لوبی
د کرکت نړیوال جام لوبډلمشران د سیالیو له پیل څخه مخکې د بریاوو ډاډ څرګند کړ
د نرینهووکرکت نړیوال جام دیارلسم پړاو نن پنجشنبه د اکتوبر پر ۵ پیل کیږي او هغه ۱۰ لوبډلمشان، چې خپلې لوبډلې یې شپږاوونیزو سیالیو ته چمتو کړي؛ له سیالیو مخکې یې د بریاوو ډاډ څرګندوي.
دغه ۱۰ لوبډلمشران، چې په راتلونکیو ۴۸ ورځو کې به د خپلو بریاوو لپاره هڅې وکړي؛ د چارشنبې پر ورځ یې د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د هند د لوی راوی شاستري او د انګلستان نړیوال جام ګټونکی لوبډلمشر ایون مورګان سره یوه تعاملي ناسته ترسره کړه.
د هند لوبډلمشر روهیت شرما ډاډ څرګند کړ، چې دغه سیالۍ به په هېواد کې د کرکت له پراخ ملاتړ څخه برخمنې وي.
هغه وایي، چې نړیوال جام ګټل د ماشومتوب خوب و.
نوموړي ویلي؛ تاسې پوهیږئ، چې دلته ناست هر مشر غواړي د خپل هېواد لپاره یو څه ترلاسه کړي. دا هغه څه دي، چې بشپړ ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې: زه ډاډه یم، چې خلک به له دې سیالیو سره ډېره مینه ولري؛ لوبغالی به له ګڼې ګوڼې ډک وي. په هند کې خلک له کرکت سره هومره مینه لري څومره، چې له خپلې لوبډلې سره مینه کوي؛ خو ډاډه اوسئ، چې دا به یوه ستره سیالۍ وي.
د نړیوال جام د اتلولۍ پېنځه ځله ګټونکي استرالیایي لوبډلمشر پت کامینز د هند او پاکستان ترمنځ سیالۍ ته سترګې پر لار دی، چې د تلې پر ۲۲ / د اکتوبر پر ۱۴ په احمد آباد کې ترسره شي.
د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم د خپلو کوربهنو میلمه پالنه خوښه کړه او هیله یې وښوده، چې په ټوله نړۍ کې به مینهوال د کرکت له دې معیاري لوبو خوند واخلي.
د انګلستان د دفاعي اتلانو لوبډلمشر جوس بتلر ویلي، چې لوبډله به یې سیالې لوبډلې سره مخ شي او بیا به هم بری خپل کړي.
افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي، چې په درېیم نړیوال جام کې د افغانستان مشري کوي، تمه لري، چې ګڼه ګوڼه او شرایط به یې ملاتړ وکړي.
د بنګله دیش لوبډلمشر شکیب الحسن د ICC د نرینه وو په یو ورځنیو کرکت نړیوال جام کې له خپلې لوبډلې ډاډمن دی او وایي: زه فکر کوم، چې مونږ ښه چمتووالی نیولی دی. اوس د دې وخت دی، چې مونږ یې ښه ننداره وکړو. زمونږ لوبډله چمتو ده او د هېوادوالو هیلې به ترسره کړو.
د هالند کپتان سکات ادواردز په حیدراباد کې د پاکستان پر وړاندې د یوې په زړه پورې سیالۍ په اړه خبرې وکړې، چې لوبډلې ته یې په پام کې نیولې ده.
د سویلي افریقا لوبډلمشر تیمبا باوما ویلي، چې ډېر لږ لوبډلې به د هند پر شرایطو له ښه پوهیدو څخه به ځانګړې ګټه پورته کړې.
هغه وایي: یوشمېر لوبډلې په هند کې لوبیدلي، په هند کې یې ښه لوبه کړې؛ نو زه به واقعیا ونه وایم، چې دا زموږ لپاره ګټه لري. زما په اند ټول هغه څه، چې مونږ یې کولی شو د هغو هلکانو لپاره دي، چې تجربه او پوهه لري. دوی کولی شي، چې لوبډلې ته یې وړاندې کړي یا زمونږ د ستراتیژیو او پلانونو له مخې یې وکاروي.
د سريلانکا لوبډلمشر داسون شاناکا له ټپي کيدو سره – سره په نړيوال جام کې د وينا کولو په لټه کې شو او وایي: وګورئ! زمونږ لپاره په زړه پورې وخت دی. تاسې پوهیږئ، چې د یوې ډلې په توګه مونږ نړیوال جام ته سترګې پر لار یوو.
د نیوزیلند کین ویلیمسن، چې په تېر کې یې دوه ځله نړیوال جام فاینل ته لار موندلې باور لري، چې هرڅوک په سیالۍ کې نوي پیل لري.
هغه څه، چې تاسې ورته اړتیا لرئ:
لومړۍ لوبه به د پنجشنبې پر ورځ په احمد آباد کې انګلستان او نیوزیلند وکړي. فائنل به د نومبر پر ۱۹ نېټه وي۔
شپږ ورځنۍ لوبې به په ځايي وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو پیل شي؛ خو هره بله لوبه به د شپې پر ۲ بجو پیل کیږي.
که څه هم د دواړو نیمه پایلوبو لپاره د باران په صورت کې ریزرو ورځې شتون لري؛ خو ټاکل شوې، چې د نومبر پر ۱۵ او ۱۶ په ممبي او کلکته کې ترسره شي.
د افغانستان لومړۍ لوبه به د اکتوبر پر اوومه نېټه د سې شنبې پر ورځ د بنګله دېش په دھرم شالا کې ترسره شي.
د افغانستان لوبې په لاندې ډول دي؟
- افغانستان د بنګله دېش پر وړاندې: شنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مه، دھرم شالا
- افغانستان د هند پر وړاندې: چارشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۱، ډیلي
- افغانستان د انګلستان پر وړاندې: شنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۴، ډیلي
- افغانستان د نیوزیلند پر وړاندې: چارشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱۸، چنای
- افغانستان د پاکستان پر وړاندې: دوشنبه، د اکتوبر ۲۳، ۲۰۲۳، چنای
- افغانستان د سریلانکا پر وړاندې: دوشنبه، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۳۰، پونی
- افغانستان د هالند پر وړاندې: جمعه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۳، لکنو
- افغانستان د استرالیا پر وړاندې: سې شنبه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۷ ، ممبي
- افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې: جمعه، د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۱۰، احمد آباد
آریانا تلویزیون شبکه به د پنجشنبې پر ورځ د انګلستان او نیوزیلند ترمنځ لوبه په ژوندۍ بڼه خپروي.
د لوبې دمخه خپرونې د غرمې پر ۱۲ بجو پیلیږي او لوبه به د ماسپښین پر ۱ بجه پیل شي.
لوبی
په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.
لوبی
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.
د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.
دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.
د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.
لوبی
افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه
بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابتها از افغانستان نمایندگی کنند.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزهوهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.
دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.
افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.
-
تازه خبرونه1 day agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
نړۍ2 days agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
تازه خبرونه9 hours agoبرلین د اسلامي امارت استازی د افغان سفارت د چارسمبالي په توګه نه پېژني
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
نړۍ15 hours agoپه کولمبیا کې د پوځي الوتکې غورځېدا له کبله ۶۶ کسان مړه شوي او ۴ نور ورک دي
