سیمه ییز خبرونه
د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه دې ونيول شي
په نيويارك كې د ملګرو ملتونو له خوا د ښځو د وضعيت د ارزولو پنځوسمه ناسته جوړه شوه. دې ناستې په دې شعار خپل كار پېل كړ، چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه دې ونيول شي.
د افغانستان د ښځو چارو وزيرې حسن بانو غضنفر او د مدني ټولنې يو شمېر غړو په د ې ناسته كې په افغانستان كې په بېلابېلو برخو كې د ښځو د پرمختګونو او اړتياوو په اړه خبرې وكړې.
د ښځو چارو وزيرې افغان ښځو ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وكړه.
په همدې وخت كې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې او پرمختيايي څانګې د افغانستان د ښځو چاو وزيرې ته ويلي، چې له افغانستان سره د ښځو ژوند د ښه والي په برخه كې له درې سوه ميليون ډالرو ډېره مرسته كوي.
د امريكا پرمختيايې ادارې هم د افغانستان د ښځو چارو وزيرې ته د دېرش مليون ډالرو مرستې ژمنه كړې ده.
د ښځو په اړه د ملګرو ملتونو پنځوسمه ناسته د ۱۵ ورځو لپاره جوړه شوې، چې د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه په كې ښځې راټولې شوي تر څو د ښځو د ژوند د ښه والي په برخه كې خپلې تجربې سره شريكې كړي.
په دې ځاى كې د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې په نوښت په افغانستان كې ښځې د سولې او جګړې ترنامه لاندې د عكسونو يو نندارتون هم جوړ شو، چې د افغان ښځو ستونزې او مهمې لاس ته راوړنې د انځورونو په ژبه بيانوي.
دا انځورونه د سولې او امنيت، تعليم، اقتصادي پرمختيا او روغتيايي خدمتونو ته د رسېدو په برخه كې د لسو بېلابېلو نړيوالو عكاسانو له خوا اخيستل شوي دي.