تازه خبرونه

د کابل – اسلام‌آباد خبرې د ستونزو د حل لپاره روانې دي – د پاکستان سفیر

نوموړي د سیمې اړتیاوو او اقتصادي او تاریخي فرصتونو ته په نغوته کې ویلي: « مونږ په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت د پیاوړتیا غواړو او هڅه کوو، چې د پاکستان او افغانستان خلک یو بل ته نږدې کړو.»

Published

on

په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو له تسنیم خبري سرچینې سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د اړیکو لارې تړل شوې ندي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ننګونو د حل لپاره خبرې روانې دي.

نوموړي د سیمې اړتیاوو او اقتصادي او تاریخي فرصتونو ته په نغوته کې ویلي: « مونږ په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت د پیاوړتیا غواړو او هڅه کوو، چې د پاکستان او افغانستان خلک یو بل ته نږدې کړو.»

په ایران کې د پاکستان سفیر زیاته کړې؛ د اسلام‌آباد بنسټیزه اندېښنه ترهګري ده او پر ضد یې اغېزمنو کړنو ته اړتیا ده؛ ځکه، چې تېر کال پاکستان درانده ځاني زیانونه ګاللي دي.

د تیپو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ همکاري کولی شي په سیمه کې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.

دغه راز هغه ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر کابل ته په سفر کې د افغانستان له چارواکو سره پراخې لیدنې کړي، چې دوه‌اړخیزې ستونزې حل او له منځه ولاړې شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې مو اندېښنه مشروع او پر ځای ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او نور هېوادونه هم اړ دي، چې خپل امنیت پخپله ونیسي.

Trending

Exit mobile version