تازه خبرونه
د یوسف رشید د وژنې پر تور نیول شوي کسان ځانونه طالبان بولي
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د مشر یوسف رشید د ترور په تور نیول شویو درې کسانو ویلي، چې د طالبانو د مسلمیار ډلې غړي دي او د رشید د وژنې طرحه یې په لوګر کې جوړه کړې وه.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ رييس یوسف رشید او موټر چلوونکی یې د مرغومې پر درېیمه دفتر ته پر لار وسلوالو کسانو پر ډزو ووژل شول.
د یوسف رشید د ترور پر تور نیول شوي درې کسان د کورنیو چارو په وزارت کې اعتراف کوي، چې د طالبانو د مسلمیار په ډله کې له کارکولو وروسته کابل ته راغلل او د یوسف رشید د ترور طرحه یې پلې کړه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي؛ دې کسانو د لوګر په برکې برک ولسوالۍ کې فعالیت کاوه، چې د پاتې غړیو د نیولو هڅې یې روانې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د طالبانو د مسلمیار ډله د خبریالانو او مدني مخکښانو په وژنه کې لاس لري.
د ملي امنیت مسوولینو ويلي، چې د پېنځه خبریالانو د قتل پر تور یې ځینې کسان نیولي او د درې نورو خبریالانو د وژنې عاملین یې پېژندلي دي.
کورنیو چارو وزارت د خبریالانو او مدني مخکښانو د وژنې تور پر وسلوالو طالبانو اچوي؛ خو د طالبانو ویاند له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي، چې یوسف رشید د دوی کسانو ندی وژلی او نیول شوي د دوی کسان ندي.
