لوبی
راشد خان له پاکستان سره په ۲۰ آوریزه سیالۍ کې ۱۰۰ ویکټې پوره او ترټولو ګړندی بالر شو
د افغانستان کرکټ لوبډلې تکړه بالر راشد خان د جمعې پر ورځ له پاکستان سره د ۲۰ آوریزه سیالۍ په سوپر ۱۲ ګروپ کې د دوه ویکټو پر ترلاسه کولو ۱۰۰ هغه پوره او تر ټولو ګړندی بالر ونومول شو.
راشد خان دغه ویاړ هغه مهال خپل کړ، چې په خپله ۵۳ شل آوریزه لوبه کې یې د پاکستان له محمد حفیظ وېکټه واخیسته.
هغه د سریلانکا له لاسیټ ملینګا وروسته تر ټولو ګړندی توپ اچونکی شو. ملینګا په ۷۶ شل آوریزو لوبو کې دا ویاړ ترسره کړی دی.
راشد خان نن د پاکستان پر وړاندې په لوبه کې څلور آورونه وکړل؛ دوه یې ویکټې واخیستې او ۲۶ منډې یې جوړې کړې؛ خو پاکستان د افغان ملي لوبډلې هدف پوه او لوبه یې وګټله.
لاسیټ ملینګا د ۱۰۷ ویکټو په لرلو سره دوه یم ځای او د نیوزیلنډ لوبډله ساوټي ۱۰۰ شل آوریزو لوبو کې درېیم ځای لري.
راشد څلورم بالر دی، چې په شل آوریزو لوبو کې یې ۱۰۰ ویکټې د ترلاسه کړي او له ده مخکې د بنګله دېش لوبډلې غړي شکیب الحسن دی ۱۱۷ ویکټې خپلې کړې دي.
د پاکستان پر وړاندې د جمعې د ورځې په سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او پاکستان ته یې د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه؛ خو په ځواب کې یې پاکستان ښه توپ اچونه وکړه، چې په وروستیو کې د کریم جنت پر مټ څلور شپږیزې ووهل شوې او پاکستان پر ۵ ویکټو بریا خپله کړه.
راشد یوازې ۲۳ کلن کړندی بالر دی، چې تېر کال هم د آی سي سي د ۲۰ آوره لوبو د لسیزې غوره لوبغاړی ونومول شو او د دغو لوبو په ترټولو لنډ فارمیټ کې یې د پام وړ هڅې ترسره کړې.
لوبی
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړهراکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.
د ۲۰۲۶ میلانو– کورټینا ژمنی المپیک، چې له ډېرې مودې راپدېخوا یې پرتمه وو؛ دا دی پیل شوې او د ژمنیو سپورټونو نړیواله لېوالتیا نندارچیانو ته وړاندې کوي. آریانا راډیو ټلویزیون په افغانستان کې ټولې دغه سیالۍ پر ځانګړې بڼه خپروي.
دا لوبې به د پنجشنبې پر ورځ( د سلواغې شپاړلسمه / د فبرورۍ پېنځمه) د کابل پر وخت د شپې پر ۱۱:۰۰ د سنوبورډینګ د یوې زړهراکښونکې سیالۍ پر خپروي پیل شي. د سیالیو له پیل مخکې ځانګړې خپرونه به د شپې پر ۱۰:۳۰ وړاندې شي.
دا رسنیز پوښښ د سپورټ مینهوالو لپاره یو مهم پړاو بلل کېږي؛ ځکه، چې د نړۍ له سترو سپورتي پېښو څخه یوې ته نږدې او بېپرې لاسرسی ډاډمنوي.
له چټکو سنوبورډینګ سیالیو نیولې تر لېوالتیا، هڅو او کلک هوډ پورې، چې غوره لوبغاړي یې په ګنګل او واورو کې نندارې ته وړاندې او په څو اوونیو کې د شور او الهام له لارې د نړیوال یووالي ژمنه کوي.
آریانا ټلویزیون ویلي؛ د دې سیالیو د انحصاري خپرونې موخه دا ده، چې نړیوال سپورټ افغان لیدونکو ته نور هم نږدې کړي او د لوبو له لومړیو شېبو څخه د سپورټي برترۍ او د المپیک روحیه ونمانځي.
په افغانستان کې د ژمنیو سپورټونو له مینهوال غوښتنه کیږي، چې د پنجشنبې پر شپه ټلویزیون ته کښېني؛ نه یوازې د ژمنیوالمپیک د لوبو د پیل لیدونکي شي، بلکې د سیالیو د لومړنیو مډالونو د ګټلو شاهدان هم وي.
