تازه خبرونه
سراج الدین حقاني په کورنیو چارو وزارت کې پر شفافیت د ټینګار ډاډ څرګند کړ
د کورنیو چارو وزیر د دغه وزارت له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د دغه ریاست په کاري بهیر کې رڼښت رامنځته کړي.
سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د نوي تامیناتي مرستیال د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د دغه وزارت په ټولو ادارو کې باید د ادارې اصول او مراتب په سمه توګه ترسره او په ټولو ادارو کې باید ړڼښت رامنځته شي.
سراج الدین حقاني وایي: اکثریت خلک له کار سره روږدي او بلد نهدي او د ناپوهۍ له کبله شور او غوغا راپورته کیږي. شور پهدې معنا، چې زما کار ځنډول کیږي. دلته اصول حاکم دي. د اصولو معنا دا ده، چې مراتب او پړاوونه باید تر سره شي او په راتلونکي کې به مشرتابه ته حساب ورکوونکي یاست. په دې برخه کې لږ غفلت ټول وزارت کمزوری کوي.
سراج الدين حقاني دغه راز له خلکو وغوښتل، چې د خپلو چارو د پرمخ بيولو لپاره دې وزارت ته د مراجعې په وخت کې له صبر څخه کار واخلي او د دغه رياست اصول او اداري نظم په پام کې ونيسي.
دغه راز د کورنیو چارو وزارت نوي تامیناتي مرستیال مولوي عبدالله مختار په دې مراسمو کې ټینګار وکړ، چې د دې ادارې په ټولو طرزالعملونو کې به پر قوانینو، اصولو او مقرراتو ټینګار کوي.
عبدالله مختار وایي: څومره، چې مونږ د حرکت اصول تعقیبوو؛ هومره به پرمختګ کوو. زمونږ او ستاسې راتلونکی به هغه وخت روښانه وي، چې د نن ورځې کړنې مو روښانه وي. د راتلونکي روڼتیا د نن ورځې په روڼتیا کې ده. دا نظام د فدایانو پر هډوکو جوړ شوی دی. خدای مه کړه که د شهیدانو وینه او هډوکي په پیسو خرڅ کړو دا به د شهیدانو او اسلامي امارت سره ستر خیانت وي.
د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې؛ مولوي عبدالله مختار د فیض الله جمال پر ځای د کورنیو چارو وزارت د نوي تامیناتي مرستیال په توګه معرفي شوی دی. نوموړي له دې وړاندې د پکتیکا د والي په توګه دنده ترسره کوله.
