تازه خبرونه
د کابل او اسلام آباد د کړکېچونو ریښه د ډیورنډ فرضي کرښه ده – زلمی خلیلزاد.
له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد ویلي: “پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان داخلي ستونزې لومړی رامنځته او بیا یې د یو ځواک په توګه د حل لپاره راودانګي او وښیي، چې کولی شي نړۍ سره د هغوی په حل کې مرسته وکړي؛ ځکه دا چلند له تېرو څو لسیزو راپدېخوا تعقیب شوی او اوس هم روان دی. د پاکستان د دې سیاست ریښه د ډیورنډ کرښې ستونزه ده.”
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پر دوه ګوني سیاست نیوکه کړې او وایي، چې د کابل او اسلامآباد ترمنځ کړکیچونه د ډیورنډ کرښې په فرضي موضوع کې ریښه لري.
له آریانا نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد ویلي: “پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان داخلي ستونزې لومړی رامنځته او بیا یې د یو ځواک په توګه د حل لپاره راودانګي او وښیي، چې کولی شي نړۍ سره د هغوی په حل کې مرسته وکړي؛ ځکه دا چلند له تېرو څو لسیزو راپدېخوا تعقیب شوی او اوس هم روان دی. د پاکستان د دې سیاست ریښه د ډیورنډ کرښې ستونزه ده.”
خلیلزاد ټینګار کړی، چې د افغانستان په اړه د پاکستان له جوړېدو راوروسته د پالیسیو د تکرار مخنیوی باید وشي.
هغه د کابل او اسلامآباد ترمنځ د ننګونو د پای ته رسولو لپاره بنسټیزې خبرې یو ښه انتخاب ګڼي؛ خو په دې شرط، چې پاکستان په صادقانه توګه عمل وکړي.
نوموړي له اسلامآباد سره د کابل پر مسوولانه خبرو د ټینګار ترڅنګ یادونه کړې، چې خبرې باید د بوټو او داوود خان تر منځ له بحثونو پیل شي.
خلیلزاد همدارنګه ایران د سوریې په جګړه کې د افغان کډوالو د وسیلې په توګه پر کارولو تورن کړ او له ایران څخه د کډوالو ایستل یې د احساساتو پر بنسټ یو غیرعادلانه او غیر معقول عمل وګاڼه.
هغه ویلي: “یو شمېر افغانان سوریې ته واستول شول او هلته ووژل شول؛ دوی د ایران پر استازیتوب تلي وه.”
هغه د تروریزم پر وړاندې د اسلامي امارت له مبارزې څخه خوښي وښوده؛ د واشنګټن او کابل اړیکې یې مثبتې و ارزولې او څرګندوي، چې د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ سیاسي اړیکې نشته؛ خو دا اړیکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مثبتې دي.
خلیلزاد د روسیې لهخوا اسلامي امارت ته د مسکو مشروعیت یو لوی او مهم ګام یاد کړ؛ خو وایي: د نوي افغان حکومت په اړه د امریکا پالیسي بیا بېله ده او په راتلونکو درې میاشتو کې به اعلان شي.
هغه ویلي: “دا د روسیې لهخوا یو لوی ګام و. د افغانستان په اړه د امریکا د نوي حکومت پالیسي تر بحث لاندې ده. زه هیله لرم، چې په راتلونکو درې میاشتو کې به پرېکړه وشي.”
په دې خبرو اترو کې هغه د افغانستان د واکمن رژیم پر چارواکو نیوکه وکړه، چې ښوونځي او پوهنتونونه یې د نجونو پر مخ تړلي دي.
خلیلزاد د اسلامي امارت او ښه سابقه لرونکو اشخاصو او خلکو ترمنځ تفاهم او خبرې اترې د هېواد د ستونزو د حل لار وګڼله او ټینګار یې وکړ؛ هغو کسانو، چې په تېرو دوه لسیزو کې یې له افغانانو څخه استثنايي فرصتونه اخیستي دي د افغانستان په راتلونکي کې رول نشي لوبولی.
تازه خبرونه
امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.
اسوشیټډ پرس خبري آژانس د یکشنبې پر ورځ د محکمې د اسنادو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت غواړي په دې هېواد کې نیول شوي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
د دغو اسنادو له مخې؛ امریکا په پام کې لري، چې د افغان کډوالو د لېږد بهیر د دوشنبې پر ورځ له لوییزیانا ایالت څخه پاکستان ته پیل کړي او وروسته یې افغانستان ته ولېږدوي.
د افغان کډوالو د حقونو مدافع ډلې«افغان ایوک» دغه پرېکړه غندلې او د هغو افغانانو د پخوانیو همکارانو په اړه یې د پایلو خبرداری ورکړی، چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه.
دغه پرېکړه د یو شمېر ډیموکراټو قانونجوړوونکو له نیوکو سره هم مخ شوې ده.
ډیموکراټ سناټور ریچارډ بلومنټال ویلي، چې امریکا له هغو افغانانو سره پر کړې ژمنې پښېمانه ده، چې د جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره همکاري کړې وه.
