Connect with us

تازه خبرونه

د کندهار په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې د سربو او جستو د استخراج چارې پیل شوې

خپور شوی

د

Last Updated on: غبرګولى ۲۰, ۱۴۰۲

د کندهار ولایت په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې زاهدان نومي د سربو او جستو کان پر پېنځه کلن تړون يوه خصوصي شرکت ته ورکړ شوی، چې د استخراج چارې یې عملاً پيل شوې .

د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ په لرې پرته سيمه دره نور کې د زاهدان  نومي د جستو او سرپو کان، چې د لومړي بلاک د استخراج چارې يې د پېنځه کلونو لپاره المحمود احمدي خصوصی شرکت د داوطلبې له لارې ګټلي؛ د استخراج چارې يې په عملي توګه پيل شوې.

د کندهار د کانونو او پتروليم ریيس عبدالحنان حامد ويلي؛ دا شرکت مکلف دی، چې د دې کان د استخراج په مقابل کې د زابل ولايت له شهر صفا ولسوالۍ څخه د دې ولايت ترمرکزه د کابل – کندهار د لويې لارې څه د پاسه ۷۲ کيلومتره سړک هم په پاخه او اساسي ډول ورغوي .

د المحمود خصوصي شرکت مسوولين هم ډاډ ورکوي، چې دا کان به پر فني او مسلکي توګه استخراجوي او په مقابل کې به يې ورسپارل شوې چارې هم صادقانه تر سره کوي .

د المحمود احمدي خصوصي شرکت مشر حاحي رحيم الله وایي: د دغه معدن استخراج به په ښه او صحي توګه ترسره کړو او د دغه معدن په مقابل کې سړک هم جوړوو او په هغه کې هم ښه په پوره ایمانداري سره به کار وکړو.

د يادونې ده، چې په تېرو کلونو کې به دهېواد کانونه د زورواکو له لوري پخپل سر او غير مسلکي استخراجېدل، چې پیسې به یې شخصي جېبونوته لوېدلې؛ خو اوس دولت د کانونو په استخراج کې روڼتیا او په تر لاسه شويو عواېدو يې د عام المنفعه پروژو عملي کولو ته ځان ژمن بولي.

تازه خبرونه

سوداګر دې قانوني پانګونه وکړي – د بدخشان والي مرستیال

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

Published

on

د بدخشان ولایت د والي مرستیال جمال‌الدین حقجو له سوداګرو غوښتي، چې خپلې پانګې په قانوني او تولیدي برخو کې ولګوي او د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي.

حقجو په فیض‌آباد ښار کې د افغان ملي بانک د پرانیستلو د مراسمو پر مهال له سوداګرو وغوښتل، چې د شتمنېدا لپاره خپلې پانګې د نشه‌يي توکو قاچاق ته ځانګړې نه‌کړي او په دې کار سره ځوانان پر نشه‌يي توکو اخته نه‌کړي.

حقجو وویل، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه کسان په نشه‌يي توکو روږدي دي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې د نشه‌يي توکو په قاچاق کې پانګونه ونه‌کړي.

دغه راز په دې مراسمو کې نورو سیمه‌ییزو چارواکو له ولس وغوښتل، چې د حکومت پر وړاندې د درېدا پر ځای دې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

دوی ویلي؛ د اقتصادي فعالیتونو پراختیا کولی شي د بېوزلۍ او نورو هغو ستونزو په کمولو کې مرسته وکړي، چې زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.

چارواکو له بانکونو او سوداګرو هم وغوښتل، چې خپل فعالیتونه د اسلامي اصولو له مخې ترسره کړي.

د افغان ملي بانک نوې پرانیستل شوې څانګه به د بدخشان اوسېدونکو ته بانکي خدمتونه وړاندې کړي.

د بانک ملي بانک چارواکي وايي؛ هغه دولتي کارکوونکي، چې معاشونه یې د دې بانک له لارې ترلاسه کیږي؛ د بانک د تګلارې له مخې به د پور له خدمتونو هم برخمن شي.

د بدخشان اوسېدونکو د دې څانګې پرانیستل بانکي خدمتونو ته د لاسرسي د آسانتیا لپاره مهم وبلل او له بانکونو یې وغوښتل، چې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم خپلې څانګې پرانیزي.

چارواکو له سوداګرو او دولتي ادارو وغوښتل، چې د پانګونې او د بانک له خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې له لارې د دغه بانک ملاتړ وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو د «حال‌وش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووه‌ویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.

هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.

محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بې‌احتیاطي بللې ده.

 
Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

Published

on

د اسلامي همکاریو ټولنې اعلان کړی، چې د افغانستان په اړه د دې ټولنې د تماس ډلې غونډه به د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شي.

د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.

د غونډې موخه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو ترمنځ د نظرونو همغږي او د دغه هېواد د وضعیت په تړاو د ګډ دریځ پیاوړتیا بلل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د یواتیاومې عمومي غونډې په څنډه کې به د اسلامي همکاریو ټولنې د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ غونډه هم ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزیرانو په دې کلنۍ غونډه کې به د اسلامي نړۍ پر مهمو موضوعاتو سربېره د افغانستان وضعیت او له دغه هېواد سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې وشي.

د اسلامي همکاریو ټولن د افغانستان د وضعیت په اړه د تماس ډله کې د غړیو هېوادونو استازي شامل دي او دغه ډله د افغانستان اړوند د بحثونو او د نظرونو د همغږۍ لپاره جوړ شوې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!