تازه خبرونه
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان په یو ځانمرگي برید کې ووژل شو
د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان تېره شپه په یو ځانمرگي برید کې ووژل شو.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا درانی د دغه خبر په تائیدولو وایي، چې:
تېره شپه یو برید کونکي خپل چاودیدونکي توکي د دغې ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې دننه کړي او چاودنه یي ورکړي، چې په کې دوهه یم څارن عبدالمناف له دوه ساتونکیو سره ووژل شو او شپږ نور سرتېري ټپیان دي.
دراني وایي، چې د دوه ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
تازه خبرونه
د قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس ترسره شو
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کنفرانس کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د هېواد په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ د رول او حیثیت په اړه پراخ او بشپړ بحث وړاندې کړ.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز د “د قطر په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ” تر سرلیک لاندې یو علمي کنفرانس ترسره کړ.
د بهرنیو چارو وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ په دې کنفرانس کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د هېواد په بهرني سیاست کې د منځګړیتوب ډیپلوماسۍ د رول او حیثیت په اړه پراخ او بشپړ بحث وړاندې کړ.
په دې پروګرام کې د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو څانګو پر یو شمېر چارواکو او کارمندانو سربېره د نړیوالو اړیکو څيړونکو او همدارنګه د هېواد د پوهنتونونو د نړیوالو اړیکو استادانو او زدهکړیالانوهم ګډون درلود.
قطر د افغانستان په اړه د ډېرو غونډو کوربتوب کړې او اسلامي امارت تل قطر ته د یو باوري منځګړي په توګه کتلي او له نړۍ سره یې د خبرو او تعامل په برخه کې رغنده رول لوبولی؛ خو دې هېواد له اړتیا سره سم د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ونشو کړی.
تازه خبرونه
متقي د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره پر سیمهییزو همکاریو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګونه مثبت و ارزول او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنا لرونکو اړیکو له پیاوړتیا سره د ټاپي پروژې عملي کار د هرات له لارې پیل شوی او د اوسپنې پټلۍ او د برښنا د لېږد (تاپ) پروژې هم د تطبیق په درشل کې دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر پراخېدا دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ویډیويي اړیکې له لارې د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکي کال د پلانونو په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګونه مثبت و ارزول او څرګندوي، چې د افغانستان اسلامي امارت او ترکمنستان ترمنځ د معنا لرونکو اړیکو له پیاوړتیا سره د ټاپي پروژې عملي کار د هرات له لارې پیل شوی او د اوسپنې پټلۍ او د برښنا د لېږد (تاپ) پروژې هم د تطبیق په درشل کې دي. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو اړیکې مخ پر پراخېدا دي.
دغه راز رشید مردوف د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ تاریخي او دوستانه اړیکو ته په نغوته(اشاره ) کې د بېلابېلو کچو پر سر د اړیکو له پراختیا هرکلی وکړ او د اقتصادي پروژو د تطبیق، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو د سفرونو او د راتلونکو پروګرامونو د ترسره کېدا په برخه کې پر ګډه همغږۍ ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د همکاریو او سیمهییزو خبرو اترو پیاوړتیا؛ په ځانګړي توګه د افغانستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو ترمنځ، مهمه او ارزښتناکه وبلله.
تازه خبرونه
د افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور شرکت به له ګازي سرچینو څخه د ۴۰ میګاواټ برښنا د تولید وړتیا ولري او د هېواد د بېلابېلو سکټورونو برښنايي اړتیاوې به پوره کړي.
د افغانستان برښنا شرکت له بیات پاور شرکت سره د برښنا د تولید ۱۰ کلن تړون لاسلیک او غځولی او دا ګام د افغانستان د انرژۍ په سکټور کې اړینه دولتي– خصوصي ملګرتیا نوره هم پیاوړې کوي.
د دې قرارداد له مخې؛ بیات پاور شرکت به له ګازي سرچینو څخه د ۴۰ میګاواټ برښنا د تولید وړتیا ولري او د هېواد د بېلابېلو سکټورونو برښنايي اړتیاوې به پوره کړي.
پر دې سربېره دواړو لوریو یو تخنیکي هوکړهلیک هم لاسلیک کړی، چې موخه یې د عملیاتي همکاریو پیاوړتیا ده.
بیات پاور د افغانستان د برښنا تر ټولو ستر تولیدوونکی او پراختیا ورکوونکی خصوصي شرکت دی او دا مهال «بیات پاور–۱» د هېواد لومړنی عصري برښناکوټ دی، چې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي.
