Connect with us

روغتيا

سبا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کیږي

دا کمپاین، چې د چنګاښ پر شلمه پیل کیږي او په ډېرو ولایتونو او ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د ترسره کولو تر څنګ به د ویټامین A اضافي درمل هم ووېشل شي.

خپور شوی

د

له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ د یکشنبې پر ورځ اعلان کړی؛ په افغانستان کې به د ګوزڼ یا پولیو واکسین یو نوی ملي کمپاین پیل کړي، چې موخه یې له پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د دغې بې‌وسه‌کوونکې ناروغۍ پر وړاندې واکسین کول دي.

دا کمپاین، چې د چنګاښ پر شلمه پیل کیږي او په ډېرو ولایتونو او ولسوالیو کې د ګوزڼ واکسین د ترسره کولو تر څنګ به د ویټامین A اضافي درمل هم ووېشل شي.

روغتیايي چارواکي ويلي، چې دا نوښت نه یوازې د ګوزڼ د خپرېدو مخنیوي لپاره دی، بلکې د ماشومانو د معافیت سیسټمونو پیاوړتیا او د ماشومانو د عمومي روغتیا ښه کولو لپاره هم ډیزاین شوی دی.

دې بنسټ ویلي: “د کمپاین موخه له پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومان د ګوزڼ له بې‌وسه‌کوونکو اغېزو څخه ژغورل دي.”

دې بنسټ له کورنیو وغوښتل؛ له روغتیایي کارمندانو سره په بشپړه توګه همکاري وکړي او دا ډاډ  ترلاسه شي، چې هیڅ ماشوم له واکسین پاتې نشي.

پولیو یوه ډېره ساري ویروسي ناروغي ده، چې لومړی ماشومان اغېزمنوي او د ککړو اوبو له لارې لېږدول کیږي. په لومړنیو نښو کې یې تبه، ستړیا، سر درد، کانګې او د غړو درد شامل دي.

په سختو پېښو کې نږدې له هرو ۲۰۰ انتاناتو څخه د دې ناروغۍ یوازې یو کولی شي د نه بدلیدونکي فلج لامل شي.

افغانستان د پاکستان تر څنګ د نړۍ دوه یوازني هېوادونو دي، چې اوس هم د پولیو وحشي ویروس لېږد په کې له منځه ندی تللی.

روغتیايي چارواکي د واکسیناسیون دوامداره کمپاینونه؛ د ویروس د له منځه وړلو او د افغان ماشومانو ترمنځ د ژوند د معلولیت د مخنیوي لپاره خورا مهم ګڼي.

له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ په کمپاینونو کې پر ګډون او ملاتړ ټینګار کړی، چې دا کمپاین له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان پر لوري یو اړین ګام دی.

نړیوالو شریکانو هم له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان ملاتړ کړی دی؛ جاپان، له یونیسف او د جاپان نړیوالې همکارۍ ادارې (JICA) سره په ملګرتیا کې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د معافیت پروګرامونو د پیاوړتیا لپاره ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده. دا بودجه به له ۱۲ میاشتني نوښت څخه ملاتړ وکړي، چې موخه یې د پولیو او د ماشومانو له میاشنتیو واکسینونو سره له ۱۳ میلیون څخه د ډېرو ماشومانو ملاتړ دی.

یونیسف د جولای پر لسمه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د افغانستان له روغتیایي سکټور سره د جاپان حکومت ژمنه وستایله .

دې ادارې ویلي: “دا نوې مرسته د ګوزڼ د له منځه وړلو لپاره په ځانګړي توګه په محرومو، له شخړو اغېزمنو او د لاسرسي وړ سیمو کې د نړیوالو هڅې او د جاپان اوږدمهاله ملاتړ بیا تائیدوي.”

سره له دې، چې د پېنځه کلونو څخه کم عمره ماشومانو او د میندو د مړینې په کمولو کې وروستي پرمختګونه شوي؛ خو د افغانستان په ډېری برخو کې اساسي روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی محدود پاتې دی، چې له کبله یې په میلیونونو ماشومان له مخنیوي وړ ناروغیو سره مخ دي. په ۲۰۲۳ کال کې د ګوزڼ پېښو بیا راڅرګندېدو په ځانګړي توګه د ګرځنده خلکو، پولې هاخوا او مخکې له لاسرسي وړ ټولنو کې د ماشومانو ترمنځ معافیت د پام وړ تشه څرګندوي.

په داسې حال کې، چې زنځیري بېخبناوې او د واکسین رسولو سیسټمونه ښه شوي؛ روغتیایی چارواکي خبرداری ورکوي، چې هر ماشوم ته د رسېدو او د پوښښ پاتې تشو د ډکولو لپاره دوامداره پاملرنې او بېړني اقدام ته اړتیا ده.

له ګوزڼ څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي: ” له پولیو څخه د پاک افغانستان ګډې هڅې د افغان ماشومانو د صحي او روښانه راتلونکي د ډاډمنولو غوښتنه کوي. “

روغتيا

روسي شرکت «فارماسینتز» د افغانستان د درملو بازار ته داخلیږي

دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.

