تازه خبرونه

د کابل او اسلام آباد  د کړکېچونو ریښه د ډیورنډ فرضي کرښه ده – زلمی خلیلزاد.

له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد ویلي: “پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان داخلي ستونزې لومړی رامنځته او بیا یې د یو ځواک په توګه د حل لپاره راودانګي او وښیي، چې کولی شي نړۍ سره د هغوی په حل کې مرسته وکړي؛ ځکه دا چلند له تېرو څو لسیزو راپدېخوا تعقیب شوی او اوس هم روان دی. د پاکستان د دې سیاست ریښه د ډیورنډ کرښې ستونزه ده.”

Published

on

Last Updated on: وږی ۶, ۱۴۰۴

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر دوه ګوني سیاست نیوکه کړې او وایي، چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ کړکیچونه د ډیورنډ کرښې په فرضي موضوع کې ریښه لري.

له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد ویلي: “پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان داخلي ستونزې لومړی رامنځته او بیا یې د یو ځواک په توګه د حل لپاره راودانګي او وښیي، چې کولی شي نړۍ سره د هغوی په حل کې مرسته وکړي؛ ځکه دا چلند له تېرو څو لسیزو راپدېخوا تعقیب شوی او اوس هم روان دی. د پاکستان د دې سیاست ریښه د ډیورنډ کرښې ستونزه ده.”

خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د پاکستان له جوړېدو راوروسته د پالیسیو د تکرار مخنیوی باید وشي.

هغه د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د ننګونو د پای ته رسولو لپاره بنسټیزې خبرې یو ښه انتخاب ګڼي؛ خو په دې شرط، چې پاکستان په صادقانه توګه عمل وکړي.

نوموړي له اسلام‌آباد سره د کابل پر مسوولانه خبرو د ټینګار ترڅنګ یادونه کړې، چې خبرې باید د بوټو او داوود خان تر منځ له بحثونو پیل شي.

خلیلزاد همدارنګه ایران د سوریې په جګړه کې د افغان کډوالو د وسیلې په توګه پر کارولو تورن کړ او له ایران څخه د کډوالو ایستل یې د احساساتو پر بنسټ یو غیرعادلانه او غیر معقول عمل وګاڼه.

هغه ویلي: “یو شمېر افغانان سوریې ته واستول شول او هلته ووژل شول؛ دوی د ایران پر استازیتوب تلي وه.”

هغه د تروریزم پر وړاندې د اسلامي امارت له مبارزې څخه خوښي وښوده؛ د واشنګټن او کابل اړیکې یې مثبتې و ارزولې او څرګندوي، چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ سیاسي اړیکې نشته؛ خو دا اړیکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مثبتې دي.

خلیلزاد د روسیې له‌خوا اسلامي امارت ته د مسکو مشروعیت یو لوی او مهم ګام یاد کړ؛ خو وایي: د نوي افغان حکومت په اړه د امریکا پالیسي بیا بېله ده او په راتلونکو درې میاشتو کې به اعلان شي.

هغه ویلي: “دا د روسیې له‌خوا یو لوی ګام و. د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت پالیسي تر بحث لاندې ده. زه هیله لرم، چې په راتلونکو درې میاشتو کې به پرېکړه وشي.”

په دې خبرو اترو کې هغه د افغانستان د واکمن رژیم پر چارواکو نیوکه وکړه، چې ښوونځي او پوهنتونونه یې د نجونو پر مخ تړلي دي.

خلیلزاد د اسلامي امارت او ښه سابقه لرونکو اشخاصو او خلکو ترمنځ تفاهم او خبرې اترې د هېواد د ستونزو د حل لار وګڼله او ټینګار یې وکړ؛ هغو کسانو، چې په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانانو څخه استثنايي فرصتونه اخیستي دي د افغانستان په راتلونکي کې رول نشي لوبولی.

Trending

Exit mobile version