تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت پلاوي چین ته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي زینالله عابر پر مشرۍ دغه پلاوي د سپټمبر پر اتمه د چین پر رسمي بلنه په لیانیونګانګ ښار کې پیل شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی و. په دې کنفرانس کې د ۱۲۷ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو، لوړپوړیو مسوولانو او د نړیوالو امنیتي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
د کورنیو چارو وزارت درې کسیز پلاوي په چین کې د نړیوال امنیتي کنفرانس له ګډون، د دغه هېواد له امنیتي او اداري مسوولانو او د بېلابېلو هېوادونو له استازیو سره له لیدنو وروسته خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر رییس مولوي زینالله عابر پر مشرۍ دغه پلاوي د سپټمبر پر اتمه د چین پر رسمي بلنه په لیانیونګانګ ښار کې پیل شوي نړیوال امنیتي کنفرانس کې ګډون کړی و. په دې کنفرانس کې د ۱۲۷ هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو، لوړپوړیو مسوولانو او د نړیوالو امنیتي بنسټونو استازو ګډون کړی و.
پلاوي د کنفرانس په درې واړو برخو کې فعاله ونډه واخیسته؛ د امنیتي موضوعاتو په اړه یې د ګډونوالو ویناوې واورېدلې، له چینايي امنیتي او اداري مسوولانو سره یې کاري ناستې وکړې او د دغه هېواد له امنیتي او شرطې(پولیسو) اړوند ادارو څخه یې لیدنې وکړې.
د کنفرانس په اصلي غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د مقام سر یاور عبدالرحیم ثاقب د اسلامي امارت د امنیتي تګلارې، د هېواد د امنیتي وضعیت او په دې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه پراخه وینا وکړه. د نوموړي وینا هممهاله د کنفرانس ګډونوالو ته پر څو ژبو وژباړل شوه.
د اسلامي امارت پلاوي د کنفرانس په څنډه کې د چین د عامه امنیت وزارت له امنیتي او تأمیناتي مسوولانو سره هم کاري لیدنه وکړه.
دغه راز یې د متحده عربي اماراتو، لیبیا، تاجکستان، الجزایر، تونس، ایران، سوریې، عراق، پاکستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو له استازیو سره بېلابېلې لیدنې وکړې.
د سفر پر وروستۍ ورځ دې پلاوي د سوژو ښار د عامه خدمتونو له یوې ادارې څخه هم لیدنه وکړه او وروسته یې په چین کې د اسلامي امارت له سفارت سره پر لیدنه خپل اووه ورځنی کاري سفر پای ته ورساوه.
په دې سفر کې د زینالله عابر ترڅنګ عبدالرحیم ثاقب او د کورنیو چارو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ لوی رییس محمد ناصري هم ګډون کړی و.