Published

on

روسي رسنیو راپور ورکړی، چې روسي شرکت «فارماسینتز» څرګندوه کړې، چې ډېر ژر به افغانستان ته د درملو صادرات پیل کړي او په دې اړه یې له افغانستان عامې روغتیا وزارت سره اړینې هوکړې کړې دي.

دې شرکت ویلي، چې د درملو لومړنی بار به په راتلونکو دوه میاشتو کې افغانستان ته ورسېږي. فارماسینتز زیاته کړې، د افغانستان بازار ته د ننوتلو اصلي لامل په دې هېواد کې د باکیفیته درملو سخت کمښت دی.

د شرکت د څرګندونو له مخې، انسولین، انټي‌بیوټیکونه او د زړه او سرطاني ناروغیو اړوند درمل په افغانستان کې له ډېرو غوښتل شویو درملو څخه دي، چې د دې شرکت د تولیداتو په نوملړکې راغلي دي.

د فارماسینتز ګروپ په ۱۹۹۷ز.کال کې د روسیې په ایرکوتڅک ښار کې د هندي‌الاصله سوداګر «ویکرام پونیا» له‌خوا جوړ شوی او اوس له ۳۰۰ څخه ډېر بېلابېل ډوله درمل تولیدوي. دغه شرکت د روسیې په بېلابېلو ښارونو کې اووه تولیدي مرکزونه لري.

فارماسینتز اوس‌مهال خپل درمل تر ډېره قزاقستان، ازبکستان او بېلاروس ته صادروي، چې له دې مخکې یې په میانمار او دومینیکن جمهوریت کې هم فعالیت درلود.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا د روسیې لومړنی ستر درمل جوړوونکی شرکت دی، چې د افغانستان بازار ته داخلیږي.

 په راپور کې ویل شوي؛ افغانستان په وروستیو کلونو کې د درملو د برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ و او له پاکستان سره کړکېچونو، چې افغانستان ته د درملو د وارداتو له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي وضعیت نور هم سخت کړی دی.

کارپوهانو ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار تر ډېره له پاکستان، ایران، هند او د منځني ختیځ له هېوادونو وارداتو پورې تړلی دی، او نوي شرکتونه به د درملو ثبت، لېږد، مالي ورکړو او د بازار سیالۍ په څېر ننګونو سره مخ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان د ولادي‌فیسټول د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد دی – د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق

په ایکس‌پاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږون‌ناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښه‌والي لامل ګرځي.

Published

on

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې دا هېواد د ولاديفسټول (د زېږون‌ناسور ) د پېښو له پلوه د نړۍ پېنځم هېواد ګڼل کېږي او نږدې ۱۵زره افغان ښځې او نجونې له دې سختې ولادي ناروغۍ سره ژوند کوي.

په ایکس‌پاڼه کې د یاد بنسټ د خپاره شوي پیغام له مخې؛ د زېږون‌ناسور اوس هم په افغانستان کې د زرګونو ښځو او نجونو د بدني معلولیت، روغتیايي ستونزو او ټولنیز ګوښه‌والي لامل ګرځي.

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د دې ناروغۍ مخنیوی او درملنه پراخو روغتیايي خدمتونو، خوندي جراحۍ او اړینو طبي وسایلو او امکاناتو ته اړتیا لري.

د زېږون‌ناسور ډېری وخت د اوږده یا سخت زېږون له کبله د پخپل وخت روغتیايي پاملرنې د نشتوالي په پایله کې رامنځته کېږي او د ښځو لپاره جدي جسمي او رواني ستونزې پیدا کولی شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د عامې روغتیا وزارت د ګوزڼ واکسین دوه‌یم پړاو پیل کړ

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.

Published

on

د افغانستان عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ د ۲۰۲۶ ز.کال د ګوزن یا پولیو واکسین دوه‌یم فرعي ملي کمپاین پیل شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پړاو کې به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۹۴ ولسوالیو کې پېنځه کلونو عمر لرونکو څه باندې ۸.۳ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین ورکړ شي.

دا کمپاین به د می له اته‌لسمې څخه تر یوویشتمې پورې د مرکز، جنوب، ختیځ، لویدیځ، سویل ختیځ، شمال او شمال ختیځ زون په اړوند ولایتونو کې تطبیق شي. همدارنګه، په کندهار، هلمند، روزګان او زابل ولایتونو کې به دا بهیر د مې له نولسمې څخه تر دوه‌ویشتمې روان وي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي؛ وزارت یې په افغانستان کې د ګوزڼ وحشي ویروس د مخنیوي لپاره ژمن دی او د دې ناروغۍ تر پوره له منځه وړلو پورې به د واکسین کمپاینونه او روغتیايي خدمتونه روان ساتي.

هغه له دیني عالمانو، قومي مشرانو، والدینو او بانفوذه کسانو غوښتي، چې د واکسین له ډلو ملاتړ وکړي او د ماشومانو د روغتیا ساتنې لپاره همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کړی؛ پولیو یوه ویروسي او نه رغېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د واکسین له لارې یې مخنیوی کېدی شي.

دغه وزارت له کورنیو او والدینو غوښتي، چې خپل ټول تر پېنځه کلونو عمر لرونکي ماشومان د ګوزڼ واکسین د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شویو مرکزونو او ډلو ته وروړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!