سیمه ییز خبرونه

د ښوونكي ورځ په ټول هېواد كې ونمانځل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په هېواد كې د دولتي ښوونځيو ښوونكي وايي، چې:

دولت دې د دوى د ژوند په ښه والي او دوى ته د سرپنا د برابرولو په برخه كې ځانگړې پاملرنه وكړي.

د كابل په گډون د ټول هېواد ښوونكيو د چارشنبې په ورځ(د تلې ۱۳) د ښوونكي د ورځ نمانځنې پرمهال ويلي، چې:

د دوى معاشونه كم دي او اړتياوې  يې نه پوره كيږي.

د ښوونكي ورځ په داسې حال كې ونمانځل شوه، چې اوس هم د ناامنيو له كبله د هېواد په گڼ شمېرسيمو كې شاوخوا  پېنځه سوه ښوونځي تړل شوي دي.

ويل كيږي:

د دغو ښوونځيو له تړل كېدو سره سلگونه زره زده كوونكي له زده كړو ليرې او بې برخې پاتې شوي دي.

دغه رازهغه ښوونكي، چې په دولتي ښوونځيو كې په دنده بوخت دي د معاش د كموالي او د سرپنا د نشتوالي له ستونزو سرټكوي.

دوى وايي،چې:

د ښوونكيو ژوند ته بايد جدي پاملرنه وشي.

دغه ښوونكي وروسته له هغې دا څرگندونې كوي، چې د هېواد د پوهنې وزير فاروق وردگ د سه شنبې په ورځ(د تلې په ۱۲) د ښوونكي د ورځ  نمانځنې له لپاره په جوړو شويو مراسمو كې د وينا پرمهال وويل، چې:

په ټول هېواد كې تراوسه ۵۱ زره ښوونكيو ته رهايشي نمرې وېشل شوي او تر راتلونكيو درې كلونو به په ټول هېواد كې هيڅ ښوونكي بې سر پناه پاتې نه شي .

فاروق وردگ دا هم وويل، چې:

تراوسه له ۱۹۰زرو ښوونكيو ۱۳۴زره ښوونكي د معاشونو او رتبو نوي سيستم ته داخل شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version