سوداگري
د یو شمېر هټۍوالو او کسبګرو مالیه معاف شوه
د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخي د هېواد ټول هغه اصناف، چې کلنی خرڅلاو يي تر دوه میلیون افغانیو رسیږي؛ له مالیاتو معاف شوي دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال نن پنجشنبه د غبرګولي لسمه په کابل کې د اصنافو د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په اړه جوړ شوي خبري کنفرانس ته ویلي، چې په هېواد کې د اصنافو او کسبګرو بېلا بېلو برخو فعالیت کوونکیو لپاره د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخې د ټولو هغو کسبګرو او هټیوالو، چې دوه میلیون افغانۍ کلنی خرڅلاو لري؛ له مالیاتو معاف او له دوه میلیون افغانیو څخه زیات هغه لرونکیو کلنۍ مالیه صفر اعشاریه درې ته راټیټه شوې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبد السلام حنفي وایي: د اسلامي امارت د زعیم د حکم پربنسټ ټول هغه اصناف او کسبګر، چې په هېواد کې فعالیت کوي او تر دوه میلیون افغانیو کلنی خرڅلاو لري؛ له مالیاتو معاف کړي، چې هېوادوالو او ولس ته اسانتیاوې رامنځته شي.
د ماليي وزارت مسوولین وايي؛ اسلامي امارت ژمنه کړي، چې ملت او خصوصي سکتور ته اسانتیاوې برابروي.
دغه راز د مالیې وزارت چارسمبالي محمد ناصر د اسلامي امارت د زعیم د حکم پر بنسټ د هغو هټۍوالو او کسبګرو، چي کلنی خرڅلاو یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي؛ د ثابتې مالیې له ورکړې څخه په بشپړه توګه معاف دي.
نوموړي زیاته کړې؛ هغه هټۍوال او کسبګر، چې له دوه میلیون ډېر خرڅلاو لري مالیه یې له ۰.۵ سلنې څخه ۰.۳ سلنې ته راکښته شوې ده.
د ماليي وزارت د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت د رهبر دا فرمان د روان کال له پیل څخه د اجرا وړ دی.
د ماليي وزارت چارسمبالی وايي؛ په هېواد کې د اسلامي امارت له راتلو سره خصوصي سکټور او اصنافو لپاره ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شوي، چې د مالیو د معاف کیدو له دې حکم سره به په هېواد کې د خصوصي سکټور پر عمومي فعالیتونو مثبتي اغېزې زیاتې شي.
محمد ناصر وایي: د اسلامي امارت له راتلو سره سم مو له خصوصي سکټور سره د توان په کچه په مالیاتو کې همکاري درلوده؛ پر لومړي کال له یو اعشاریه پېنځه څخه ۵ سلنه کړه، پر دوهیم کال له ۵ سلنې څخه صفر اشاریه پېنځه کړه په درېیم کال کې مو بشپړ مافیت رامنځته کړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي ویلي: په هېواد کې ورځ تر بلي د اقتصادي فعالیتونو د پرا ختیا لپاره هڅې رواني دي؛ د رهبرۍ لهخوا دا مافیت پخپله په هېواد کې د اقتصادي فعالیتوتو د هڅونې لپاره مهم اقدام دی.
د اسلامي امارت یو شمېر مسوولین بیا وايي، چې دا حکمونه په داسې حال کې کیږي، چې د هېواد ټوله بودجه له داخلي عوایدو څخه تنظمیږي او یو اعشاریه شپږ میلیون کسانو ته د اسلامي امارت لهخوا معاشونه ورکول کیږي.
د اقتصاد وزارت چارسمبالی دین محمد حنیف وایي: سره له دې، چې اسلامي امارت په اوسنیو شرایطو کې د خپلو لګښتونو لپاره زیاتو مالي سرچینو ته اړیتا لري؛ خو له دې سره – سره بیا هم د خپل ولس د اسانتیاوو لپاره په مالیاتو کې مافیتونه رامنځته کوي.
د لوړو زدهکړو وزارت چارسمبالي ندامحمد ندیم ویلي: له پیل څخه اسلامي امارت ملت ته د اسانۍ رامنځته کولو او په دنیا کې ورته د ښه ژوند برابرولو هڅې کړي، چې وروستۍ هڅه يي ښه بېلګه ده.
د اصنافو او کسبګرو ټولنې استازی شیرین اغا سخي وایي: مونږ د اسلامي امارت له دې کړنې هرکلی کوو. له مونږ سره يي د اسلامي امارت له حاکمیت راپدیخوا همکاري کړې او د نورو همکاريو هیله هم لرو.
