Connect with us

تازه خبرونه

سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت ارزونه او ملاتړ راوڅرځېده.

خپور شوی

د

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له استازې سره په لیدنه کې د افغان کډوالو پر ملاتړ او له افغانستان سره بشري او روغتیایي مرستو خبرې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دا لیدنه په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وضعیت ارزونه او ملاتړ راوڅرځېده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دواړو لورو د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي، کاري فرصتونو رامنځته کېدو، امنیت او پر نشه‌يي توکو د روږدو د درملنې او روزنې په برخه کې پر همکاریو هم بحث او خبرې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکو ویلي، چې دا لیدنه د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ګډو همکاریو او ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

اروپايي هېوادونه د افغانستان ډېری موضوعات په کابل کې د خپلو استازولیو له لارې تعقیبوي او د یادې ټولنې فعالیت پر بشري مرستو متمرکز دی؛ خو د کابل غوښتنه تل دا ده، چې هېوادونه دې پر پرمختیایي پروژو تمرکز وکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د افغانستان جګړه مې په درې اوونیو کې ګټلی شوه – ډونالډ ټرمپ

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نه‌دی پورته کړی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د افغانستان جګړه یې په درې اوونیو کې ګټلی شوه. هغه د امریکا پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه کړې، چې ولې یې د دغه هېواد په تر ټولو اوږده جګړه کې بریا ترلاسه نه‌کړه.

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د آیوا ایالت په ډوبوک ښار کې د منځمهالو ټاکنو یوې ټاکنیزې غونډې ته ویلي، چې د امریکا پخوانیو حکومتونو په جګړو کې د روښانه موخې او بریا لپاره ګام نه‌دی پورته کړی.

هغه د افغانستان په جګړه کې د امریکا پوځي حضور ته په نغوته کې هم ویلي:« افغانستان، کلونه او کلونه. مونږ هېڅکله د بریا لپاره جګړه نه‌کوو؛ د بریا لپاره جګړه نه‌کوو، بلکې د مساوي کېدا لپاره جګړه کوو.»

هغه زیاته کړې:« ما دغه جګړه په درې اوونیو کې ګټلی شوه.»

ټرمپ د ویتنام جګړې په اړه هم ورته ادعا کړې او ویلي یې دي، چې هغه جګړه یې په یوه اوونۍ کې ګټلی شوه.

امریکا د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ۲۰۰۱ز.کال په اوکټوبر کې پر افغانستان پوځي عملیات پیل کړل. دغه جګړه نږدې ۲۰ کاله روانه وه او امریکايي ځواکونو د ۲۰۲۱ز.کال په اګست کې له افغانستان څخه خپل وتل بشپړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

خبریالان د رښتیا ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي-  ګوترش

ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوه‌یمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بې‌برخې کوي او ټول زیانمنوي.

Published

on

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترش ويلي، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خبریالان اوس هم د رښتیا او حقیقت ویلو له کبله درنده بیه پرې کوي.

ګوترش د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د بې‌سزا پاتې کېدو د پای ته رسولو نړیوالې ورځې پر مناسبت، چې د نومبر پر دوه‌یمه لمانځل کېږي؛ خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر نښه کول او د هغوی د غږ غلي کول خلک له معلوماتو بې‌برخې کوي او ټول زیانمنوي.

هغه ویلي:« کله، چې خبریالان پر نښه کېږي او د هغوی د راپورونو خپرول بندېږي؛ په حقیقت کې مونږ ټول زیان وینو.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پیغام کې د خبریالانو لپاره د عدالت پر ټینګښت او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د ځواب‌ویلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا محمدحسن آخوند د بېلاروس د نااستوګن سفیر باورلیک ومانه

د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییس‌الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لوریو د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

Published

on

Last Updated on: لړم ۱۱, ۱۴۰۵

 

د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن آخوند په ارګ کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان لپاره د بېلاروس د نااستوګن سفیر او ځانګړي استازي الکسانډر اوګوروډنیکوف باورلیک ومانه.

د باورلیک منلو په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د رییس‌الوزراء د دفتر عمومي رییس ملا عبدالواسع هم حضور درلود. دواړو لوریو د افغانستان او بېلاروس ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

ملا محمدحسن آخوند د نوي سفیر د ماموریت پیل د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي پړاو نښه وبلله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه ماموریت به د کابل او مینسک ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په دې برخو کې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز د بېلاروس نوي سفیر په افغانستان کې د خپل ماموریت له پیلېدا خوښي څرګنده کړه او څرګندوي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره د کرنې، خوراکي توکو او درملو په برخو کې سوداګري زیاته کړي.

نوموړي همداراز بېلاروس ته د اسلامي امارت د بېلابېلو پلاوو وروستي سفرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور پیاوړتیا او د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره اغېزناک وبلل.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!