سیمه ییز خبرونه

زمونږ پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید له نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده- ایران

عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” امریکا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو پر له برید کولو سره د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه سخته سرغړونه کړې ده.”

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا لخوا پر ایراني اټومي تاسیساتو د هوايي بریدونو په غبرګون کې دا اقدام وغانده او دا یې د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د نه خپرېدا تړون (NPT) څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

عراقچي په ایکس پاڼه کې لیکلي: ” امریکا، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ایران پر سوله‌ییزو اټومي تاسیساتو پر له برید کولو سره د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوال قانون او د اټومي وسلو د نه خپرېدا له تړون څخه سخته سرغړونه کړې ده.”

هغه د امریکا دا اقدام یو “له شرمه ډک عمل” وباله او خبرداری یې ورکړ، چې د دې یرغل پایلې به “اوږدمهاله او دوامداره” وي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر هم له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د دې “خورا خطرناک، غیرقانوني او جرمي” چلند په اړه خبرداری ورکړي او غبرګون څرګند کړي.

هغه د ایران له مشروع حق څخه پر دفاع د ټینګار تر څرګند زیاته کړه: “د ملګرو ملتونو د منشور او د مشروع دفاعي ځواب په اړه د دې ټولنې له احکامو سره سم ایران د خپل حاکمیت، ګټو او خلکو د دفاع لپاره ټول غوراوي خوندي کوي.”

دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او په سیمه کې د نورې بې ثباتۍ د خطر په اړه نړیوالې اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.

Trending

Exit mobile version