تازه خبرونه
د کاسا – ۱۰۰۰ برښنا مزي پروژه وځنډول شوه
د کاسا – ۱۰۰۰ پروژه، چې د منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د برښنا مزي د غزولو لپاره د ۱،۲ میلیارد دالرو پر ارزښت پروژه ده، په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو له کبله وځنډول شوه.
یو شمېر تاجکستانيو چارواکو ویلي؛ په افغانستان کې د ګډوډۍ له کبله د کاسا ۱۰۰۰ برښنا لېږد پروژې کار ودرول شو.
دا څرګندونې د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د پلي کولو د څانګې مسوولینو ځینې رسنیو ته کړي.
دوی زیاته کړې؛ د دې پروژې کار به راتلونکي کال په قرغستان، تاجکستان او پاکستان کې بشپړ شي؛ خو په افغانستان کې به يي کار پټه ولاړ وي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا د تاجکستانيو چارواکو دا څرکندوني له حقیت لري بولي.
په پام کې وه، چې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې له لارې افغانستان ته ۳۰۰ میګاواته او پاکستان ته ۱۰۰۰ میګاواته برښنا ولېږدول شي. د دې پروژې مالي تمویل د آسیا پراختیا يي او نړیوال بانک لخوا کیده. دې بنسټونو په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، چې په افغانستان کې نورو اړینو چارو لکه پوهنې، کرنې، روغتیا او مهمو کورنیو پروګرامونو ته هم پام وکړي.
د تاجکستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق د څانګې مشر یوازې هیله څرګنده کړې، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره به له افغان لوري سره تماسونه ټینګ شي.
د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په اړه د تاجکستانيو چارواکو وروستۍ څرګندونې له حقایقو لیري بولي او زیاتوي، چې افغانستان چمتو دی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې پلي کولو ته ټولې آسانتیاوې برابرې کړي.
د اقتصاد وزارت مرستیال عبد الطیف نظري وایي؛ په افغانستان کې له بل هر وحت اوس پوره امنیت خوندي دی، شفافیت رامنځته شوی او مونږه د کاسا ۱۰۰۰ په ګډون د ټولو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کولو أپاره چمتوالي لرو او دا وروستۍ څرګندوني له حقایقو لرې دي.
که څه هم د اسلامي امارت مشرتابه تل ویلي، چې له سيمې او ګاونډ هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هڅه کوي، چې د لویو سیمه ییزو اقتصادي پروژو د پلي کیدو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د تاجکستانيو چارواکو وروستۍ څرګندوني له حقیقته لري بولي او زیاتوي ، چې په افغانستان کې تربل هروخت د لویو اقتصادي پروژو د پلي کیدو لپاره بستر برابر دی.
د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وایي: زه په پوره ډاډ ویلي شم، چې د تاجکستانيو چارواکو اداعا له حقیقته لري ده. په افغانستان کې اوس د لویو اقتصادي پروژو د عملي کیدو لپاره تر ټولو ښه فرصت رامنځته شوی او هیله لرو، چې ټولي هغه لويې سیمه ییزې اقتصادي پروژې په همدې وخت کې پلې شي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې؛ تاجکستان او قرغزستان د اوړي په موسم کې له اړتیا څخه زیاته برښنا تولیدوي، خو په ژمي کې وخت په وخت د برښنا له کمښت سره مخ کېږي، چې له کبله یې د سیمې له نوروهېوادونو تېل یا برښنا اخلي.
تازه خبرونه
سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمالالدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.
حقجو په فیضآباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشهيي توکو قاچاق ته ځانګړې نهکړي او په دې کار سره ځوانان پر نشهيي توکو اخته نهکړي.
حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشهيي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشهيي توکو په قاچاق کې پانګونه ونهکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمهییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.
دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.
د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.
د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.
د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.
چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
لوبی5 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار4 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول4 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
