Connect with us

سیمه ییز خبرونه

روسیه د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب په هڅه کې ده

د روسیې دولتي رسنۍ زویزدا د سې‌شنبې پر ورځ د کرملین د ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ژمنه کړې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي وسلو په اړه په خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.

خپور شوی

د

رویټرز د سې شنبې پر ورځ راپور ورکړ، چې روسیې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی او ژمنه کوي، چې د تهران د اټومي پروګرام د کړکیچ د سوله‌ییز حل لپاره به هر ممکنه هڅه وکړي.

د روسیې دولتي رسنۍ زویزدا د سې‌شنبې پر ورځ د کرملین د ویاند دمیتري پیسکوف د څرګندونو له مخې راپور ورکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ژمنه کړې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي وسلو په اړه په خبرو اترو کې منځګړیتوب وکړي.

په خبرو اترو کې یوې ښکېلې سرچینې د نوم نه ښودلو پر شرط رویټرز ته ویلي، چې روسیې د منځګړي په توګه د رول لوبولو وړاندیز کړی؛ خو له مسکو څخه د داسې رول لوبولو غوښتنه نده شوې.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د ایران استازي پدې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې.

دا بدلونونه له هغې وروسته رامنځته کیږي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنورۍ کې د واک له ترلاسه کولو وروسته د امریکا پالیسي بدله کړه او له روسیې سره یې د روغې جوړې دریځ غوره کړ، چې لویدیځ متحدین یې په اوکراین کې د مسکو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په هڅه کې له احتیاط څخه کار اخیستو ته اړ کړي دي.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف د سې‌شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، چې ایران د روسیې ملګری او متحد دی او مسکو به ورسره د اړیکو پراختیا روانه وساتي.

هغه ویلي: “ولسمشر پوتین پدې باور دی او قانع شوی دی، چې د ایران د اټومي مسلې ستونزه باید په ځانګړي توګه له سوله‌ییزو لارو حل شي. البته روسیه به د ایران د متحد په توګه د دې ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره خپله ټوله هڅه ترسره کړي.”

ټرمپ تېره میاشت پر ایران د ” بشپړ فشار” کمپاین بیا پیل کړ، چې تهران د اټومي وسلو له جوړولو څخه منع کړي؛ خو هغه دا هم ویلي، چې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره د یوې هوکړې له لارې خبرو کولو ته هم چمتو دی.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند برایان هیوز د سې‌شنبې پر ورځ ویلي؛ “د ټرمپ حکومت به له خپلو مخالفانو او متحدینو سره یو راز خبرې وکړي، خو … د خپل ملي امنیت د دفاع لپاره د ځواک له دریځ څخه.”

ایران د اټومي وسلو د جوړولو ته هر راز لېوالتیا رد کړې ده؛ خو د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ ادارې د خبرداری له مخې؛ ایران د یورانیمو غني کول ۶۰ سلنه خالصوالي ته رسوي، چې د وسلو د کچې نږدې ۹۰ سلنه دی.

لویدیځ هېوادونه وايي؛ هیڅ ملکي پروګرام ته اړتیا نشته، چې یورانیم دومره لوړې کچې ته غني کړي او هیڅ بل هېواد د اټومي بم له تولید پرته دا کار ندی کړی. ایران تل ويلي، چې اټومي پروګرام یې سوله‌ییز دی.

برایان هیوز وایي: “امریکا به د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کول یا په منځني ختیځ او ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ لپاره د دوی ملاتړ ونه زغمي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي بروس ویلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې‌شنبې پر ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په خبرو کې ویلي، چې هغه “د ایران له خوا د رامنځته شویو ګواښونو د حل لپاره د نږدې همغږۍ تمه لري او د یوې باثباته سیمې د رامنځته کولو لپاره فرصتونه لټوي.”

په ۲۰۱۵ کال کې ایران د بریټانیا، جرمني، فرانسې، امریکا، روسیې او چین سره د ګډ جامع عمل پلان (JCPOA) په نوم یوې هوکړې ته ورسېد، چې د هېواد د اټومي پروګرام د محدودیتونو په بدل کې یې بندیزونه لرې کړل.

