم د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز کړی او د هرمز تنګي له لارې د بحري تګ راتګ په اړه پرلهپسې اندېښنې، چې د نړۍ له مهمو تېلو لېږدوونکو لارو څخه ده؛ حکومتونه او پانګهوال له نږدې څارنې ته اړ کړي دي.