لوبی

راشد خان د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د شل آوریزو لوبو لوبډلمشر شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد د پنجشنبې پر ورځ (د مرغومي ۸ ) څرګنده کړې، چې د افغانستان نومیالی توپ اچوونکی راشد خان به د شل آوریزو نړیوالو لوبو لوبډلمشر وي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي لوبډلې او د کرکټ نړۍ ځلانده ستوری راشد خان به ورسپارل شوی دنده په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي.

د یادې اعلامیې له مخې: راشد خان دا مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې دا یو ستونزمن کار دی؛ خو د خپل هېواد لپاره کار کول یې لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده، چې محمد نبي له دې مخکې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر و.

له دې مخکې راشد خان اووه شل آوریزې، دوه تیست لوبې او اووه یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

تېر کال د کرکت شل آوریز نړیوال جام له پیل مخکې اعلان شوی و، چې راشد خان به په دغه جام کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې مشري کوي؛ خو هغه مهال نوموړي دغه وړانديز رد کړ، چې د افغانستان کرکت بورد چارواکو ورسره مشوره نده کړې.

راشد خان پرون تویت کړی؛ چمتو دی، چې دغه لوی مسوولیت او ننګونه ومني. هغه له خپلو پلویانو او ملاتړیو هم مننه کړې ده.

Trending

Exit mobile version