تازه خبرونه
روسیې رسماً اسلامي امارت پر رسمیت وپېژاند – بهرنیو چارو وزارت
د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبري خبرپاڼه کې ولیکل، چې ژیرنوف د دې پرېکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو تاریخي ګام وباله.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې د روسیې سفیر دمیتري ژیرنوف له بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي سره ولیدل او په رسمي ډول یې د روسیې د حکومت هغه پرېکړه ابلاغ کړه، چې پر بنسټ یې مسکو د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژني.
د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ ناوخته په یوه خبري خبرپاڼه کې ولیکل، چې ژیرنوف د دې پرېکړې پر اهمیت ټینګار وکړ او دا یې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو تاریخي ګام وباله.
په دې لیدنه کې امیرخان متقي هم د روسیې له دې پرېکړې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبتو اړیکو، متقابل درناوي او رغنده تعامل د نوي پړاو پیل وباله.
متقي زیاته کړې؛ د روسیې دا حقیقي پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې د یو مهم پرمختګ په توګه یاده شي او د نورو هېوادونو لخوا به د ورته اقداماتو لپاره یوه ښه بېلګه چمتو کړي.
هغه دا هم ویلي، چې له دې اقدام سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري نوره هم پراخه شي.
