لوبی
د کرکت ملي لوبډله به راتلونکې میاشت سریلانکا ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر وکړي
د افغانستان کرکت بورد څرګنده کړی، چې د کرکت ملي لوبډله به د جون په لومړیو کې سریلانکا ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر وکړي.
د کرکت بورد د څرګندونو له مخې؛ کرکت ملپ لوبډله به د یاد هېواد په همبانتوتا ښار کې له کوربه لوبډلې سره د جون میاشتې پر دوهیمه، څلورمه او اوومه نېټه درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.
د سریلانکا کرکت ملي لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوس آووریز نړیوال جام سیالیو ته په مستقیمه توګه لار نده موندلې او باید یادو سیالیو ته د لارموندنې لپاره د یادو سیالیو په غوراوي پړاو لوبو کې برخه واخلي او په دغو سیالیو کې پایلوبې ته له رسېدو وروسته به نړیوال جام ته لار ومومي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ راتلونکې درې نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ به له کوربه لوبډلې سره د کرکت نړیوالې شورا د ۲۰۲۳ کال پنځوس آووریز نړیوال جام د غوراوي پړاو سیالیو لپاره په تیاریو کې مرسته وکړي، دغه راز به د روان کال د نړیوال جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په چمتووالي کې اغېزمن رول ولوبوي.
په دې اړه د افغانستان کرکت بورد اجرائیوي رییس نصیب خان وايي، چې د دغو درې نړیوالو سیالیو په اړه له سریلانکا کرکت بورد سره د خپلو خبرو اترو له پایلو خوښ دي.
نوموړي زیاته کړې، د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ سیالۍ د دواړو هېوادونو لپاره غوره تجربه وه، چې دواړو لوبډلو په کې غوره او ډېرې په زړه پورې سیالۍ وکړې او دا ځل هم ډېرو ښو سیالیو ته سترګې په لاره یوو.
د یادونې ده، چې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د تېر کال په نومبر میاشت کې سریلانکا ته سفر کړی او هلته یې د کوربه لوبډلې پر وړاندې درې نړیوالې یوورځنۍ سیالۍ ترسره کړې. دا به په شپږ میاشتو کې دوهیم ځل وي، چې د سریلانکا کرکت بورد د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکت ملي لوبډلې کوربتوب کوي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه20 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
تازه خبرونه3 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه24 hours agoد اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله
-
نړۍ1 day agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
