لوبی

د ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام د لومړۍ ورځې لوبو ته لنډه کتنه

د دې ورځې یوه زړه‌راکښونکې سیالي د B ګروپ لوبه وه، چې په کې ویټنام د کویټ پر وړاندې د ۵ پر ۴ بریا خپله کړه.

Published

on

د ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام ګروپي پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د سلواغې اوومه / د جنوري اووه‌ویشتمه) د انډونیزیا په جاکارټا کې د ۱۶ لوبډلو له زړه‌راکښونکو لوبو سره پیل او هرې لوبډلې د ویاړونو د ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه تر سره کړه.

د دې ورځې یوه زړه‌راکښونکې سیالي د B ګروپ لوبه وه، چې په کې ویټنام د کویټ پر وړاندې د ۵ پر ۴ بریا خپله کړه.

کویټ په لومړۍ نیمایي کې ۳ پر ۲ مخکښ و؛ خو ویټنام د دوه‌یمې نیمایي پر اړینو ګولونو د خپلې لومړۍ لوبې درې نمرې خپلې کړې.

دې پایلې ویټنام له رواني ډاډه کړ؛ ځکه، چې دوی ټایلینډ او لبنان ته له ورته پیاوړو لوبډلو سره په یوه ګروپ کې دي.

د ویټنام لوبڅار دیګو ګیوستوزي له لوبې وروسته د خپلې لوبډلې له ټینګار ستاینه وکړه او څرګندوي، چې لوبډله پر پښو د درېدو لپاره وخت ته اړتیا لرله؛ خو وروسته یې توپ‌ساتنې او همغږي‌برید ته پاملرنې د لوبې بهیر بدل کړ.

د پرانیستې ورځې نورې لوبې

د پرانیستې ورځې په نورو سیالیو کې، تایلینډ په Bګروپ کې لبنان ته د صفر پر پایله ماتې ورکړه.

په ‌Aګروپ کې عراق د قرغیزستان پر وړاندې د ۴ پر۲ بریا خپله کړه او کوربه هېواد انډونیزیا د جنوبي کوریا پر وړاندې د ۵ پر صفر بریا خپله کړه.

ژوندۍ او ځانګړې خپرونه

په ټول افغانستان کې به د سپورټ مینه‌وال د دې سیالیو له کومې شېبې بې‌برخې نشي.

آریانا ټلوېزیون به د ۲۰۲۶ فوټسال آسیا جام سیالۍ پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه په ټول هېواد کې خپرې کړي.

د خپرونو د مهالوېش، د لوبو د وختونو او نورو جزئیاتو لپاره مینه‌وال کولی شي د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون رسمي ټولنیزې پاڼې وګوري.

Trending

Exit mobile version