Connect with us

تازه خبرونه

زه اوس هم د افغانستان ولسمشر یم

خپور شوی

د

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني، چې تېر کال یې د اګست پر ۱۵ له هېواده تېښته کړې؛ په خپلې لومړۍ تلویزیوني مرکه کې وایي: د هېواد د اساسي قانون له مخې اوس هم د هېواد ولسمشر یم.

په راتلونکیو څو ورځو کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او له هېواده د پخواني ولسمشر اشرف غني د تېښتې یو کال پوره کېږي.

اشرف غني د جمهوري نظام له سقوط وروسته په خپله لومړنۍ تلویزیوني مرکه کې، چې له A.B.N تلویزیون سره یې کړې؛ ادعا کوي، چې د اساسي قانون له مخې اوس هم د افغانستان ولسمشر ګڼل کېږي او تر هغې، چې د هېواد وګړي په قانوني بڼه بل څوک د ولسمشر په توګه و نه ټاکي، نو پخپل ځای به پاتې وي.

هغه وایي: زه د اساسي قانو پر بنسټ ولسمشر یم او تر هغې، چې د افغانستان خلک په قانوني بڼه بل څوک ونه ټاکي؛ زه ولسمشر یم.

اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې له افغانستان څخه وتښتېد وايي؛ هغه وروستی کس و، چې له افغانستان څخه ووت. د هغه په خبره؛ دا کار یې، ځکه وکړ، چې د داکتر نجيب الله له برخلیک سره مخ نشي.

هغه زیاته کړې، چې له ده مخکې د ملي دفاع وزير په ګډون د کابينې ډېر غړي له افغانستان څخه تښتېدلي وه.

اشرف غني وایي: زه وروستی کس وم، چې له هېواده ووتم او دا هم د دې لپاره، چې د افغانستان د ولسمشر داکتر نجیب ترخه تجربه تکرار نشي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې؛ د نظام په سقوط کې ټولو سیاستوالو ونډه درلوده.

هغه د ملي پخلاینې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله د جمهوريت د ړنګېدو مسوول بولي او پر زلمی خلیلزاد هم نیوکې کوي.

نوموړی په دې اړه وایي: داکتر عبدالله د جمهوریت د نه ټینګښت مسوول دی. په ځانګړي توګه په وروستیو اووه کلونو کې. دوه یم دا، چې د افغانستان د سولې شورا مسوول وې؛ کوم ګام دې پورته کړ؛ د کاغذ پر مخ دې کومه طرحه وړاندې کړه او یا په عمل کې کله ، چې دوحې ته په ځانګړې الوتکه کې ولاړې او د اختر پر ورځ بېرته راغلې؛ ماته دې وویل، چې طالبان هیځ راز حرکت ته چمتو ندي.

د هېواد یو شمېر وګړي د اشرف غني دغه خبرې د شرم وړ بولي او وايي، چې د اوسنیو ټولو اقتصادي بدمرغیو لامل له افغانستان څخه د اشرف غني وتل دي.

د هېواد یو شمېر نور وګړي بیا وایي؛ اشرف غني د بښنې پر ځای بې ګټې خبرې وکړې، ځکه د ده تېښته د حکومت د سقوط لامل شوه، امنیتي بنسټونه له ماتې سره مخ شول او د نجونو ښوونځي اوس هم تړلي دي.

دوی د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي سره د ده د پرتلې په اړه وايي، هغه د یو موټي ولس ولسمشر دی او امر يې د هېواد ټول امنیتي ځواکونه مني.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د اشرف غني له وتلو وروسته د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح د افغانستان د اساسي قانون له مخې ځان د ولسمشرۍ مشروع سرپرست اعلان کړی دی.

تازه خبرونه

له بشپړ ډاډ پرته به له پاکستان سره سوداګریزې لارې تړلې پاتې وي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له پاکستان سره د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو په اړه خپل رسمي دریځ څرګند کړ او وایي، چې دا لارې به یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې اسلام‌آباد د سیاسي او اقتصادي فشار د نه‌کارولو په اړه قوي تضمین وړاندې کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تازه ټینګار کړی؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې او ټرانزیټي لارې پاکستان د سیاسي او اقتصادي فشار لپاره غیرقانوني وتړلې، چې “د دواړو خواوو خلکو ته یې پوره زیانونه واړول.”

