سوداگري
د کورنیو او بهرنیو شرکتونو امنیت ته دې پاملرنه وشي ـ ملابرادر
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد شمال ته په خپل سفر کې له سیمه ییزو چارواکو وغوښتل، چې د بهرنیو او کورنیو قراردادي شرکتونو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، چې د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور یې ملتیا کوله په بلخ ولایت کې د خپل تازه سفر پر مهال د سرپل، سمنګان ، بلخ او جوزجان ولایتونو مسوولینو او ددې ولایتونو د کانونو له رییسانو او د ۲۰۹ الفتح قول اردو له مسوول سره ولیدل او د کانونو د استخراج، انتقال او د قراردادونو د تطبیق په برخه کې یې د روڼتیا، په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو د پروسې چټکتیا، شفافیت او فني توګه د را ایستلو، په اړه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د مجلس ګډونوالو ته په ډاګه کړې ده؛ کانونه د دې هېواد سرمایه او د ملي عوایدو د جوړولو بنسټیزه سرچینه ده. د دې ملي شتمنۍ په ساتنه او د شفافیت په رامنځته کولو کې پوره هڅه وکړئ. امنیتي مسوولینو باید په اړوند ولایتونو کې د کورنیو او بهرنیو قراردادیانو امنیت ته پوره توجه وکړي او هیڅوک پرې نږدي، چې د هېواد د راپور ته کېد لو لپاره کېدونکې هلې ځلې اخلال کړي.
د خصوصي سکتورغړي هم د هېواد شمال ته د ریاست الوزرا د مرستیال سفر اړین بولي او زیاتوي، چې له دې سره په هېواد کې پانګوال د مصونیت احساس کوي، چې دا پخپله د پانګوالو د هڅونې لامل کیږي.
د خصوصي سکتور غړی عبد النصیر رشتیا وایي: زما له نظره د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال سفر شمال ته پخپله د دې معنا لري، چې اسلامي امارت لپاره په هېواد کې اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅه کوي او له دې سره خصوصي سکتور باوري کیږي.
د اقتصادي چاروکارو پوهان هم د کانونو په برخه کې پر پانګونې ټینګارکوي او زیاتوي؛ د کانونو استخراج کولی شي، چي د هېواد اقتصادي بحران مدیریت کړي.
اقتصادي شنونکی کمال الدین کاکړ وایي: زمونږ کانونه که په منظم ډول سره استخراج شي؛ نو کولی شي د هېواد اقتصادي بحران مدیریت کړي، خو مونږ باید دا خبره په ذهن کې ولرو، چې دا منابع خلاصدیونکي دي او باید دقیق مدیریت یی وشي.
د خصوصي سکتور غړي هم د هېواد د کانونواو پطرولیم له وزارته غوښتنه کوي، چې د کانونو د استخراج په سکتور کې د پانګونې بهیر نور هم ګړندی کړي.