واشنګټن په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال له دې تړون څخه ووت او ایران له خپلو اټومي اړوند ژمنو څخه شاتګ پیل کړ.

رویټرز راپور ورکړی، چې بریټانیا، فرانسې او جرمني د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي، چې دوی چمتو دي؛ که اړتیا وي د ایران پر وړاندې د ټولو نړیوالو بندیزونو “سمدستي بېرته اخیستل” پیل کړي، چې دا هېواد د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته لاسرسی ونه مومي.

دوی به د راتلونکي کال د اوکټوبر پر اتلسمه د داسې اقداماتو کولو وړتیا له لاسه ورکړي، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال پرېکړه لیک د تړون په اړه پای ته ورسیږي. ټرمپ په ملګرو ملتونو کې خپل استازي ته امر کړی، چې د ایران پر وړاندې د نړیوالو بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو لپاره له متحدینو سره کار وکړي.

سیمه ییز خبرونه

ایراني پیلوټان مو نه‌دي نیولي؛ د یوه هغه مړی موندل شوی دی- قطر

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې پر ورځ ویلي، ایراني پیلوټان د روان کال په لومړیو کې د قطر هوايي حریم ته ننوتي وه؛ خو د قطري چارواکو اړیکې ته یې ځواب نه‌و ویلی.

Published

on

قطر ويلي؛ ایراني پیلوټان یې نه دي نیولي، بلکې د یوه ایراني پیلوټ مړی یې له هغې وروسته موندلی، چې د دغه هېواد له هوايي حریم څخه یې سرغړونه کړی وه.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند د شنبې پر ورځ ویلي، ایراني پیلوټان د روان کال په لومړیو کې د قطر هوايي حریم ته ننوتي وه؛ خو د قطري چارواکو اړیکې ته یې ځواب نه‌و ویلی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، له دې وروسته د قطر د لټون او ژغورنې ډلو د یوه پیلوټ د مړي پاتې شوني موندلي او قطري چارواکو د مړي د لېږد د همغږۍ لپاره له ایران سره اړیکه نیولې ده.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې تهران تر اوسه د دوحې هغې بلنې ته ځواب نه‌دی ورکړی، چې د دې عملیاتو اړوند جزئیات وڅېړل شي.

دا موضوع په داسې حال کې راپورته شوې، چې په منځني ختیځ کې سیمه‌ییز تاوتریخوالی او د هوايي حریم د امنیت په اړه اندېښنې اوس هم دوام لري.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

له امریکا سره د لنډمهاله سولې د هوکړې په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه‌دی شوی

د رویټرز د راپور له مخې دې ایراني سرچینې ویلي: د منځګړو له لارې د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه دا ده، چې امریکا بېرته لنډمهالې هوکړې ته راوګرځي او د خپلو ژمنو د پلي کېدا لپاره مهال‌وېش وټاکي؛ خو په دې برخه کې«په هېڅ ډول پرمختګ» نه‌دی شوی.

Published

on

د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د څرګندونو له مخې؛ ایران او امریکا په خلیج کې د جګړې د دایمي پای ته رسولو پر څرنګوالي اوس هم سره اختلاف لري او په جون کې د شوې لنډمهاله هوکړې د بیا عملي کولو او د هغې د ژمنو د پلي کېدا لپاره د مهال‌وېش ټاکلو په خبرو کې هیڅ پرمختګ نه‌دی شوی.

د رویټرز د راپور له مخې دې ایراني سرچینې ویلي: د منځګړو له لارې د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه یوه دا ده، چې امریکا بېرته لنډمهالې هوکړې ته راوګرځي او د خپلو ژمنو د پلي کېدا لپاره مهال‌وېش وټاکي؛ خو په دې برخه کې«په هېڅ ډول پرمختګ» نه‌دی شوی.

دا څرګندونې له هغې وروسته راپورته شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د ایران پر مشرانو سختې نیوکې وکړې.

په سیمه کې د سې‌شنبې ورځې د سمندري بېړیو پر وړاندې له نویو بریدونو وروسته، دغو څرګندونو د کړکېچ د اواري هیلې نورې هم کمزورې کړې.

