تازه خبرونه
روسیه میگوید آماده پذیرش کارگران از افغانستان نیست
ضمیر کابلوف، نماینده ویژه روسیه در امور افغانستان، به خبرگزاری ریانووستی گفته است که کشورش به دلایل امنیتی، هنوز آماده پذیرش کارگران مهاجر از افغانستان به شکل گسترده آن نیست.
پیش از این، حسن گل حسن، سفیر افغانستان در روسیه، به خبرگزاری ریانووستی روسیه گفته بود که کابل در حال مذاکره با مقامات روسیه در مورد احتمال استخدام کارگران مهاجر افغان برای کار در بخش زراعت است.
کابلوف گفت: «ما نمیتوانیم درهای خود را به طور کامل به روی تعداد زیادی از افرادی که از توانایی خود برای کنترول آنها مطمئن نیستیم، باز کنیم – این خلاف قانون است. در حال حاضر، ما هیچ تضمین یا میکانیزم عملیاتی نداریم.»
به گفته کابلوف، این خطر وجود دارد که اگر هجوم مهاجرین از افغانستان به درستی کنترول نشود، افراد «عناصر مختلف، از جمله عناصر مخرب»، در میان صفوف آنها ظاهر شوند.
کابلوف ادامه داد: «چنین احتمالی در آینده وجود دارد. با این حال، همه چیز باید با دقت سازماندهی، تنظیم و نظارت شود. در حال حاضر، چنین برنامههایی وجود ندارد و این توضیحات به سفیر افغانستان ارائه شده است.»
به گفته کابلوف، سهمیه فعلی برای نیروی کار افغانستان در روسیه تقریباً ۸۰ نفر در سال است.
تازه خبرونه
حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او علماوو له «مثبتو څرګندونو» هرکلی وکړ
همدارنګه حقاني د یکشنبې پر ورځ د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې د پاکستان د دیني علماوو هغه اعلامیه وستایله، چې په کراچۍ کې خپره شوې وه او له دواړو حکومتونو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستیو څرګندونو ته، چې په کابل کې د علماوو د وروستۍ غونډې په اړه یې کړې وې؛ هرکلی ویلی دی.
همدارنګه حقاني د یکشنبې پر ورځ د کابل ښاروال د ستاینې په مراسمو کې د پاکستان د دیني علماوو هغه اعلامیه وستایله، چې په کراچۍ کې خپره شوې وه او له دواړو حکومتونو یې غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.
حقاني وایي: «که د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مثبت تعامل او هڅې دوام ومومي؛ مونږ به ترې قدرداني وکړو.»
هغه له پاکستان وغوښتل، چې د بېثباته کوونکو فعالیتونو پر ځای د افغانستان له بیارغونې ملاتړ وکړي. حقاني همدارنګه نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ بل هېواد پر ضد ونه کارول شي.
اسلامآباد تل ادعا کړې، چې په افغانستان کې د دوی میشت وسلهوال د پاکستان په ناامنۍ کې لاس لري.
اسلامي امارت دا تورونه ردوي او ټینګار کوي، چې د پاکستان د کورني امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستلی نشي.
د تېر کال د اوکټوبر په میاشت کې دواړه لوري د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ونښتل، چې په پایله کې یې لسګونه کسان ووژل شول او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ودرېده او د سولې پړاویزې خبرې هم بې پایلې شوې.
تازه خبرونه
په پراختیايي لویو پروژو کې د امریکا رول باید له پامه ونهغورځول شي
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوهیم رییس ذاکر جلالي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هممهاله ټینګار کړی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند ته ورته د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدا کې د امریکا مثبت رول باید له پامه ونه غورځول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې په افغانستان کې د امریکا شلکلن حضور د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یو استثنايي پړاو و او له دې هاخوا هم د کابل او واشنګټن اړیکې له جدي پېچلتیاوو سره مخ ندي.
د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دوهیم رییس ذاکر جلالي کابل ته د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له سفر سره هممهاله ټینګار کړی، چې د کندهار نړیوال هوايي ډګر او د هلمند د کجکي بند ته ورته د لویو پراختیايي پروژو په پلي کېدا کې د امریکا مثبت رول باید له پامه ونه غورځول شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په اوسنیو شرایطو کې یو ځل بیا داسې زمینه برابره شوې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د رغېدا او پراختيا په لار کې کوم جدي خنډ نه ليدل کېږي.
ذاکر جلالي ټینګار کړی؛ د دوحې تاريخي هوکړې لاسليک ښيي: په دواړو لوريو کې د پام وړ کچه عملگرايي شته، چې د ماضي اسيران پاتې نشي او د يوه واقعبينانه تګلارې له مخې د اړيکو د پراختيا پر فرصتونو کار وکړي.
تازه خبرونه
زلمي خلیلزاد په کابل کې له امیرخان متقي سره ولیدل
په دې لیدنه کې، چې نن (یکشنبه د مرغومي اوومه) تر سره شوې؛ دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د سولي پخوانی استازی زلمی خلیلزاد په کابل له بهرنیوچارو وزیر امیرخان متقي سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې، چې نن (یکشنبه د مرغومي اوومه) تر سره شوې؛ دواړو خواوو د افغانستان او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د لارو چارو، فرصتونو او همدارنګه د ننګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ تعامل یو نوي پړاو ته داخل شوی او د خبرو اترو له لارې د اړیکو د پرمختګ لپاره فرصتونه شتون لري.
زلمی خلیلزاد په افغانستان کې د امنیت او بیارغونې په برخو کې له پرمختګ ستاینه کړې او د دوه اړخیزو خبرو اترو پر دوام یې ټینګار کړی دی.
-
تازه خبرونه5 days agoپاکستان پر جوماتونو او مدرسو نه د ترهګرو پر وړاندې عملیات کوي – خواجه آصف
-
تازه خبرونه4 days agoد امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه ترکیه کې د داعش ۱۱۵ شکمن غړي ونیول شول
-
تازه خبرونه4 days agoله افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
-
نړۍ4 days agoد نایجریا په یوه جومات کې چاودنې ۳۵ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې
-
تازه خبرونه4 days agoملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
-
تازه خبرونه1 day agoپه سعودي عربستان، قطر او ترکیه کې خبرو منطقي پایله نلرله
-
تازه خبرونه1 day agoکابل د اسرائیلو لهخوا د سومالیالینډ پر رسمیت پېژندل وغندل
