نړۍ
روسیې له اټومي انرژۍ برخمن نوی بوروستنیک کروز توغندی وآزمایه
رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر د روسیې پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ اوربند ته د فشار راوستلو لپاره خپل دریځ نور هم سخت کړی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ دې هېواد له اټومي انرژۍ برخمن خپل بوروستنیک کروز توغندی بریالی آزمویلی، چې هر دفاعي ډال ماتولی شي او د دې وسلې د ځای پر ځای کولو پر لوري به حرکت وکړي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر د روسیې پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ اوربند ته د فشار راوستلو لپاره خپل دریځ نور هم سخت کړی دی.
د روسیې لوړپوړي جنرال او د روسیې د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز والیري ګیراسیموف پوتین ته ویلي، چې دې توغندی د آزموینې پر مهال د اوکټوبر پر یوویشتمه ۱۴۰۰۰ کیلومټره (۸۷۰۰ میله) واټن وهلی او شاوخوا ۱۵ ساعته په هوا کې و.
روسیه وايي، چې 9M730 بوروستنیک (توپان مرغۍ) چې ناټو SSC-X-9 اسکای فال نومولی؛ د اوسنيو او راتلونکو توغندیو د دفاع لپاره “نه ماتیدونکی” دی، تقریبا نامحدود واټن او نامحدوده لار وهي.
پوتین د کرملین لهخوا په خپرو شویو څرګندونو کې، چې د اوکراین د جګړې د څارنې لپاره یې پوځي لباس اغوستی و؛ د یکشنبې پر ورځ له جنرالانو سره په یوه غونډه کې وویل: “دا یوه ځانګړې وسله ده، چې هیڅوک یې په نړۍ کې نلري.”
په دې راپور کې راغلي؛ په ۲۰۱۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د 9M 730 بوروستنیک د اعلان راپدېخوا پوتین دا وسله د امریکا د توغندیو د دفاعي ډال جوړولو لپاره په غبرګون کې له هغې وروسته کارولې، چې واشنګټن په ۲۰۰۱ کال کې د ۱۹۷۲ کال د بالستیک ضد توغندیو تړون څخه په یو اړخیزه توګه ووت.
پوتین د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه ته یو ځل روسیې څانګوالو ویلي وه، چې دا وسله هیڅکله هم ممکنه نوه؛ خو اوس یې “اړینه آزموینه” پای ته رسېدلې ده.
هغه د جګړې د وخت یوه باوري قومندان ګیراسیموف ته ویلي؛ روسیه و پوهیږي، چې څنګه وسلې طبقه بندي کړي او د بوروستنیک د ځای پرځای کولو لپاره بېخبناوې چمتو کړي.
پوتین د توغندي د آزموینې وخت او اعلان د اوکراین د جګړې له مسوولو جنرالانو سره د قومندې د مرکز په یوه غونډه کې پډاګه کړ، چې لویدیځ او په ځانګړي توګه ټرمپ وپوهوي.
سپینې ماڼۍ تر دې دمه د توغندي د آزموینې په اړه له غوښتنې سره – سره له تبصرې ډده کړې ده.
رویټرز راپور ورکړی؛ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې بوروستنیک توغندی پر اټومي ځواک الوتنه کړې او دا آزموینه له نورو سره توپیر لري؛ ځکه، چې نامحدود واټن یې وهلی او کولی شي د توغندیو ضد هر ډول دفاع ماته کړي.