دا برښناکوټ د هېواد پر کچه کورنیو او سوداګریزو بنسټونو ته ارزانه، باوري او د چاپېریال له پلوه خوندي برښنا برابروي.
دا قرارداد د دواړو لوریو ترمنځ د یو لړ غونډو له ترسره کېدا وروسته د برښنا شرکت د اجرائیوي رییس ملا عبدالحق آخوند او بیات پاور د رییس ډاکټر احسانالله بیات ترمنځ لاسلیک او وغځول شو.
برښنا شرکت له دې هڅې هرکلی کړی او وایي، چې د سېشنبې پر ورځ د برښنا د تولید د وړتیا زیاتولو په اړه هم خبرې شوې دي.
ډاکټر احسانالله بیات له آریانا ټلویزیون سره په مرکه کې له د افغانستان برښنا شرکت سره د دې تړون لاسلیک او غځېدا یو مثبت ګام وباله او څرګندوي، چې بیات پاور به د افغانستان د خلکو ملاتړ روان ساتي؛ کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو، سوداګریزو بنسټونو او بنسټیزو خدمتونو ته به باوري، ارزانه او پرلهپسې برښنا برابره کړي.
نوموړي زیاته کړې: « دا نوې تازه شوې همکاري مو افغانستان ته له اوږدمهاله ژمنتیا څرګندونه کوي. په بیات پاور کې مونږ انرژي یوازې برښنا نهبولو، بلکې دا د ثبات، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د څرنګوالي او کیفیت د ښهوالي بنسټ هم ګڼو.»
احسان الله بیات ټینګار کړی: « بیات پاور د افغانستان خلکو ته پر خدمت کولو ویاړي. مونږ ژمن یوو، چې پر کور دننه د انرژۍ تولید پراخ کړو او د برښنا د بنسټونو د پیاوړتیا لپاره له برښنا شرکت سره نږدې همکاري ولرو.»
نوموړي زیاته کړې: « د یوه ملي پانګهوال په توګه زمونږ مسوولیت له سوداګرۍ ډېر لوړ دی؛ بیات پاور ژمن دی، چې د داخلي انرژۍ پر سرچینو پانګونه وکړي او د هېواد د اوږدمهاله پراختیا له لارې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.»
بیات پاور له طبیعي ګاز څخه د برښنا د تولید مخکښ دی او په تېرو څلوېښت کلونو کې لومړنی خصوصي شرکت دی، چې په افغانستان کې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي. دا څو میلیون ډالري پروژه د زیمنس انرژۍ شرکت د SGT-A45 ګرځند ګازي توربین کاروي، چې د لوړ ګټورتوب له کبله غوره شوی دی.
دا برښناکوټ، چې د هېواد د شمال په جوزجان ولایت کې موقعیت لري؛ دا مهال سلګونو زرو پېرېدونکو ته برښنا برابروي او هر کال له ۳۰۰ میلیون کیلوواټساعته څخه ډېره برېښنا تولیدوي.
دا پروژه د یوې نوښتګرې دولتي– خصوصي ملګرتیا په توګه د بیات پاور، زیمنس انرژۍ، د افغانستان دولتي ادارو (د کانونو او پټرولیم وزارت، د اوبو او انرژۍ وزارت، افغانګاز، د افغانستان برشنا شرکت) او نړیوالو همکارانو پر ګډون رامنځته شوې ده.
بیات ګروپ همدارنګه په افغانستان کې تر ټولو ستر خصوصي پانګهوال هم دی او بیات پاور یوازنی شرکت دی، چې په هېواد کې له طبیعي ګاز څخه برښنا تولیدوي.
د یادونې ده، چې د زیمنس انرژۍ SGT-A45 توربین یوازې بیات پاور کاروي او دا مهال په ټوله نړۍ کې د خپلې بڼې یوازنی فعال توربین دی.
-
لوبی3 days agoنن د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال ملتونو جام پیلېږي
-
تازه خبرونه1 day agoد افغانستان برښنا شرکت او بیات پاور ترمنځ د برښنا د تولید لس کلن تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoد ملګرو ملتونو مرستیالې په افغانستان پر ښځو د لګېدلو بندیزونو د لغوه کېدا غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه راتلونکو ۵ کلونو کې به افغانستان د سیمهییزې همکارۍ مهم لوبغاړی وي
-
لوبی17 hours agoد ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه
-
تازه خبرونه4 days agoبلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي
-
لوبی4 days agoد افغانستان فوټسال ملي لوبډله په آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره انډونیزیا ته ورسېده

