لوبی

رانا نوید او عمران فرحت به په افغانستان کرکت بورد کې د روزونکي دندې ولري

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۴, ۱۴۰۱)

پاکستانيو رسنیو څرګنده کړې، چې د پاکستان پخواني کرکت لوبغاړي عمران فرحت او رانا نوید الحسن به له افغانستان کرکت بورد (ACB) سره د روزونکي په توګه دندې تر سره کړي.

رانا نوید د افغانستان کرکت د مرکزي برخې د توپ اچونې روزونکی ټاکل شوی او فرحت په همدې برخه کې د توپ وهنې د روزونکي په توګه ساتل شوی دی.

په کابل کې څه وخت مخکې د کرکت بورد په چوکات کې د غوره هڅو مرکز رامنځته شوی دی.

د پاکستان دیلي تایمز په ډاګه کړې؛ د کرکت دواړو لوبغاړیو له ACB سره یو کلن تړون لاسلیک کړی، چې د ښه غوره هڅو د ترسره کولو  پر بنسټ غزول کیږي. تمه ده، چې فرحت به د فبرورۍ پر ۱۵ کابل ته الوتنه وکړي. پداسې حال کې، چې رانا نوید به د پاکستان سوپر لیګ ۸ له پای ته رسیدو وروسته کابل ته ورسیږي.

رانا نوید ویلي: افغان بورد ماته هره میاشت د ۲۵۰۰ دالرو وړاندیز کړی، چې په دې کې نورې ګټې هم شاملې دي؛ خو دا د پاکستان کرکت بورد (PCB) له وړاندیزونو څخه ډېرې دي.

هغه وایي: دا زما لپاره ویاړ دی، چې نړیواله دنده ترلاسه کوم. زه به هڅه وکړم، چې خپلې تجربې د افغانستان له ځوانو کرکت لوبغاړیو ته وړاندې کړم.

Trending

Exit mobile version