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: ” دا، چې افغانستان خپلې اساسي اړتیاوې له ډېرو نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي؛ نو اسلامي امارت پرېکړه کړې، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او د دواړو خواوو د خلکو د هوساینې او د باعزته سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره به له پاکستان سره سوداګریزې لارې یوازې هغه وخت پرانیستل شي، چې د پاکستان حکومت بشپړ ډاډ وړاندې کړي.”

نوموړی وایي، چې دا ډاډ او تضمین دې په راتلونکي کې د سیاسي او اقتصادي فشار د وسیلې په توګه د دغو دروازو د کارولو مخه ونیسي؛ ځکه سوداګري د پاکستان او افغانستان د خلکو مشروع حق دی او باید  زیانمنه نشي.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د دې پرېکړې بنسټیزه موخه د سوداګرو د حقونو ساتنه، د ټرانزیټي لارو ثبات او د خلکو له اقتصادي اړتیاوو سره د سیاسي کړنې مخنیوی دی.

ویل کیږي، چې د دې لارو د بیا پرانستلو لپاره هر ګام باید د متقابل احترام او تلپاتې همکارۍ پر بنسټ پورته شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته له خپلو دروازو اجازه ورکړه

اوس د عوایدو فډرالي ادارې (FBR) او د ټرانزیټ عمومي ریاست ته یو رسمي لیک لېږل شوی، چې د ملګرو ملتونو درې ادارو؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اړوند توکو ته د چمن او تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي.

Published

on

Torkham

د پاکستانيو رسنیو د راپورونو له مخې؛ د پاکستان حکومت له نږدې دوه میاشتو راپدېخوا په تورخم، غلام خان، خرلاچي، انګور اډې او چمن دروازو کې د صادراتو، وارداتو او افغان ټرانزیټي توکو د ټولو ګمرکي عملیاتو له ځنډ وروسته افغانستان ته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لېږد بهیر ته اجازه ورکړه.

اوس د عوایدو فډرالي ادارې (FBR) او د ټرانزیټ عمومي ریاست ته یو رسمي لیک لېږل شوی، چې د ملګرو ملتونو درې ادارو؛ د خوړو نړیوال پروګرام (WFP)، یونیسف او د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) اړوند توکو ته د چمن او تورخم له لارې د تګ راتګ اجازه ورکوي.

په لومړي پړاو کې د خوراکي توکو، روغتیایي تجهیزاتو او د ماشومانو د ملاتړ توکو ټولټال ۱۴۳ کانټینرونه به ولېږدول شي:

د خوړو ۶۷ کانټینرونه (WFP)

د ماشومانو اړوند تجهیزاتو او مرستې ۷۴ کانټینرونهUNICEF) ) او

د روغتیا او کورنۍ خدماتو ۲ کانټینرونهUNFPA) ).

چارواکو ویلي، چې دا پرېکړه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په اسلام‌آباد کې د ملګرو ملتونو د استوګنې له همغږي کوونکي سره ونیول شوه.

د سپارښتنې له مخې؛ د لېږد بهیر به په درې پړاوونو کې ترسره شي: لومړی خواړه، بیا درمل او طبي تجهیزات او ورپسې د تعلیمي خدماتو لپاره اړین توکي.

اوسمهال شاوخوا ۴۹۵ باري لارۍ په چمن او تورخم کې د تېرېدو پر تمه ولاړې دي، چې ۴۱۲ لارۍ په چمن او ۸۳ نورې په تورخم کې بندې دي.

پاکستانيو چارواکو ټینګار کړی؛ د دروازو پړاویزه خلاصېدا به یوازې د بشري توکي لپاره وي، چې د عادي سوداګرۍ د بیا پیل معنا نلري.

پاکستان په ۲۰۲۴-۲۰۲۵ مالي کال کې د ټرانزیټ له لارې له ۱.۰۱۲ میلیارډ ډالرو څخه ډېر صادرات ثبت کړي، چې ۴۲ زره ۹۵۹ کانټینرونه رانغاړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون او حکومتي نظام له پیله د ناکامۍ په حال کې ول – سیګار

په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.

Published

on

د افغانستان بیا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) د تازه خپور شوی راپور له مخې؛ د امریکا ۲۰ کلنه هڅه، چې په افغانستان کې یې د یو ډیموکراټیک نظام د رامنځته کولو لپاره ترسره کړه؛ په عمل کې د «یو ستر فساد، غلا او د میلیارډونو ډالرو د ضایع کولو» پر دوراني حالت بدله شوه. دا راپور، چې د ډسمبر پر درېیمه خپور شوی؛ د سیګار د ۱۷ کلنې څېړنې پایله ده.

