تازه خبرونه
زیلینسکي د اوکراین د متحدینو په ناسته کې د ګډون لپاره لندن ته ځي
د مکرون د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه حضوري او مجازی ترسره کیږي او د اوکراین لپاره به له اوربند وروسته د پوځي ملاتړ پر پیاوړتیا او احتمالي بریدونو مخنیوي راوڅرخیږي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په سلووینیا کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال څرګنده کړې؛ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي به د جمعې پر ورځ په لندن کې د دې هېواد د متحدینو په غونډه کې، چې د “رضاکارانو ائتلاف” نوميږي؛ ګدون وکړي.
د مکرون د څرګندونو له مخې؛ دا غونډه حضوري او مجازی ترسره کیږي او د اوکراین لپاره به له اوربند وروسته د پوځي ملاتړ پر پیاوړتیا او احتمالي بریدونو مخنیوي راوڅرخیږي.
د رضاکارانو ائتلاف په فبرورۍ کې فرانسې او بریتانیا رامنځته کړی، چې په وروستیو میاشتو کې یې پر بېلابېلو کچو خبرو اوکراین ته د پوځي مرستې ګډ پلانونه وروستي کړي دي.
زیلینسکي تېره اوونۍ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره خپله غونډه “بریالۍ” وبلله او څرګندوي، چې د نويو هوایي دفاعي سیسټمونو د ترلاسه کولو لپاره هم زمینه برابره شوې ده.