تازه خبرونه
د ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوهیمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویلختیځ، شمال او شمالختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د ګوزڼ(پولیو) واکسین فرعي ملي کمپاین لومړی پړاو پیل شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې؛ دا کمپاین به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له دوهیمې څخه تر پېنځمې پورې د هېواد په ۱۷۲ ولسوالیو او ۱۶ ولایتونو کې پلی شي، چې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویلختیځ، شمال او شمالختیځ حوزې رانغاړي. همدارنګه په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به د واکسین بهیر د فبرورۍ له درېیمې څخه تر شپږمې پورې روان وي.
د وزارت د څرګندونو له مخې؛ د پوره ښه چمتووالي لپاره دا کمپاین به د فاریاب او بادغیس ولایتونو په څلور ولسوالیو کې د فبرورۍ له نهمې تر دولسمې پورې پلی شي.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د دې پړاو اصلي هدف د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د شاوخوا ۷.۳ میلیون له ۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو واکسین کول دي.
د یاد وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي، چې دا کمپاین په کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بادغیس، هرات، کندوز، فاریاب، بلخ، زابل، روزګان، هلمند او کندهار ولایتونو کې روان دی.
«له پولیو پاک افغانستان» بنسټ هم تائید کړې، چې د واکسین دا کمپاین له نړیوالو روغتیايي بنسټونو او همکارو ادارو سره په نږدې همغږۍ کې تطبیقېږي.
ګوزڼ یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده، چې بشپړه درملنه نلري او یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي. پدې ناروغۍ اخته کېدا کولی شي د ماشومانو د ګوزڼ او آن د مړینې لامل شي.
ویل کیږي، چې د کورنیو او د سیمې د مشرانو همکاري د پولیو واکسین د کمپاینونو د بریا او په افغانستان کې د دې ویروس د لېږد د ځنځیر د پرې کېدا لپاره بنسټیز ارزښت لري.
تازه خبرونه
په ایران کې د ټرافیکي پېښې له کبله اووه افغان کډوال مړه شوي
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د افغان کډوالو لېږدوونکي موټر او د تېلو لېږدوونکي موټر د ټکر له کبله اووه کسان مړه شوي دي.
د بشري حقونو د «حالوش» بنسټ د راپور له مخې؛ دغه ټرافیکي پېښه د جمعې پر ورځ( د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د سنبلې پر اووهویشتمه) د سیستان او بلوچستان په سرباز نومې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سیستان او بلوچستان د ټرافیک پولیسو قومندان سیاوش محبي ویلي، چې افغان وګړي ناقانونه ایران ته راننوتلي وه.
هغه زیاته کړې، چې په دې پېښه کې نهه نور ټپیان شوي دي.
محبي د پېښې لامل د کډوالو لېږدوونکي موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
د اسلامي همکاریو ټولنې ویلي، په دې غونډه کې به د افغانستان پر روان وضعیت، د دغه هېواد له خلکو سره د ملاتړ او د افغانستان په اړه د ګډو هڅو پر څرنګوالي خبرې وشي.
تازه خبرونه
د قطر یوه لوړپوړي چارواکي له کورنیو چارو وزیر سره ولیدل
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
د قطر ملي امنیت شورا د سرمنشي مرستیال حمد بن خمیس الکبیسي په کابل کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا، د افغانستان د رغنده رول، له نړیوالې ټولنې سره د مثبت تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې او اندونه وړاندې شوي دي.
دې قطري چارواکي پرون د افغانستان له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره هم لیدلي وه. دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا پر غځېدا خبرې کړې دي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان اوس هم د بشري حقونو له فشارونو سره مخ هېواد دی – ملګري ملتونه
-
تازه خبرونه5 days agoد ایران پولې ته نږدې ۱۷ افغان کډوال له تندې مړه شوي
-
تازه خبرونه5 days agoد طب افغان زدهکړیالانو د پاکستان د طبي شورا پر پرېکړه خپله دعوه ثبت کړه
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان له امریکا سره د رسمي اړیکو غوښتونکی دی- عبدالقهار بلخي
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان او هند د طبي توکو او درملو د تولید او برابرولو پر پیاوړتیا خبرې پیل کړې
-
لوبی4 days agoهند افغانستان ته په دوهیمه شلآوریزه لوبه کې د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه5 days agoاقتصادي کمیسیون د ۶۶ کورنيو معیارونو مسوده تائید کړه