په جون کې شوې هوکړې د« ټولو جبهاتو د پوځي عملیاتو سمدستي او دایمي پای» اعلان کړی و؛ خو دغه هوکړه ډېر ژر له منځه ولاړه. ټرمپ د جولای پر اوومه ویلي، چې هوکړه« پای ته رسېدلې» او د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه اوونۍ وروسته اعلان وکړ، چې هوکړه «ځنډول شوې» ده.

امریکا ایران تورنوي، چې د هوکړې له مخې یې د هرمز مهمه سمندري لار د بیا پرانیستلو ژمنه نه‌ده عملي کړې.

تهران وايي؛ واشنګټن پخپلو هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی، چې د ایران پر بندرونو د بندیز لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول هم په کې شامل دي.

ټرمپ د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا د هرمز تنګي« بشپړ کنټرول» په لاس کې لري.

د هرمز تنګي د چارو ادارې، چې ایران د دې اوبلارې د مدیریت لپاره جوړه کړې ویلي، دغه سمندري لار اوس هم تړلې ده او تر هغې به بېرته نه پرانیستل کیږي، چې د ایران شرایط ونه منل شي.

ټرمپ په «ټروت سوشل» پاڼکه کې لیکلي:« ایران یوازې خبرې کوي او هیڅ عملي اقدام نه‌کوي؛ د منځني ختیځ زورواکي نوره نشته.»

ټرمپ نه یوازې له جګړې راپدېخوا د کړکېچ د زیاتېدا ګواښونه کړي، بلکې دا ادعا هم کوي، چې د سولې هوکړه نږدې ده.

د راپور له مخې، د فبرورۍ له اته‌ویشتمې راپدېخوا، چې امریکا او اسرائیل پر ایران بریدونه پیل کړي؛ په دې جګړه کې زرګونه کسان وژل شوي، چې ډېری یې په ایران او لبنان کې دي.

ایران بیا په عمان، اردن، کویټ، اسرائیل، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې پر امریکايي تاسیساتو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.

د جون د لنډمهاله اوربند هوکړې ۶۰ ورځې وخت ټاکلې و، چې د دواړو لوریو پر ګډه هوکړه د غځېدا وړ وه. ټاکل شوې وه، چې په دې ورځو کې ایران او امریکا یوې وروستۍ هوکړې ته ورسېږي او د ایران اټومي پروګرام به محدود او د امریکا بندیزونه لرې شي.

ایراني سرچینې د چارشنبې پر ورځ د ترکیې د انادولو خبري آژانس هغه راپور هم رد کړ، چې د پاکستاني حکومتي سرچینو د څرګندونو له مخې یې ویلي وه، چې دواړو لوریو د دغې ۶۰ ورځني وخت پر غځولو هوکړه کړې ده.

سرچینې رویټرز ته ویلي:« د وخت د غځولو په اړه هیڅ خبرې نه‌کېږي؛ ځکه د ایران له نظره داسې وخت نه‌دی راغلی، نو د غځولو خبره یې هم نشته. امریکا له هوکړې ۴۸ ساعته وروسته هغه نقض کړه او څو ورځې وروسته ترې ووتله.»

هرمز تنګی، چې د ایران او عمان ترمنځ پروت دی او د خلیج د سیمې د اوبو لارې ته لار پرانیزي؛ له جګړې مخکې د نړۍ د تېلو او مایع طبیعي ګاز د لېږد شاوخوا پېنځمه برخه سمبالوله.

د جګړې له پیل راپدېخوا د برنټ اومه تېلو بیې لوړې شوې او په یوه پړاو کې یې د هر بېرل بیه ۱۲۶ ډالرو ته ورسېده، چې د جګړې له پیل مخکې کچې شاوخوا ۷۵ سلنه لوړه وه. په بازار کې بې‌ثباته راکړه ورکړه د خلیج له سیمې د تېلو د رسولو د احتمالي ګډوډۍ او د سولې د خبرو په اړه د بدلېدونکو څرګندونو له کبله ده.

