نړۍ
روسیې پر کیف د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د شنبې پرشپه او د یکشنبې د سهار ترمنځ یې د دې هېواد په فضا کې ۱۹ اوکراینۍ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د اوکراین ښاري چارواکو ویلي؛ د شنبې پر شپه روسیې د اوکرایین پر پلازمېنه کیف د بې پېلوته الوتکو پرلهپسې بریدونو کړي، چې تر ماسپښینه روان ول لږ تر لږه یې یو کس ټپي کړی دی.
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې د شنبې پرشپه او د یکشنبې د سهار ترمنځ یې د دې هېواد په فضا کې ۱۹ اوکراینۍ بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د بې پیلوټه الوتکو پاتې شوني د ښار په شپږو ولسوالیو کې راغورځېدلي، یو پولیس افسر یې ټپي کړی، د استوګنې ودانیو ته یې زیان رسولی او اورونه یې بل کړل.
د کیف ښاري چارواکي سرهي پاپکو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: یوه بله شپه. د هوايي برید یوه بله خبرتیا. د بې پیلوټه الوتکې یو بل برید. د روسیې د فډراسیون وسلوالو ځواکونو د خپلو پخوانیو او پېژندل شویو ټاکټیکونو له مخې یو ځل بیا پر کیف برید وکړ.
هغه زیاته کړې؛ ټولې هغه بې پیلوټه الوتکې، چې کیف یې هدف و، ویشتل شوې دي.
د اوکراین د انرژۍ چمتوکوونکي DTEK ویلي، چې پلازمینې ته د برښنا ورکولو د لوړ ولټاژ لین او په کیف سیمه کې د توزیع دوه شبکې زیانمنې شوې.
DTEK څرګنده کړې، چې برښنا اکثرا بېرته رغول شوې او د رغونې کار روان دی.
دغه راز رویټرز خبریالانو ویلي، چې هوایي بریدونه له پېنځه ساعتونو څخه ډېر روان ول او د ښار په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
دغه راز زیاته شوې، چې یوه بې پیلوټه الوتکې د اټوماټیکو وسلو په ډزو کې ټیټه الوتنه کړې ده.
د اوکراین پوځ د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع په برخه کې د روسیې له ۷۱ بې پیلوټه الوتکو څخه ۳۹ یې له منځه وړل شوي او ۲۱ نور یې په سیمه کې ورکې شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، چې د پولتاوا په مرکزي او شمال ختیځ سومي او خارکوف سیمو کې هم د بریدونو راپور ورکړ شوی دی.
هغه په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي، د ایران لخوا جوړ شوې برید کوونکې بې پیلوټه الوتکې، چې روسیه یې کاروي. شپه او ورځ د بې پیلوټه الوتکو له ګواښ سره مخ یوو.
روسي ځواکونو د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ څخه پخپل ګاونډ د اوکراین پر ښارونو او د جګړې لومړیو کرښو شاته منظم هوايي بریدونه کړي دي.
د کییف پوځ د جمعې پر ورځ ویلي، چې د مسکو ځواکونو یوازې د اوکټوبر په میاشت کې د اوکراین پر ملکي او نظامي اهدافو له ۲۰۰۰ ډېر بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.
روسیې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي او ویلي یې دي، چې د پوځي بېخبناوو برښنا تاسیسات یې مشروع هدفونه دي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه5 days agoپه افغانستان کې د سنتي نبوي طب پوهنځی منظور شو
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان ملي پراختیا سټراټیژي له خطر سره مخ ده – یوانډيپي
-
لوبی3 days agoآریانا ټلویزیون په افغانستان کې ژمنی المپیک خپروي
-
تازه خبرونه5 days agoپه دوحه کې د افغانستان د ۵زره کلن تاریخ او کلتور نندارتون پرانیستل شو
-
تازه خبرونه5 days agoپه شانګهای همکاریو ټولنه کې د افغانستان فعال ګډون ممکن او عملي دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپه بلوچستان کې له خونړیو نښتو وروسته د پاکستان پوځ خپل هوایي بریدونه بریالي وګڼل
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو غلي بحران او د میلیونونو کډوالو راستنېدا افغانستان له ګواښ سره مخ کړی
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د چاودېدونکو توکو له کبله د ډېرو تلفاتو لرونکو هېوادونو په نوملړ کې ونیول شو