ویل کیږي، چې په ټول هېواد کې ۲۰۶ ډوله اصناف فعالیتونه لري او له ټولو اصنافو غوښتنه شوې، چې د ماليي وزارت د هر کار کوونکي لهخوا د بې مورده غوښتنې په صورت کې رسمي شکایت وکړي.
سوداگري
افغانستان د لاجورد دهلیز له لارې خپل صادرات لېږدوي
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د یکشنې پر ورځ( د کب څلیریشتمه ) د لاجورد دهلیز او تورغونډۍ بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته د اته صادراتي سوداګریزو بارونو له لېږدولو خبر ورکړی دی.
د یاد وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا لېږد د ټرانزیټ د آسانتیا او د هېواد د صادراتي سکټور د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
چارواکو تائید کړې، چې د لاجورد دهلیز له لارې د اته سوداګریزو بارونو د لېږدولو لپاره همغږي بشپړه شوې ده.
د افغانستان ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت زیاته کړې؛ ټاکل شوې، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب څلیریشتمه / د مارچ پېنځلسمه ) له هغې لارې، چې افغانستان له ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان سره نښلوي خپل سوداګریز توکي ترکیې ته ولېږدوي.
دا بارونه وچه مېوه، مربا، دېګونه او د انرژۍ څښاک توکي لري، چې ترکیې ته له رسېدا وروسته به د سعودي عربستان، امریکا، آسټرالیا او هالینډ بازارونو ته صادر شي.
د لاجورد دهلیز یوه سیمهییزه سوداګریزه او ټرانزیټي لار ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د قفقاز او ترکیې له لارې له اروپایي بازارونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره پیل شوه، چې د دودیزو لارو ترڅنګ د افغان صادراتو لپاره یوه بدیله لار برابروي.
د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویلي، چې د ټرانزیټي دهلیزونو پراخول، د صادراتو او وارداتو له ودې ملاتړ او د نړیوالو ټرانسپورټي عملیاتو آسانتیاوې د دوی اړین لومړیتوبونو دي او په سیمهییزه سوداګرۍ او اتصال کې د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته عملي ګامونه اخیستل کیږي.
تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.
دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر لهخوا لاسلیک شوی و.
د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.
د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.
ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.
سوداگري
د اوسپنېپټلۍ له لارې د توکو لېږد له خڼډ پرته روان دی
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د هېواد د اوسپنېپټلۍ د څلور بندونو له لارې لېږد له خنډ پرته روان دی او تر اوسه په دې بهیر کې هیڅ ځنډ رامنځته شوی ندی.
د دې وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره اوونۍ (د ۱۴۰۴ لمریز لېږدیز کال د کب له اتمې څخه تر دولسمې) د اوسپنېپټلۍ له لارې ۱۲۷زره ۶۵۰ ټنه تېل او نور بېلابېل توکي وارد او صادر شوي دي.
د هر بندر د لېږد جزئیات داسې دي:
د حیرتان بندر له لارې: ۸۸زره ۱۸۶ ټنه
د آقینې بندر له لارې: ۱۰زره ۷۶۹ ټنه
د تورغندۍ بندر له لارې: ۱۴زره ۱۲۳ ټنه
د خواف–هرات له لارې: ۱۴زره ۵۷۲ ټنه
په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه توکي صادر شوي، چې ډېری برخه یې وچه مېوه او کانیزې ډبرې وې.
د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو ته لارښوونه شوې، چې د دې حساس حالت په شرایطو کې سوداګرو ته د خوراکي او نورو اړینو توکو د لېږد آسانتیاوې برابرې کړي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoایران د لاریجاني له وژنې وروسته پر تل ابیب خپل کلسټر توغندي وتوغول
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان د هند او افغانستان د اړیکو له عادي کېدا سره مخالف دی – سهیل شاهین
-
څار4 days agoڅار: پر افغان ملکي وګړو د پاکستاني بریدونو پایلې
-
تحول4 days agoتحول: د پاکستان پر بریدونو روان غبرګونونه
-
تازه خبرونه4 days agoامیر خان متقي د اسلامي امارت له خپلو بهرنیو استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه
-
تازه خبرونه4 days agoپاکستان دې د کابل د روږدو پر روغتون برید وڅېړي – مسلمان علماء
-
تازه خبرونه11 hours agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
لوبی12 hours agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
