Connect with us

لوبی

راشد خان د افغانستان او هند په شل اوریزو سیالیو کې لوبه نه‌کوي – ابراهیم ځدراڼ

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۲
راشد خان، چې له تېرو څو ورځو راپدیخوا په هند کې روزنیزې هڅې کوي؛ د پنجشنبې پر ورځ د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو لوبو په لړ کې لوبه نه‌‌کوي.
دغه ۲۵ کلن ځوان، چې څو میاشتې مخکې د ملا عملیات ترسره کړي، له لوبډلې سره چاندیګړ ته سفر کړی او ان په تېرو څو ورځو کې یې په روزنیزو هڅو کې هم خپل لاس څرخولی دی؛ خو د افغانستان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ ویلي، چې راشد خان په دې لوبلړۍ کې ونه‌لوبیږي.

ځدراڼ وایي: هغه د لوبې لپاره بشپړ چمتوالی نه‌دی؛ خو له لوبډلې سره سفر کوي. مونږ هیله من یوو، چې هغه ژر تر ژره له بشپړې روغتیا برخمن شي. هغه له ډاکټر سره په اړیکه کې دی او مونږ به یې په لوبو ونه‌لرو.

هغه څرګنده کړې؛ په داسې حال کې، چې لوبډله به په ډګر کې د راشد خان له شتون بې برخې وي؛ خو نور لوبغاړي هم شته، چې “ښه کرکټ” کوي.

نوموړی وایي: نورو هم ډېر کرکټ کړی او زه ډاډه یم، چې دوی به ښه لوبه وکړي. له راشد پرته به مونږ مبارزه وکړو؛ ځکه، چې د هغه تجربه زمونږ ټولو لپاره مهمه ده. دا کرکټ دی او تاسې باید هر ډول حالت ته چمتووالی ولرئ.

ځدراڼ دا هم ویلي، چې محمد نبي “تر ټولو تجربه لرونکی” توپ وهونکی دی او هیله من دی، چې د نور احمد او مجیب الرحمن په څنګ کې به لوبه وکړي.

افغانستان خپله لومړۍ ټسټ لوبه په ۲۰۱۸ ز. کال کې د هند پر وړاندې کړې – دا وروستی ځل و، چې دواړه لوبډلې د دوه اړخیزو سیالیو لپاره سره مخ شوې وې.

ځدراڼ ویلي: په خپله خاوره کې د هند پر وړاندې لوبه کول یو ستونزمن کار دی؛ خو مونږ دلته د دې لپاره راغلي یوو، چې د دوی پر وړاندې ښه لوبه وکړو او خپل مهارتونه وښیو. مونږ د ۲۰ اوریزو لوبو ډېر ښه لوبغاړي لرو، زمونږ ټول هلکان ښه کرکټ کوي؛ نو زه ډاډه یم، چې د هند پر وړاندې  به ښه لوبه وکړي.

ټولې هڅې پر ژوندۍ بڼه وګورئ!

دا لوبه د پنجشنبې پر ورځې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلویزیون څخه خپریږي، چې خپرېدا به یې د کابل پر وخت د مازیګر پر پېنځه بجو پیل شي؛ نو هېوادوال او د کرکټ مینه‌والو دې ډاډه وي، چې د لوبو لیدل به د دوی تنده ماته کړي.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!