د چارشنبې پر ورځ د تېلو بیې لومړی لوړې شوې؛ خو وروسته په بې‌ثباته بازار کې بېرته ثابتې شوې. دا بدلون وروسته له هغې راغی، چې د ۲۰۲۶ز.کال لپاره د تېلو د تقاضا وړاندوینې راکمې شوې. د برنټ اومه تېلو بیه شاوخوا ۸۸ ډالره او د امریکا د «وسټ ټکزاس انټرمیډیټ» اومه تېلو بیه شاوخوا ۸۳ ډالره وه.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

پر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

Published

on

امریکا او حوثیانو د سې‌شنبې پر ورځ پر بېلابېلو بېړیو له بریدونو خبر ورکړی؛ هغه بریدونه، چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خبرو کې د اختلافونو له زیاتېدا سره هم‌مهاله شوي او ژر هوکړې ته د رسېدو هیلې یې کمزورې کړې دي. تهران هم خبرداری ورکړی، چې تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د ایران شرطونه ونه‌مني.

دغه بریدونه د عمان په خلیج، هرمز تنګي ته څېرمه او سره سمندرګي کې ترسره شوي دي. دا دواړه د نړۍ د تېلو د لېږد مهمې لارې دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د جګړې له دوام سره د تېلو بیې لوړې شوي او د ونډو بازارونه ټیټ دي.

د برنټ تېلو بیه ۱.۴ سلنه لوړه شوې او هر بېرل ۸۸.۹۱ ډالرو ته رسېدلې؛ د امریکا د اومه تېلو بیه هم ۱.۳ سلنه لوړه شوې او پر ۸۳.۲۰ ډالرو معامله شوې ده.

د سره سمندرګي په سویلي برخه کې د یمن ټرانسپورټ وزارت ویلي، په باب‌المندب تنګي کې پر یوې کوچنۍ باروړونکې بېړۍ د حوثیانو په شکمن برید کې د بېړۍ څلور کارکوونکي وژل شوي دي. د یمن ساحلي ساتونکو هم ویلي، چې په دې پېښه کې د حوثیانو د مخالفې یوې پوځي ډلې دوه مرستندویان وژل شوي دي.

د حوثیانو اړوند«صبا» خبري آژانس ویلي؛ دې ډلې په باب‌المندب کې پر یوې سعودي بېړۍ، چې پوځي تجهیزات یې لېږدول، برید کړی دی. سعودي عربستان تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دغه راز د امریکا پوځ ویلي، د دغه هېواد د سمندري ځواکونو یوې چورلکې د پاناما بیرغ لرونکې یوې باروړونکې بېړۍ د لارښوونې سیسټم د له کاره اچولو لپاره دوه توغندي توغولي دي.

د امریکا د څرګندونو له مخې، دې بېړۍ د درېدلو او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د مراعاتولو خبرداری له پامه غورځولی و.

هرمز تنګی نه پرانیستل کېږي – تهران

د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي محسن رضايي د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، تر هغې به هرمز تنګی نه‌پرانیستل کیږي، چې امریکا د تهران شرطونه ونه‌مني.

هغه د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول او په سیمه کې د لبنان او غزې په ګډون د جګړو پای ته رسول د ایران له شرطونو څخه بللي دي.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران څخه د تېرو ۵۰ کلونو په جګړو، بریدونو او لاریونونو کې وژل شويو ته د غرامت غوښتنه وکړه.

ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ ویلي، امریکا د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري او خبرداری یې ورکړ، چې که ایران نور اقدامات وکړي؛ امریکا کولی شي سخت ځواب ورکړي.

هرمز تنګی د جګړې له پیل مخکې د نړۍ د تېلو او مایع ګاز شاوخوا پېنځمه برخه لېږدوله او د دې تنګي تړل کېدل کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو اغېز وکړي.

د فبرورۍ له اته‌ویشتمې څخه، چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونه پیل شول؛ په دغو نښتو کې زرګونه کسان وژل شوي دي. ایران هم د سیمې په څو هېوادونو کې د امریکا پر موخو او بېخبناوو بریدونه کړي دي.

ویل کیږي، چې د ایران د سپاه پاسداران د قومندان سلاکار محمدرضا نقدي ویلي، دغه ځواک د «دښمن په خاوره» کې د عملیاتو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!