Connect with us

تازه خبرونه

د کب نهمه یا د سرتېري ورځ په هېواد کې ونمانځل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کب د نهمې په نمانځغونډه کې د ملي وحدت حکومت د مشرانو خبرې پر سوله راوڅرخېدی او د سرتېرو مبارزه نه یوازې برحقه بولي، بلکې د دوی په خبره پر افغان ځواکونو به پانګونه هم روانه وساتل شي.

له څو کلونو راپدیخوا هر کال د کب نهمه یا د سرتېري ورځ په شاندارو مراسمو کې نمانځل کیږي. سږ کال هم دا ورځ ونمانځل وشوه. د غونډو ویناوال حکومتي مشران ول.

ولسمشر محمد اشرف غني د کب د نهمې یا د سرتېري ملي ورځې په نمانځغونډه کې څرګنده کړه، چې سوله راروانه ده او د جګړې د دوام لپاره کوم دلیل ندی پاتې.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د افغان سرتېرو مبارزه برحقه بولي او وایي، چې افغان سرتېر په تېرو اتلس کلونو کې د سر په بدله نه یوازې بېلابېل زیار ګاللی، بلکې قربانۍ یې هم ورکړي دي.

ښاغلي داکتر عبدالله عبدالله زیاته کړې، چې د امریکایانو او طالب استازیو د قطر له ناستې حکومت ملاتړ کوي.

 د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد وایي، چې افغان ځواکونه هم سراسري سوله غواړي؛ خو داسې سوله، چې د افغانانو غرور او لاسته راوړنې په کې خوندي وي.

د افغان ځواکونو ملي ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې د سولې خبرو په اوج کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي عباس ستانکزي د افغان ځواکونو د منحلولوخبره کړې وه، چې په کور دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!