تازه خبرونه
د افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
نوموړي له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې هغه مهال د لسګونو بهرنیو هېوادونو پوځي شتون او د بېلابېلو لوبغاړو لاسوهنو افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي امنیتي ستونزه بدل کړی و.
د افغانستان په اړه د تهران له سیمهییزې غونډې وروسته د هېواد بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ويلي، چې له امنیتمحوره لیدلوري څخه تېرېدا او په سیمهییزه نښلېدا، همکارۍ او همغږۍ کې د افغانستان رغنده رول ته پاملرنه کول یو مهم او د پام وړ ټکی دی.
نوموړي له ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د افغانستان وضعیت ته په نغوته کې ویلي، چې هغه مهال د لسګونو بهرنیو هېوادونو پوځي شتون او د بېلابېلو لوبغاړو لاسوهنو افغانستان نه یوازې د دې هېواد د خلکو لپاره، بلکې د ټولې سیمې لپاره پر یوه جدي امنیتي ستونزه بدل کړی و.
ذاکر جلالي زیاته کړې؛ افغانستان نور د بحران مدیریت مسله نده، بلکې د سټراټیژیک موقعیت، ښه نیت او د اوسني حکومت اقتصادي بهرنۍ پالیسۍ ته پاملرنه کولی شي، چې د مرکزي آسیا، لویدیځ او سویلي آسیا ترمنځ یو اغېزمن پُل شي.
ذاکر جلالي په ایکس پاڼه کې زیاته کړې؛ سیمهییز هېوادونه کولی شي د افغانستان د ټرانزیټي، سوداګریز او ارتباطي ظرفیتونو پر کارولو ګډې ګټې ترلاسه او سیمهییز ادغام پیاوړی کړي.
هغه د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له ټینګار هم ستاینه کړې ده.
ذاکر جلالي زیاته کړې؛ په تېرو څلور کلونو کې د ټرانزیټ، سیمهییزې نښلېدا، سوداګریزې آسانتیا او د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراخولو په برخو کې عملي او محسوس ګامونه اخیستل شوي، چې کولی شي د ثبات، سوکالۍ او ګډو سیمهییزو ګټو د خوندي کولو لپاره لار اواره کړي.
هغه څرګندوي؛ له افغانستان سره اړیکې او ښکېلتیا باید د ساحوي واقعیتونو، موجوده فرصتونو او ظرفیتونو پر بنسټ وي، چې د افغانستان او سیمهییزو هېوادونو لپاره ور سره د تلپاتې ګټې حالت رامنځته شي.
د یادونې ده، چې د یکشنبې پر ورځ( د لیندۍ درویشتمه ) تهران د روسیې، چین، تاجکستان، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ځانګړو استازو په شتون کې د افغانستان په اړه د غونډې کوربه و. اسلامي امارت هم دې غونډې ته بلل شوی و؛ خو له ګډون کولو یې دډه وکړه.