Connect with us

تازه خبرونه

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د جاپان له پخواني او نوي سفیر سره وکتل

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني په کابل کې د جاپان له پخواني سفیر تاکاشي اوکادا او د هغه له ځای ناستي تاکویوشي کورومایا سره وکتل.

تاکاشي اوکادا د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته د هرات د وروستۍ پېښې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې له زلزله ځپلو سره به څلور میلیون دالر مرسته وکړي.

په دې کتنه کې تاکاشي اوکادا په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د خپل هېواد د لاسته راوړنو په اړه هم خبرې وکړې.

اوکادا په هېواد کې د امنيتي وضعيت ستاينه وکړه او څرګندوي، چې له کومې وېرې او ستونزې پرته يې د کندهار او باميانو په ګډون د افغانستان ټولو سيمو ته سفرونه کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي له اوکادا څخه په هېواد کې د ترسره شویو کارونو له کبله مننه وکړه او تاکویوشي کورومایا ته یې هېواد ته ښه راغلاست ووایه.

 سراج الدین حقاني ويلي: جاپان تل له افغانانو سره مرسته او همدردي کړې او دا روحيه د سفيرانو په ښه ماموريت کې څرګندېږي.

د حقاني د څرګندونو له مخې؛ د دواړو هېوادونو تاريخي اړيکو ته په پام سره جاپان د افغانستان په بيارغونه کې رغنده رول لوبولى شي. سراج الدین حقاني د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکو ته په نغوته کې څرګنده کړې، چې جاپان کولی شي د افغانستان په بیارغونه کې رغنده رول و لوبوي.

تازه خبرونه

د امیر لارښوونې د هېواد په خیر دي – سراج‌الدین حقاني

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

Published

on

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د خوست ولایت په لوی جومات کې د خپلې وینا پر مهال ویلي: هغه څه، چې د امیر له لوري په یوه ټاکلي چوکاټ کې د مسوولانو لپاره ځانګړي شوي؛ ټول د هېواد او ولس په خیر دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت مسوولان دغه لارښوونې په بشپړه توګه مني او ځانونه د هغو پلي کېدا ته ژمن بولي.

سراج‌الدین حقاني زیاته کړې؛ اسلامي امارت بې‌پالیسۍ ندی او د واحد مشرتابه تر رهبرۍ لاندې په یوه منظم او جوړ شوي چوکاټ کې پر مخ روان دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د اسلامي امارت چارواکو پر ځلونو د یووالي پر اړتیا، له رهبرۍ اطاعت او د ټاکل شوي چوکاټ په دننه کې د پالیسیو پر سمې پلي کېدا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان عامې روغتیا وزیر هند ته سفر وکړ

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د هند د حکومت پر رسمي بلنه د یوه پلاوي پر مشرۍ هغه هېواد ته روان شو.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو پروګرامونو د تنظیم پر موخه ترسره کېږي.

د خبرپاڼې له مخې؛ نورجلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو په ځانګړي توګه د روغتیایي سکټور له مسوولانو سره بېلابېلې لیدنې ولري او د سفر په لړ کې به په ټاکل شويو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

همدارنګه به د افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوند موضوعاتو په اړه ناستې ترسره کړي.

ویل کیږي، چې له دې سفر سره به د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو نوی پړاو پیل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي امارت رهبر د شریعت پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار وکړ

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

Published

on

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د اسلامي امارت رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده په کندهار ولایت کې د یو شمېر وزارتونو او ادارو د مسوولانو درې‌ورځنی اصلاحي سمینار ته د وینا پر مهال د اسلامي شریعت د اوصولو پر پلي کېدا او رښتیني خدمت ټینګار کړی دی.

د حمد الله فطرت د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت مشر په دې غونډه کې ویلي، چې د اسلامي امارت قوانین د اسلام له دین څخه اخیستل شوي او د څو کسانو د شخصي نظر پر بنسټ جوړ شوي ندي.

نوموړي زیاته کړې؛ د نظام د پیاوړتیا لپاره باید ټولې چارې د اسلامي شریعت له اوصولو سره سمې پر مخ یووړل شي.

دغه راز نوموړي ویلي، چې هبة‌الله آخوندزاده په خپلو خبرو کې د یتیمانو، کونډو، معلولانو، بې‌وزلو، کډوالو او بندیانو د حقونو پر اړتیا او ساتنې ټینګار کړی او د دغو قشرونو خدمت، روزنه او پالنه یې د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه بللي دي.

د اسلامي امارت مشر له مسوولانو غوښتي، چې خلکو ته پر اخلاص، شفقت او د اسلامي شریعت پر بنسټ خدمت او د هېوادوالو ستونزو او اړتیاوو ته پوره پاملرنه وکړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!