Connect with us

لوبی

د ۲۰ اوریز نړیوال جام د نیمه پایلوبې مهالوېش تائید شو

لومړۍ نیمه پایلوبه: افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې؛ چهارشنبه د جون شپږویشتمه (په سیمه‌ییز وخت ۸:۳۰ بجې). دا لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ۵ بجو د برایان لارا کرکټ اکاډمۍ تروبا، ټرینیډاډ او ټوباګو کې پیل شي.

خپور شوی

د

د افغانستان او سویلي افریقا تر منځ د سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه به په ټرینېډاډ او ټوباګو کې ترسره او هند او انګلینډ به له ګویانا څخه په دوه‌یمه ناک آوټ سیالۍ کې سره مخ شي.

د ۲۰ اوریز نړیوال جام د ناک آوټ پړاو لپاره نېټې، لوبډلې او ځایونه تائید شوې دي.

سویلي افریقا او افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ۵ بجو د ټرینېډاډ او ټوباګو په برایان لارا کرکټ اکاډمۍ کې له افغانستان سره مخ شي.

افغانستان د سې شنبې پر سهار د اته غوره لوبډلو په وروستۍ لوبه کې د سنټ وینسنټ پر کوربتوب بنګله دیش ته ماتې ورکړه او د وروستيو څلور لوبډلو لوبو ته یې لار پیدا کړه.

افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې له ۱۱۵/۵ منډو جوړولو وروسته د باران له کبله د بنګله دېش لوبډلې ته په ۱۰۵ منډو ماتې ورکړه او د ۸ منډو پر توپیر یې بریا خپله کړه.

دوه‌یمه نیمه پایلوبه به په ګویانا کې ترسره شي او د شل اوریز نړیوال جام سیالیو اتله هند له انګلستان سره لوبه کوي.

هندوستان د دوشنبې پر ورځ له اسټرالیا سره پر زړه‌راکښونکې بریا نیمه پایلوبې ته ډاډمن شو.

د نیمه پایلوبې مهالوېش:

لومړۍ نیمه پایلوبه: افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې؛ چهارشنبه د جون شپږویشتمه (په سیمه‌ییز وخت ۸:۳۰ بجې). دا لوبه به د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د سهار پر ۵ بجو د برایان لارا کرکټ اکاډمۍ تروبا، ټرینیډاډ او ټوباګو کې پیل شي.

دوه‌یمه نیمه پایلوبه: هند د انګلستان پر وړاندې، پنجشنبه د جون اووه ویشتمه (د سهار ۱۰:۳۰ بجې) د ګویانا ملي لوبغالی.

د افغانستان مینه‌وال کولی شي، چې د پنجشنبې پر ورځ د کابل پر وخت د مازدیګر پر ۴:۳۰ بجو دغه لوبه پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه وګوري.

اړوند خبرونه: 

افغانستان بنګله دېش ته پر ماتې ورکولو نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د افغانستان کرکټ لوبډلې استرالیا ته تاریخي ماتې ورکړه

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading

لوبی

افغانستان د وزلوبې نړيوالو سياليو کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړه

بر بنیاد معلومات این اداره، در ترکیب این تیم ۱۲ چاپنداز و سه عضو هیئت حضور دارند که قرار است در این رقابت‌ها از افغانستان نمایندگی کنند.

Published

on

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست ويلي، چې تېره ورځ د ملي وزلوبې، نيزه‌وهلو او دوديزو لوبو له فډراسيون ویلي، چې د افغانستان د وزلوبې ۱۵ کسيزه ملي لوبدله د ۱۲ چاپندازانو او د پلاوي د درې غړي په ګډون د نړيوالو سياليو لپاره قزاقستان ته سفر کړی دی.

دا سيالۍ به د کب له څلیریشتمې څخه د ۱۳۰۵ لمریز لېږدیز کال د وري تر لومړۍ / د مارچ له ۱۵ تر ۲۱ پورې د قزاقستان په ترکستان ښار کې ترسره شي او د ۹ هېوادونو لوبډلې په کې ګډون کوي.

افغان لوبغاړي هڅه کوي، چې په نړيواله کچه خپل هېواد ته وياړ راوړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!