د ویرجینیا ایالت سناټور ټیم کین هم ویلي: « زموږ افغان همکارانو له امریکا سره د مرستې لپاره خپل هر څه له خطر سره مخ کړل. اوس ټرمپ غواړي د هغوی د کورنیو غړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ولېږدوي؛ د هغوی د سرښندنو په بدل کې خیانت کول د شرم وړ دي او په راتلونکو شخړو کې به د امریکا لپاره د مرستې ترلاسه کول خورا ستونزمن کړي.»
له دې مخکې د ټرمپ حکومت د افغانانو د بیا مېشتېدنې هغه پروګرام درولی و، چې د جوبایډن د حکومت پر مهال پیل شوی و.
تازه خبرونه
د داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.
سرچینو ويلي؛ د ترکیې وګړی او د داعش غړی اوغور بهادر د اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته د پاکستان د بلوچستان ایالت مستونګ سیمې ته تللی او هلته یې د داعش په یوه روزنیز کمپ کې روزنه ترلاسه کړې وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د کاظم زوی بهادر د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې نیول شوی دی.
د سرچینو د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې؛ بهادر د مستونګ په یوه روزنیز کمپ کې د روزنې په شپږمه دوره کې ګډون کړی و او هلته یې د« عبدالرحمان» مستعار نوم کاراوه. نوموړی له روزنې وروسته د نورو لارښوونو تر ترلاسه کولو پورې په «معاویه»نومي روزنیز مرکز کې پاتې شوی و.
سرچینو ويلي، د ۲۰۲۵ز.کال د فبرورۍ په وروستیو کې د داعش د مستونګ روزنیزو کمپونو له ویجاړېدا وروسته بهادر د دې ډلې د مشرانو پر لارښوونه له یو شمېر نورو غړیو سره د خیبرپښتونخوا ایالت اورکزو ولسوالۍ ته ولېږدول شو او وروسته یې د «عبدالله» تر مستعار نامه لاندې کاراوه.
بهادر په اورکزو کې لومړی د حمزه نومي د داعش د یوه سیمهییز قومندان په کور کې اوسېده. د فبرورۍ پر شلمه په تورسمت سیمه کې د حمزه له وژل کېدا وروسته؛ ویل کیږي، چې بهادر له هغې ډلې سره یوځای شو، چې مشري یې حاجي رحمان مشهور پر ابوناصر کوله.
د فبرورۍ پر اتهویشتمه په غلجو سیمه کې د یو لړ عملیات پر مهال د حاجي رحمان له وژل کېدا وروسته بهادر او د داعش یوه بل غړي یونس، چې د محمد زوی او پر یاسر مشهور و؛ هڅه وکړه پېښور ښار ته ولاړ شي.
د سرچینو پر وینا، پولیسو دغه دوه کسان د پلټنې په یو ځای کې د نشهیی توکو د قاچاقکوونکو پر تور ونیول شول؛ خو وروسته له داعش سره د هغوی د احتمالي تړاو په اړه خبر شول.
سرچینې ادعا کوي، چې د دغو کسانو نیول وروسته د یوې همغږې استخباراتي عملیاتو پایله وبلل شوه.
تازه خبرونه
امریکا د افغانستان او پاکستان د امنیتي اندېښنو په اوارولو کې د ونډې چمتووالی څرګند کړ- روبیو
روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ويلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان د امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
روبیو د شنبې پر ورځ د اټلانټا ښار په یوه خبري غونډه کې ویلي؛ پاکستان باور لري، چې اسلامي امارت د بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نهدي کړي.
مارکو روبیو ویلي: « څرګنده ده، چې مونږ نهغواړو پاکستان د ترهګریزو بریدونو هدف وګرځي؛ نو که د ترسره کولو لپاره کوم اغېزمن رول لوبول وي، مونږ به یې ترسره کړو.»
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې واشنګټن له اسلامي امارت سره« نږدې اړیکې نهلري».
روبیو زیاته کړې: «مونږ د ترهګرۍ مخالف یوو. پرته له دې، چې ترهګري له کوم ځایه سرچینه اخلي او څوک پر نښه کوي.»
پاکستان څو ځله اسلامي امارت تورن کړی، چې د پاکستان تحریک طالبانو ته اجازه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تل دا تورونه رد کړي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نهکارول کېږي.
-
تازه خبرونه4 days agoد ښځو حقونه باید د اسلامي شریعت په رڼا کې تأمین شي
-
نړۍ5 days agoد اسرائیلو ټاکنې؛ هیڅ سیاسي لوري اړین اکثریت نهدی ترلاسه کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آرمان افسي عمر ځواک ته ۵ پر ۱ ماتې ورکړه
-
لوبی5 days agoافغانستان د احمدزي، راشدخان او فاروقي پر ځلېدا زیمبابوی ته د ۳۷ منډو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoپه متقابلو بریدونو کې یو شمېر پاکستاني پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – د افغانستان دفاع وزارت
-
تازه خبرونه4 days agoتحول: له روسي پلوه ځواکونو سره یو ځای کېدا ته لېوالتیا
-
څار4 days agoڅار: د ژمې د رارسېدو په درشل کې افغانستان ته د کډوالو ستنولو چمتووالی
-
تازه خبرونه5 days agoد سیمې هېوادونه له امریکا پرته خپلې ستونزې حلولی شي – پزشکیان
