Connect with us

تازه خبرونه

د کام ایر ښځینه کارمندانو د خپل لومړني الوت غوره جایزه تر لاسه کړه

خپور شوی

د

د کام ایر شرکت ښځینه کارمندانو او الوتڅارې، چې د روان کال په فبروري کې یې خپلواک الوت تر سره کړ؛ د ایرو ټایمز د غوره الوتنې جایزه وګټله.

ښځینه الوتڅارې ورونیکا بویسوا ایروټایمز ته ویلي، چې د الوتکې کارمندانو د الوتنې پرمهال د غه الوت پر اړتیا نه پوهېدل.

هغې ویلي: د ملګرو او همکارانو په څیر لیدل او الوت ته چمتوکېدو. مونږ یوازې دا غوښتل، چې مسافر له کابل څخه هرات ته ولېږدوو.

هغې زیاته کړې، چې د الوتکې کارمندان د هوایي شرکتونو لخوا تر ملاتړ لاندې ول؛ ځکه، چې الوتنه پوره زړهراکۍونکې وه.

ویرونیکا بویسوا په دې اړه ویلي؛ ښه!  ما فکر نه کاوه، چې دا الوتنه به افغانستان او هوایي شرکتونو دومره اړینه او تاریخي وي؛ خو کله، چې یې په اړه لیکنې او ویډیوګانې خپرې شوې؛ اړتیا یې هم ښکاره شوه.

د یورو ټایمز د څرګندونو له مخې؛ د فبرورۍ پر څلیریشتمه کله، چې مسافر الوتکې ته ورپورته شول؛ پوهیدل، چې څه روان دي.

د دغه الوت څارونکې عارفه احمدي څرګنده کړې؛ د مسافرینو لپاره دا یوه عادي الوتنه وه، خو دا زمونږ لپاره عادي، ځکه نه وه، چې د افغانستان په هوایي تاریخ کې میرمنو لومړنی الوت پیل کړی و. زه ویاړم ، چې د دې الوت د حارونکې په توګه غوره شوې وم.

میرمن احمدي په دې اړه ویلي؛ هغه څه، چې مونږ غوښتل نړۍ او په ځانګړي توګه افغان میرمنو ته یې وښیو هغه پر ځان د دوی باور دی، چې د خپلو موخو لپاره هڅې او زیارکالنې تر سره کړي.

د ایروټایمز د څرګندونو له مخې، لومړنۍ افغان ښځینه پیلوټې محدث میرزايي ویلي، چې دا الوت ورته زړهراکښونکی و.

هغې پدې اړه زیاته کړې؛ ماته دا د کار یوازنۍ خوندي ورځ وه او د زړه له کومي ورته په تمه وم.

هغې ویلي؛ زه غواړم نړۍ ته وښیم، چې ټولې ښځینه کارکوونکې الوتنې کولی شي. د ښځینه وو په توګه  مونږ کولی شو له نرینه وو سره اوږه پر اوږه کار وکړو او خلک هغه ځای ته ولېږدوو، چې غوښتونکي یې دي. مونږ کولی شو د خلک اړیکې سره ونښلوو. یو زوی او لور مور  او هر یو خپل ملګري ته ورسوو. هغه یوه عادي ورځ نه وه. یوه تجربه وه.

د ایرو ټایمز سلاکار ویګاوډاس اوساکاس، چې د جایزې د ورکړې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه وویل: زه فکر کوم، چې دا د افغانستان او نړۍ د خلکو لپاره یو ښه زیری و. په ځانګړي توګه په دې اړین وخت کې، چې د سولې خبرې روانې دي. د افغانستان راتلونکی د ښځو د آزادۍ او حقونو درناوي ته د مساوي فرصتونو له برابرولو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

په کونړ کې د پاکستان د توغندیزو بریدونو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

Published

on

د کونړ ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې د پاکستان پوځي رژیم له تېرو ۲۴ ساعتونو راپدېخوا د دې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو ۸۵ توغندي توغولي، چې له کبله یې دوه ملکي وګړي شهیدان او اته نور ټپیان شوي دي.

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر ضیاء‌الرحمن سپین‌غر ویلي، چې په ناړې ولسوالۍ کې یو کس شهید شوی او شپږ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې هم یو کس شهید شوی او دوه نور ټپیان دي.

دغه راز په شلتن، مروره، اسد آباد ښار شاوخوا او نورو سیمو کې لسګونه نور توغندي هم لګیدلي؛ خو د سپین غر د څرګندونو له مخې، خلکو ته په کې ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

سیمه‌ییزو چارواکو د افغان ځواکونو له‌خوا د غچ اخیستونکو بریدونو راپور هم ورکړی، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځي رژیم درې پوستې ویجاړې او یو پاکستانی عسکر وژل شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د کمېدا غوښتنه وکړه

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

Published

on

اروپایي ټولنې او د هغې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمیشنرۍ د پېنځه‌نویمې دایمي کمیټې په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه کړې او د خبرو اترو او د نړیوالو قوانینو د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

اروپايي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې له ټولو خواوو وغوښتل، چې د تاوتریخوالي له زیاتېدا ډډه وکړي، د ملکي وګړو ساتنه یقیني کړي او ځمکنۍ بشپړتیا وساتي.

دغه راز ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره باید د نورو هېوادونو د ګواښلو یا برید لپاره ونه‌کارول شي او د افغانستان له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې د هېواد دننه د فعالو وسلوالو ډلو پر وړاندې اغېزمنې هڅې وکړي.

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په نړیوالو بنسټونو کې یې د ښځو کاري محدودیتونه هم روښانه کړل.

دغه راز په تېرو دوه کلونو کې بله راپورته شوې مسله له ایران او پاکستان څخه د څه نا څه څلور میلیون افغانانو راستنېدا ده، چې د افغانستان پر نازک اقتصاد او عامه خدماتو یې اضافي فشار راوړی دی.

ویل کیږي ، چې اروپايي ټولنې د جبري ایستنې په اړه هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او د پناه غوښتنې حق او د نه شړلو اصل ته د درناوي پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان دیني عالمانو تر لوی اختر پورې د اوربند غځولو غوښتنه وکړه

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

Published

on

د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو یوې ډلې د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل، چې لنډمهاله اوربند، چې د کوچني اختر لپاره اعلان شوی و؛ تر لوی اختر پورې وغځوي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی و، چې د ځینو سیمه‌ییزو هېوادونو پر غوښتنه او د کوچني اختر په مناسبت به د مارچ د ۱۸ او ۱۹ له نیمې شپې څخه د مارچ د ۲۳ او ۲۴ تر نیمې شپې پورې اوربند کوي.

د ډان ورځپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د پاکستان ۱۱ دیني عالمانو او د افغانستان ۱۱ دیني عالمانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له دې نوښت څخه یې موخه د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ د کړکېچ لپاره د دوامدارې او باعزته حل لارې پرمخ وړل دي.

دغو عالمانو له پاکستاني او افغان چارواکو وغوښتل؛ اوربند دې وغځوي، چې حاجیان په سوله‌ییز چاپېریال کې حج او عبادات تر سره کړي.

دوی زیاته کړې، چې دا “د سولې نوښت” د اوربند له غوښتنې ورهاخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله مسلو د حل لپاره پراخې ډیپلوماټیکې او ټولنیزې هڅې رانغاړي.

عالمانو هیله څرګنده کړې، چې د دوی هڅې به د ښکېلو خواوو لپاره د منلو وړ حل لارې ته لار اواره کړي او د تلپاتې ثبات او سیمه‌ییزې سولې لپاره به د بنسټ په ایښودلو کې مرسته وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!