لوبی
په آسیا ملتــونو جام کې افغـــانستان جـــاپـــان تـــه خپله څلورمه لوبه وبایلله
د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د جاپان پر وړاندې د ۲۰۲۶ آسیا جام څلورمه لوبه ۶ پر صفر وبایلله او له سیالۍ څخه ووت.
دا د ۲۰۲۶ آسیا جام په نیمه پایلوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وه.
په لومړۍ نیمایي کې سره له بریالیو هڅو افغان لوبډله پر ګول وهلو بریالۍ نشوه او لوبه د جاپان پر ګټه د یو ګول پر ورکولو پای ته ورسېده.
د لوبې په دوهیمه نیمایي کې که څه هم د هېواد فوټسال لوبډلې لوبغاړو ښه روحیه لرله؛ خو بیا هم جاپان ته پر ګول وهلو بریالي نشول.
په دې لوبه کې د جاپان فوټسال لوبډلې لوبغاړي وتوانېدل، چې د افغانستان پر وړاندې شپږ ګولونه ووهل.
د دغو سیالیو په درېیمه لوبه کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د ایران لهخوا ۵ پر ۲ مغلوبه شوه.
د یادونې ده، چې افغانستان خپلې دوه لوبې ګټلې وې؛ سعودي عربستان ته یې ۳ پر صفر او مالیزیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړ شوې دي.
لوبی
د ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
د ګروپي زړهراکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمهپایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.
د انډونیزیا ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام د سیالیو د ګروپي پړاو لوبې د یکشنبې پر ورځ پای ته ورسېدې او له دې سره د حذفي پړاو څلور زړهراکښونکو لوبو ته زمینه برابره شوه، چې د سېشنبې پر ورځ( د سلواغې څوارلسمه / د فبرورۍ پر درېیمه ) به پیل شي.
د ګروپي زړهراکښونکو سیالیو وروسته اته لوبډلې معلومې شوې او تمه ده، چې د څلور لوبډلو په پړاو کې به د آسیا مخکښې فوټسال لوبډلې د نیمهپایلوبې لپاره له سختو سیالیو سره مخ شي.
کوربه هېواد انډونیزیا، چې د جمعې پر ورځ یې له عراق سره له سختې سیالۍ وروسته مساوي پایله ترلاسه کړه او د «A» ګروپ سر ته وخته؛ له ویټنام سره به مخ شي.
انډونیزیا هڅه کوي، چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره نیمهپایلوبې ته لار ومومي؛ خو ویټنام غواړي له ۲۰۱۶ کال وروسته یو ځل بیا وروستیو څلورو غوره لوبډلو ته ورسېږي.
عراق به له تایلینډ سره مخ شي، چې د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې یې دوهیم مقام خپل کړی و. دا به یوه سخته سیالي وي؛ ځکه دواړو لوبډلو په ګروپي پړاو کې پیاوړې کړنې لرلې.
څلور ځله اتل پاتې شوی جاپان د یکشنبې پر ورځ له ازبکستان څخه پر مخکې کېدا بریا خپله کړه او د «C» ګروپ لومړی مقام یې ترلاسه کړ. جاپان به د څلور غوره لوبډلو په سیالیو کې له افغانستان سره مخ شي، چې د «D» ګروپ د دوهیم مقام لوبډله ده.
سره له دې، چې افغانستان له ایران څخه ۵ پر ۲ ماتې وخوړه؛ خو د مدافع اتل پر وړاندې یې ښه مقاومت وښود او د ستاینې وړ لوبه یې ترسره کړه.
مدافع اتل؛ ایران، چې د خپلې څوارلسمې آسیا اتلولۍ په لټه کې دی؛ له ازبکستان سره به ولوبېږي. ایران د ګروپي پړاو ټولې درې لوبې ګټلې او له پوره باور سره حذفي پړاو ته داخلېږي.
د څلور غوره لوبډلو ټولې لوبې به د سېشنبې پر ورځ په جاکارټا ښار کې ترسره شي او د سیمې مینهوال به وکولی شي دا سیالۍ پر ژوندۍ بڼه وګوري.
آریانا ټلویزیون د دې سیالیو د خپرولو رسمي حق لري او د حذفي پړاو پراخ پوښښ به د افغانستان لیدونکو ته وړاندې کړي.
په افغانستان کې له مینهوالو غوښتنه شوې، چې د خپرونو د تازه معلوماتو لپاره د آریانانیوز او آریانا ټلوېزیون د ټولنیزو رسنیو پاڼې وګوري.
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی4 days agoد ۲۰۲۶ آسیا فوټسال جام اته وروستۍ لوبډلې ځانګړې شوې
-
لوبی2 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه4 days agoد ګوزڼ په پیل شوي ملي کمپاین کې ۷.۳ میلیون ماشومان واکسین کېږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه4 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
تازه خبرونه4 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