په راپور کې راغلي؛ هغه حکومت، چې امریکا رامنځته کړ« د جرمونو یو پراخ شرکت » و.

سیګار زیاته کړې؛ امریکا ټولټال ۱۴۴.۷ میلیارډ ډالر د افغانستان د بیا رغونې لپاره لګولي، چې کچه یې له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د «مارشال پلان» له هغې هم زیاتېږي؛ خو دغو پیسو یو داسې حکومت رامنځته کړ، چې د سیګار د سرپرست ژان الویز د څرګندونو له مخې: «اصلاً د اداري فساد او جرمونو یوه تصدي وه.»

د راپور له مخې؛ امریکا د اوږده وخت لپاره د افغانستان په حکومتي ادارو او امنیتي ځواکونو کې پراخ فساد له پامه غورځولی و.

سیګار د فساد، اختلاس او ناوړه ګټې اخیستنې ټولټال ۱۳۲۷ پېښې ثبت کړي، چې په کې ټولټال ۲۹.۲ میلیارډ ډالر ضایع شوي دي.

سیګار وايي؛ میلیونونه ډالر پر هغو الوتکو، ودانیو او پروژو ولګېدل، چې یا ونه‌کارول شول یا بې کاره پاتې دي.

رشوت، قاچاق او له بښنې برخمنې کړۍ

راپور ښیي، چې امریکایي او افغان قراردادیانو د رشوت، رسمي قراردادونو او اختلاس له لارې میلیارډونه ډالر جیب ته واچول. ان ځینو کسانو ته له امریکایي استخباراتي ادارو سره د کار کولو له کبله “معافیت” ورکړ شوی و.

د بېلګې په توګه یو افغان سوداګر امریکایي ځواکونو ته د تېلو د قاچاق لپاره ۱.۲۵ میلیون ډالر رشوت ورکړی و. په یوه بله پېښه کې یوې امریکایي جوړې له افغانستان څخه د میلیونونو ډالرو عایداتو مالیات نه‌ول ورکړي.

له وتلو وروسته په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو تجهیزاتو پاتې‌کېدا

د یاد راپور له مخې؛ امریکا د افغان اردو لپاره پر نظامي تجهیزاتو او جوړښتونو ۳۸.۶ میلیارډ ډالر لګولي دي.

د بېلګې په توګه:

  • ۹۶ زره پوځي وسایط
  • ۴۲۷ زره وسلې
  • ۱۶۲ الوتکې
  • ۱۷۴۰۰د شپې لید عینکې

د امریکایي ځواکونو له وتلو سره په افغانستان کې د ۷.۱ میلیارډ ډالرو پر ارزښت تجهیزات پاتې شول. سیګار وايي: هغه ودانۍ، چې ویجاړ شوې ندي؛ ” اوس ښایي د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې وي.”

پټول او د همکارۍ نشتوالی

ژان الویز وايي، چې د څېړنې پر مهال سیګار د امریکایي چارواکو له کمې همکارۍ سره مخ شوی او دغه وضعیت د بایدن د حکومت په وخت کې نور هم بد شو: « دوی پوره یو کال له همکاریو ډډه وکړه؛ نه یې خبرې کولې او نه هم همکاري.»

په مرکو کې ان ځینو پخوانیو چارواکو ویلي؛ دوی له کلونو راپدېخوا پوهېدل، چې په افغانستان کې د امریکا پروژه “له ناکامۍ سره مخ ده.”

په شل کلنه جګړه کې زرګونه کسان ووژل شول

د براون پوهنتون «د جګړې لګښتونه » پروژې د څرګندونو له مخې:

  • ۲۳۲۰ امریکایي سرتېري
  • ۶۹ زره افغان امنیتي ځواکونه او پولیس
  • ۴۶ زره ملکي وګړي

د امریکا په ۲۰ کلنه جګړه کې وژل شوي دي.

د سیګار وروستۍ پایله: “د دې جګړې لګښت له پیسو څخه ډېر و”

سیګار ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن شتون نه یوازې د خپلو اهدافو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، بلکې پر میلیارډونو ډالر یې ضایع او داسې جوړښتونه یې رامنځته کړل، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په څو ورځو کې بشپړ له منځه ولاړل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!