تازه خبرونه
په ننګرهار کې هوايي برید ۵ کسان ټپیان کړل
دا برید تېره شپه د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د استوګنې پر یوه کور ترسره شوی دی.
د ننګرهار والي دفتر څرګنده کړې، چې په دې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکې د برید له کبله پېنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
دا برید تېره شپه د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اړوند د استوګنې پر یوه کور ترسره شوی دی.
د ننګرهار والي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې په ټپیانو کې د درې ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پېنځه ټپیان روغتون ته وړل شوي او د دوی روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ندی.
دغه راز زیاته شوې، چې دې کورنۍ له وسلوالو ډلو سره هیڅ اړیکه نه درلوده او په برید کې د دوی د کور درې خونې ویجاړې شوې دي.
د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی د برید په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان سوله او ثبات غواړي؛ له ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې تعقیبوي او په نړیوالو چارو کې خپله بې طرفي ساتي.
هغه خبرداری ورکړ، چې دا ډول کړنې به د سیمې ثبات ته ګواښ رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د قزاقستان ولسمشر د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیمهییز مرکز د جوړولو قانون توشیح کړ
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایوف پر رسمي بڼه په الماتا کې د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرلهپسې پراختیایي اهدافو سیمهییز مرکز د جوړولو قانون تائید کړ.
دا قانون د چارشنبې پر ورځ لاسلیک شوی او د قزاقستان د حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ هغه هوکړهلیک تصویبوي، چې د ملګرو ملتونو د لومړي سیمهییز مرکز د فعالیت د پیل لپاره لار هواروي.
د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې دا مرکز به د تلپاتې پراختیا د هڅولو، د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو د پلي کولو لپاره په مرکزي آسیا او افغانستان کې کار کوي.
د جون پر یوولسمه د دې لایحې د معرفي کولو پر مهال د قزاقستان د سنا غړې بي بيګل ژیکسانبای دا مرکز د خپل هېواد لپاره سټراټیژیک اهمیت وباله او څرګندوي، چې په الماتا کې د هغې جوړول به د نړیوال ډیپلوماټیک او سوداګریز مرکز په توګه د ښار موقعیت نور هم پیاوړی کړي.
هغې زیاته کړې، چې دا اقدام به د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د قزاقستان د ملي لومړیتوبونو د وړاندې کولو فرصتونه زیات کړي، د قزاقستاني متخصصانو حضور به په نړیوالو بنسټونو کې لوړ کړي او د هغوی د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره به مرسته وکړي.
د دې هوکړهلیک له مخې، قزاقستان ژمنه کړې، چې له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې به هر کال درې میلیون ډالر داوطلبانه دې مرکز ته ځانګړي کړي. دا بودجه به د عصري تجهیزاتو، معلوماتي ټکنالوژۍ بېخبناوو، د اړیکو سیسټمونو او د مرکز د عملیاتي لګښتونو لپاره ولګول شي.
تازه خبرونه
افغانستان سولې ته رسېدلی، اوس اقتصادي پرمختګ ته اړتیا لري – ذبیحالله مجاهد
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ټولګډوږنه سیاسي بهیر د پیل په اړه د اروپايي ټولنې د ټینګار په غبرګون کې ویلي، چې په هېواد کې سوله او ثبات ټینګ شوی او اوس د افغانستان لومړیتوب اقتصادي هوساینه او پرمختګ دی.
مجاهد ویلي: «په افغانستان کې سوله او ثبات ټینګ شوی او خلک له جګړې، بېوزلۍ، اختلافونو او نښتو ژغورل شوي دي. پیاوړي امنیتي ځواکونه لرو، چې د هېواد ثبات ساتلی شي. اوس اړتیا ده، چې د افغانستان اقتصاد پخپلو پښو ودرېږي او د پام وړ پرمختګ وکړي.»
د اسلامي امارت ویاند له نړۍوالو هېوادونو هم غوښتي، چې د افغانستان په اړه د اندېښنو پر ځای له دغه هېواد سره خپلې اړیکې او تعاملات پراخ کړي.
هغه زیاته کړې:« مونږ هیله لرو، چې نور هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنه ونهلري او له افغانستان سره د خپلو اړیکو او تعاملاتو د پراخولو په اړه غور وکړي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې اروپايي ټولنې په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولګدونه سیاسي بهیر پر پیل ټینګار کړی او هغه یې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړین بللی دی.
د اروپايي ټولنې استازولۍ همداراز د بشري مرستو د بېخنډه رسېدا او د دغو مرستو د وېش په بهیر کې د ښځو د ونډې د تضمین غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت تل د ټولګډونه سیاسي بهیر موضوع د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې نور هېوادونه باید په دې برخه کې لاسوهنه ونهکړي.
تازه خبرونه
متقي او ډیکارلو د بشري مرستو پر اغېزمنتیا خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په سیاسي او د سولې د ټینګښت په چارو کې د ملګرو ملتونو له مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خپرې شوېخبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو او د مرستو د بهیر د اغېزمنتیا په اړه بحث او خبرې شوې دي.
روزمیري ډیکارلو د بشري فعالیتونو لپاره د اسلامي امارت د آسانتیاوو او همکاریو له آسانتیاوو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې دغه آسانتیاوې د مرستو د اغېزمن او پر وخت رسېدو لپاره مهمې دي.
هغې همداراز د یوناما اړوند د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او په افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو د روانو فعالیتونو په اړه توضیحات وړاندې کړل.
ویل کیږي، چې دواړو لوریو د متقابل تفاهم، رغنده تعامل او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
-
سوداگري4 days agoد امریکا او ایران له هوکړې وروسته د سرو زرو بیه لوړه شوه
-
نړۍ4 days agoپه فرانسه کې د جي۷ سرمشریزه د امریکا او ایران د هوکړې له اعلان سره هممهاله ترسره شوه
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان او پاکستان دې د کړکېچونو له زیاتېدا ډډه وکړي – بریټانیا
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت یو کال وغځاوه
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoهوکړې ته د امریکا او ایران د نږدېوالي راپورونه؛ د لاسلیک نېټه اوس هم ناڅرګنده ده
-
تازه خبرونه5 days agoد افغان ماشومانو د ژغورنې لپاره ۱۵ زره کیلومټره سفر؛ ملګرو ملتونو افغانستان ته د خوراکي مرستو د رسولو له ننګونو پرده پورته کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزنې کټارې لګول پر ځای کړنه وه – شهباز شریف
-
سوداگري5 days agoایراني پانګوال د افغانستان کانونو ته لېواله شول؛ کابل له بهرنیو پانګونو هرکلی وکړ
