تازه خبرونه
د کابل – اسلامآباد خبرې د ستونزو د حل لپاره روانې دي – د پاکستان سفیر
نوموړي د سیمې اړتیاوو او اقتصادي او تاریخي فرصتونو ته په نغوته کې ویلي: « مونږ په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت د پیاوړتیا غواړو او هڅه کوو، چې د پاکستان او افغانستان خلک یو بل ته نږدې کړو.»
په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټیپو له تسنیم خبري سرچینې سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې د اسلامآباد او کابل ترمنځ د اړیکو لارې تړل شوې ندي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو ننګونو د حل لپاره خبرې روانې دي.
نوموړي د سیمې اړتیاوو او اقتصادي او تاریخي فرصتونو ته په نغوته کې ویلي: « مونږ په سیمه کې د سولې، پرمختګ او امنیت د پیاوړتیا غواړو او هڅه کوو، چې د پاکستان او افغانستان خلک یو بل ته نږدې کړو.»
په ایران کې د پاکستان سفیر زیاته کړې؛ د اسلامآباد بنسټیزه اندېښنه ترهګري ده او پر ضد یې اغېزمنو کړنو ته اړتیا ده؛ ځکه، چې تېر کال پاکستان درانده ځاني زیانونه ګاللي دي.
د تیپو د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان او افغانستان ترمنځ همکاري کولی شي په سیمه کې د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
دغه راز هغه ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر کابل ته په سفر کې د افغانستان له چارواکو سره پراخې لیدنې کړي، چې دوهاړخیزې ستونزې حل او له منځه ولاړې شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان له خاورې مو اندېښنه مشروع او پر ځای ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل د پاکستان تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او نور هېوادونه هم اړ دي، چې خپل امنیت پخپله ونیسي.
تازه خبرونه
په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بیا یوځای کېدا ملاتړ کوو- انډونیزیا
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي، جاکارټا به په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یو ځای کېدا له هڅو ملاتړ وکړي.
د انډونیزیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د ګلورا ګوند مشر انیس مټا په «ایکس» پاڼه کې لیکلي، چې د دوشنبې پر ورځ( د اګست پر څلیریشتمه ) یې د افغانستان له شعیب بریالي سره لیدنه کړې ده.
هغه ویلي، چې په دې لیدنه کې یې په مستقیم ډول په افغانستان کې د واکمنو چارواکو لهخوا د نړیوالو ژمنو د عملي کولو او له نړیوالې ټولنې سره د افعغانستان د بیا یوځای کېدا لپاره د زمینې برابرولو په اړه د هڅو د پرمختګ لپاره خبرې کړې دي.
مټا زیاته کړې، انډونیزیا به د رغنده تعامل له لارې له دې بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي، چې د افغانستان د خلکو ژوند ښه شي، ثبات ټینګ شي او د هغوی د هوساینې لپاره زمینه برابره شي.
دغه راز په جاکارټا کې د افغانستان د سفارت سرپرست قیس بارکزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې د انډونیزیا له رغنده تعامل څخه مننه کړې ده.
بارکزي ویلي، افغانستان له نړۍ سره پر ماناداره تعامل، د سولې او ثبات ټینګښت او په سیمه کې د همکارۍ د خوندي کولو لپاره پخپلو ژمنو ټینګار کوي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د ۴جي کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیون واوښت
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ويلي، په افغانستان کې د ۴جي خدمتونو د کاروونکو شمېر نږدې ۱۰ میلیون ته رسېدلی دی.
عنایتالله الکوزي په یوه انځوریز پیغام کې ویلي، چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۳۲ میلیون فعال سیمکارتونه شته او نږدې ۱۷ میلیون کسان له انټرنېټي خدمتونو ګټه اخلي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، نږدې ۱۰ میلیون کسان د ۴جي انټرنېټ له خدمتونو برخمن دي. په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا مخکې د ۴جي کاروونکو شمېر لږ څه له دوه میلیونو او د انټرنېټ د ټولو کاروونکو شمېر له ۱۰ میلیونو کم و.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي پوښښ پراخېدا مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي د پراختیا له لاملونو څخه بللي دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د قطر سفیر له ترکي ډیپلومات سره د مخهښۍ لیدنه وکړه
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
په افغانستان کې د قطر سفیر د ترکیې سفارت د مرستیال له دندې سره د مخهښې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا کې د هغه پر رول ټینګار وکړ.
په کابل کې د قطر سفارت ویلي، چې د دغه هېواد سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي په کابل کې د ترکیې د سفارت د ډیپلوماتیک پلاوي له مرستیال بلال امره سره د مخهښۍ لیدنه کړې ده.
دغه لیدنه په افغانستان کې د ترکي ډیپلومات د دندې له پای ته رسېدا سره هممهاله شوې ده.
د قطر سفیر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې د بلال امره له هڅو او همکاریو مننه کړې او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریا هیله کړې ده.
-
لوبی4 days agoآباسین ډیفنډرز د کابل خان روغتون کرکټ غوره لیګ د څلورم پړاو اتلولي وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoافغان پلاوي په بیلاروس کې له تولیدي کارخونو لیدنه وکړه
-
سوداگري1 day agoد افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ کموالی د پېښور سوداګریز چاپېریال ګواښي – ډاننیوز
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او تاجکستان پر پوله به پوځي فعالیتونو ته اجازه ور نهکړ شي – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه2 days agoولې منځګړي د افغانستان او پاکستان په اوربند ټینګولو کې پاتې راغلل؟
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoایران د امریکا نوي بندیزونه«د بېوسۍ نښه» بللې
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د ګوزڼ پېښې ۱۹ ته ورسېدې – د روغتیا نړیواله ټولنه
-
نړۍ1 day agoله اوکراین سره ۸۵ میلیارډ کرونه مرسته کوو – ناروې
