تازه خبرونه

روسیې له افغانستان سره د انرژۍ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوه‌اړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې مسکو ته د دې ادارې د پلاوي په سفر کې روسي چارواکو له دې هېواد سره د برښنا په برخه کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوه‌اړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.

په دې لیدنه کې روسي لوري هم د افغانستان له پلاوي هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د انرژۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره په‌خپلې ژمنتیا ټینګار کړی او دا یې د خپلو ناستو د دوامدارې اجنډا برخه بللې ده.

همدارنګه په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د برښنا د انرژۍ او تخنیکي همکاریو د اړیکو پراختیا اړینه بللې او د روسیې له همکاریو یې مننه کړې ده.

د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جلبولو او په هېواد کې د برښنا د وضعیت د ښه‌والي لپاره ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version