روغتيا
سبا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کیږي
دا کمپاین، چې د چنګاښ پر شلمه پیل کیږي او په ډېرو ولایتونو او ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د ترسره کولو تر څنګ به د ویټامین A اضافي درمل هم ووېشل شي.
له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ د یکشنبې پر ورځ اعلان کړی؛ په افغانستان کې به د ګوزڼ یا پولیو واکسین یو نوی ملي کمپاین پیل کړي، چې موخه یې له پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د دغې بېوسهکوونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول دي.
دا کمپاین، چې د چنګاښ پر شلمه پیل کیږي او په ډېرو ولایتونو او ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د ترسره کولو تر څنګ به د ویټامین A اضافي درمل هم ووېشل شي.
روغتیايي چارواکي ويلي، چې دا نوښت نه یوازې د ګوزڼ د خپرېدو مخنیوي لپاره دی، بلکې د ماشومانو د معافیت سیسټمونو پیاوړتیا او د ماشومانو د عمومي روغتیا ښه کولو لپاره هم ډیزاین شوی دی.
دې بنسټ ویلي: “د کمپاین موخه له پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومان د ګوزڼ له بېوسهکوونکو اغېزو څخه ژغورل دي.”
دې بنسټ له کورنیو وغوښتل؛ له روغتیایي کارمندانو سره په بشپړه توګه همکاري وکړي او دا ډاډ ترلاسه شي، چې هیڅ ماشوم له واکسین پاتې نشي.
پولیو یوه ډېره ساري ویروسي ناروغي ده، چې لومړی ماشومان اغېزمنوي او د ککړو اوبو له لارې لېږدول کیږي. په لومړنیو نښو کې یې تبه، ستړیا، سر درد، کانګې او د غړو درد شامل دي.
په سختو پېښو کې نږدې له هرو ۲۰۰ انتاناتو څخه د دې ناروغۍ یوازې یو کولی شي د نه بدلیدونکي فلج لامل شي.
افغانستان د پاکستان تر څنګ د نړۍ دوه یوازني هېوادونو دي، چې اوس هم د پولیو وحشي ویروس لېږد په کې له منځه ندی تللی.
روغتیايي چارواکي د واکسیناسیون دوامداره کمپاینونه؛ د ویروس د له منځه وړلو او د افغان ماشومانو ترمنځ د ژوند د معلولیت د مخنیوي لپاره خورا مهم ګڼي.
له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ په کمپاینونو کې پر ګډون او ملاتړ ټینګار کړی، چې دا کمپاین له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان پر لوري یو اړین ګام دی.
نړیوالو شریکانو هم له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کړی دی؛ جاپان، له یونیسف او د جاپان نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) سره په ملګرتیا کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د معافیت پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده. دا بودجه به له ۱۲ میاشتني نوښت څخه ملاتړ وکړي، چې موخه یې د پولیو او د ماشومانو له میاشنتیو واکسینونو سره له ۱۳ میلیون څخه د ډېرو ماشومانو ملاتړ دی.
یونیسف د جولای پر لسمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د جاپان حکومت ژمنه وستایله .
دې ادارې ویلي: “دا نوې مرسته د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره په ځانګړي توګه په محرومو، له شخړو اغېزمنو او د لاسرسي وړ سیمو کې د نړیوالو هڅې او د جاپان اوږدمهاله ملاتړ بیا تائیدوي.”
سره له دې، چې د پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومانو او د میندو د مړینې په کمولو کې وروستي پرمختګونه شوي؛ خو د افغانستان په ډېری برخو کې اساسي روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی محدود پاتې دی، چې له کبله یې په میلیونونو ماشومان له مخنیوي وړ ناروغیو سره مخ دي. په ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ پېښو بیا راڅرګندېدو په ځانګړي توګه د ګرځنده خلکو، پولې هاخوا او مخکې له لاسرسي وړ ټولنو کې د ماشومانو ترمنځ معافیت د پام وړ تشه څرګندوي.
په داسې حال کې، چې زنځیري بېخبناوې او د واکسین رسولو سیسټمونه ښه شوي؛ روغتیایی چارواکي خبرداری ورکوي، چې هر ماشوم ته د رسېدو او د پوښښ پاتې تشو د ډکولو لپاره دوامداره پاملرنې او بېړني اقدام ته اړتیا ده.
له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي: ” له پولیو څخه د پاک افغانستان ګډې هڅې د افغان ماشومانو د صحي او روښانه راتلونکي د ډاډمنولو غوښتنه کوي. “